هیله او اراده/ لیلی توتاخیل

0 1,058

غواړم د لیسانس وروسته ماستري وکړم، د داسې یو بنسټ جوړولو هوډ لرم چې ګټه یې نورو ته هم ورسیږي، د رسمي کار ترڅنګ اراده لرم چې رضا کارانه کارونه وکړم او یا داسې نورې ګڼې هیلې او فکرونه شته چې تل یې په اړه فکر کوو او مغز مو ورسره بوخت وي.

دا هیلې او سوچونه بد نه دي ځکه موږ سره موخې ته د رسیدو له پاره مرسته کوي او هر څوک دا هیله لري، چې د ژوند یو مقام ته ورسیږي.

لکه څنګه چې ګورو د یو شمیر خلکو هیلې بشپړیږي او د یو شمیر نورو بیا نیمګړې پاتې کیږي دا په دې مانا نه ده د هغه چا چې هیلې یې پوره کیږي په عامه اصطلاح کې هغه بختور دی او د هغه بل چې نه پوره کیږي د هغه سره بخت یاري نه ده کړې بلکه دا ټولې زموږ د ارادې پوري تړلې دي.

همداراز په دودیزو ټولنو کې د نارینو په پرتله د ښځو پر وړاندې خنډونه زیات دي خو بیا هم کلکه اراده ښځه او نارینه نه پیژني.

په اصل کې دا ټول ستاسې ارادې پورې تړاو لري، که چیری د خپل پرمختک له پاره هدف ټاکئ د رسیدو له پاره باید ډیر زیار وباسئ، بیلابیلې لارې وآزمایې که څو ځله له ماتې سره مخامخ کیږئ بیا هم د پخوا په پرتله ستاسو اراده ورته نوره هم کلکیږي او دغه جمله ځان سره هرو مرو تکرار کړئ شاید داځل بریا زما په برخه وي، ځکه تر یو حده خپلې موخې ته  نژدي شوې یم، لږه تجربه مې هم ترلاسه کړې که چيرې شاته تګ وکړم شاید د خپلې موخې د رسیدو پرمهال هغه له لاسه ورکړم.

هغه کسان چې اوس یو مقام کې دی له پیدایښته هلته نه و بلکه دوې زیار ایستلی بار بار یې ماتې منلې دي، خپلې موخي یې تعقیب کړي تر څو ورته رسیدلي او په ایماندارۍ خپلو موخو ته تر رسېدلو وروسته د خلکو په زړونو کې ځای موندلی دی.

په پایله کې وایم، چې ستاسو او ستاسو د هیلو تر منځ واټن یوازی کلکه اراده ده.

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply