اسلام او نړيواله سوله / امین الله عادل

0 980

د سپتمبر ۲۱ نېټه د سولې نړیواله ورځ ده. دغه ورځ هر کال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې لمانځل کېږي.  په دې ورځ د نړۍ مشران پیغامونه خپروي او   د جګړو له ښکېلو غاړو غواړي، چې سوله وکړي ځکه جګړې د حل لاره نه ده.

زموږ په هېواد کې په داسې وخت کې د سولې ورځ لمانځل کېږي، چې د شا او خوا څلوېښتو کلونو راهیسي په دې هېواد کې د جګړو اور بل دی. دا جګړې په داسې حال کې زموږ خلکو او هېواد ته تاوانونه اړوي، چې د جګړې دواړه ښکيل لوري له جګړې څخه نفرت لري. دواړه لوري وايي جګړه د افغانستان په خیر نه ده. دواړه لوري وايي، چې دا جګړه پر موږ تحمیل شوې او موږ باید په هېواد کې د سولې لپاره کار وکړو. د جګړو د ختمولو لپاره حکومت هم د [سولې شورا] جوړه کړې. طالبانو هم په قطر کې د خبرو اترو دفتر پرانېستی مګر بیا هم جګړه روانه او د سولې بهیر په ټپه ولاړ دی.

لاندې مقاله مې له مختلفو سرچینو څخه په استفادې ډېره پخوا لیکلې وه، ګر  د سولې د اړتیا له کبله یې خپرول یو ځل بیا اړین بولم.

سوله هغه حالت دى، چې كورنۍ، كلى، ټولنه، سيمه، هېواد او نړۍ له جګړو، شخړو، خوف او ډار څخه پاكه وي او يا هم سوله هغه فضا ده، چې د جنګ او جګړې ځاى ورورۍ او آرامۍ نيولى وي او بشريت د پرمختګ او پراختيا په حال كې وي. په سوله كې خلك د هوساينې احساس كوي، وېره، ډار له ژونده څخه نهيلي او دېته ورته څه نه وي.

سولې او امن ته په عربي كې “سلام” ويل كېږي او سلام د الله د نومونو څخه يو نوم دى. د حشر سورت په ۲۳ آيت كې الله فرمايي: هو الله الذي لا اله الا هو الملك القدوس السلام المؤمن المهيمن العزيز الجبار المتكبر. (الحشر 23)

په آيت شريف كې دالله نومونه ذكر شوي، چې په هغې يو سلام هم دى.

د قرآن كريم د الذاريات سورت په ۲۵ آيت شريف كې راځي، كله چې ابراهيم عليه سلام ته ملايكې راغلې چي په هغه باندې د اسحاق د زيږون زيرى وكړى، نو لومړى يې هغه سلام وكړ، ډاډ او اطمئنان يې وركړ او بيا يې د اسحاق د زيږون زېرى پرې وكړ.

الله (ج) په قرآن كريم كې خپلو بنده ګانو ته امر كړى دى، چې په نبي كريم (ص) باندې درود او سلام ووايي، د احزاب سورت په ۵۶ آيت كې فرمايي:(بېشكه الله او دهغه ملايكې په نبي عليه السلام درود وايي، نو اى هغو كسانو، چې ايمان مو راوړى دى، تاسې پر هغه درود او سلام وواياست.

 براء بن عازب وايي: موږ ته نبي كريم (ص) د اوو څيزونو په كولو سره امرى كړى دى او هغه د ناروغ پوښتنه، د مسلمان په جنازه كې ګډون او د هغې بدرګه كول، د پرنجېدونكي لپاره (يرحمك الله) ويل او د كمزوري مرسته كول او دمظلوم مټ پياوړي كول او د سلام اچول او خورول او د وېشونكي بښل دي.

 اسلام د ليلة القدر شپه د عبادت له مخې له زرو مياشتو څخه غوره بللې ده او پدې شپه كې ملايكې را كښته كېږي او دا د امن او سلام شپه ده.

الله د سورت نساء په لومړي آيت كې ټول انسانان د يوه پلار او يوې مور اولاده بللې ده او ويلي دي، چې ټول بشريت له يوه نفس څخه را پيدا شوى دى او الله دټول انسانيت څارونكى دى.

اسلام د هر انسان په ضمير كې دا فكره او نظريه خښوي، چې ګورئ، تاسې ټول هر ډول خلك چې ياست بيا هم له يوه اصل څخه منځ ته راغلي ياست، دا خېلونه او قومونه مو د پېژندنې لپاره دي ، نو تاسې بايد د انسانانو په څېر ژوند وكړئ، ټول د سولې او امن په فضا كې واوسئ او يو له بل سره مرسته وكړئ، جنګ او جګړې ونكړئ او نه شخړو ته زړه ښه كړئ، پدې هكله په قرآن كريم كې بې شمېره آيتونه راغلي دي. اسلام مسلمانانو ته وايي تاسې چې يو له بل سره مخامخ كېږئ، نو ستاسې لومړى پيغام بايد سلام وي، ګواكي بل مسلمان ته بايد وواياست، چې زما لخوا په امن كې ياست او د الله له لوري رحمتونه او بركتونه درته غواړم.

د السلام عليكم په هكله د سعودي عرب يو عالم (سلمان العوده) وايي، چې سلام څلور ماناګانې لري:

۱- چاچې سلام درته واچوه، نو پوهه شه، چې هغه د الله نوم تاسې ته ډالۍ كړ، ځكه سلام د الله نوم دى. مانا يي داده، چې ته د الله په ساتنه، رحمت او بركت كې نغښتل شوى يې.

۲-  سلام د سلامتيا په مانا: يانې تاسې دې له آفتونو، نارغيو څخه سلامت وئ، ستاسې، دين، آبرو او عزت مو الله تل په امان كې لره.

۳- سلام يعنې امن او امان: څوك چې سلام درته واچوي، د خپل ځان له لوري درته امن اعلانوي، يانې زما لخوا په امن او امان كې ياست، زما لخوا مه وېرېږه، مه په اندېښنه كې كېږه او ډاډه اوسه، چې په ځواب كې بل مسلمان هم دا ځواب وركوي.

۴- سلام د پاكوالي، سوچه والي او ستره والي په مانا دى: يانې چا چې سلام درته واچوه پوهه شه، چې پدې سلام سره د ورورۍ نوى عهد اوژمنه تازه شوه، د وفادارۍ، مينې او محبت دروازې پرانېستل شوې.

اسلام په اخلاقو ډېر ټينګار كړى دى  او بهتره څوك يې هغه بللي دي، چې غوره او نېك اخلاق لري. دا ځكه چې اخلاق هغه څخه دي، چې په سوله او امان كې اساسي رول لري، قرآن كريم نبي عليه سلام ته وايي:”بېشكه ته ډېر لوړ او اوچت اخلاق لرې”. همدارنګه فرمايي:” كه ته توند او سخت زړى و اوسې، نو هغوى به ستا له شاوخوا نه لاړ شي”.

په انفال سورت كې راځي، چې كه هغوى یانی کافرانو د سولې غوښتنه وكړه او د سولې هيله يې وكړه، نو ته هم سوله ورسره وكړه او په انعام سورت كې راځي، چې ((والصلح خير)) يانې سوله غوره او ښه ده.

اسلامي تاريخ هم د سولې پيغام وركوي. كله چې نبي كريم (ص) مكه فتحه كوله، ټولو خلكو دا ګمان كاوه، چې نن به حضرت محمد د هغو ۱۳ كلنو ظلمونو اوتېريو غچ اخلي، چې د مكې خلكو په حضرت محمد (ص) او مسلمانانو كړي دي، ځكه د مكې خلكو د اسلام په لومړيو ۱۳ كلونو كې په هېڅ سرپه نه كوله، مسلمانان يې وهل، ټكول، وژل او هم يې وشړل.

د مكې د فتحې په ورځ يوه صحابي وويل، چې نن د غچ ورځ ده، خو نبي كريم (ص) ورغبرګه كړه (نه، نن د مهربانۍ او بښنې ورځ ده).

نبي كريم (ص) په دې ورځ د خپل تره حضرت حمزه قاتل وباښه، د مكې په زرګونو خلكو ته يې وويل، چې ځئ، ټول آزاد ياست، همدا رنګه د نبي كريم (ص) جنګونه ټول دفاعي وو.  وايي چې مقداد بن اسود نبي كريم (ص) ته وويل، كه زه له يوه كافر سره مخ شم، هغه زما سره جګړه وكړي او يو لاس مې غوڅ كړي او بيا زما نه يوې ونې ته پنا يوسي او ما ته وايي، چې اسلام مې راوړى دى، نو زه به يې وژنم، نبي كريم (ص) ورته وفرمايل، (نه، نه به يې وژنې)، اسود بيا ورته وويل، چې هغه خو زما لاس غوڅ كړى دى او وروسته يې اسلام راوړى دى، نبي كريم (ص) وويل (نه به يې وژنې، كه چېرې دې مړ كړ، نو داسې ده، لكه ته يې چې له اسلام راوړلو مخكې وژلى يې.

له نبي كريم (ص) څخه روايت دى، وايي چې هغه د مشركانو يوې قبيلې ته يوه ډله مسلمانان واستول، كله چې ور ورسېدل، نو يو مشرك په ناببره توګه ځينې مسلمانان ووژل، يانې په پټه به يې حمله كوله او مسلمانان يې وژل، وروسته اسامه بن زيد ځان ورته برابر كړ، چې په همدې سړي حمله وكړي، خو د حملې پر مهال مشرك ځان ناچاره وليد او يو پر يو يې لا اله الا الله وويله، خو اسامه هغه وواژه، دا خبره حضرت محمد (ص) ته راورسېده، نبي كريم (ص) اسامه را وغوښت او ويې پوښت چې ولې؟

هغه وويل، دا سړى په كمين كې وو، فلانكى او فلانكى يې مړ كړ، زه يې هم وژلم، خو كله يې چې زما توره وليده، نو بيا يې كلمه وويله، نو حضرت محمد (ص) ورته وويل، شه كه د قيامت په ورځ راشي او كلمه وايي بيا به ځه كوې؟ اسامه بښنه وغوښته خو نبي كريم (ص) همغه ځواب وركړ.

حضرت محمد (ص) د خيبر په غزوه كې حضرت علي (رض) ته وويل، چې ته يو مسلمان نېغې لارې ته هدايت كړې، هغه تاته له دنيا او څه چې په دنيا كې لدې ټولو غوره او بهتره دى. اسلام ته د مسلمان ابرو او عزت د مكې مكرمې له ورانېدو څخه هم مهم دي.

له دې څخه په ډاګه كېږي، چې هېڅ دين دومره د انسانيت احترام او درناوى نه دى كړى لكه اسلام.

په پاى كې وايو چې د اسلام لومړى او وروستى هدف د ټول انسانيت سوله او آرامي ده، خو په دغه لږ وخت كې ټولې نړۍ وليدل، چې زورو د ديموكراسۍ او نورو نظامونو په نامه او بانه پر بشريت څومره تيري وكړل، يوازې د امريكې يوه وړه بېلګه به راواخلو. د ۲۰۰۲ كال د اكتوبر په ۱۱ نېټه د سهيلي افريقا ولس مشر او د امريكا ستر رقيب مانديلا وويل، چې امریکا د ټولې نړۍ لپاره لوى ګواښ دى، ځكه امريكا په يوازې ځان د ټولې نړۍ پرېكړې كوي او د ملګرو ملتو اصولو ته درناوى نلري.

هغه زياته كړه، چې د امريكې نوى سياست د تېلو او وسلو جوړولو كمپنيو خوشالول غواړي او امريكا او برتانيې دواړو د عراق وژونكو وسلو په هكله قانع كوونكي ثبوتونه وړاندې نكړل، دا په داسې حال كې ده، چې اسراييل په ښكاره دا ډول وسلې لري خو هېڅوك څه نه وايي!

د ۲۰۰۳ كال د دېسمبر په ۲۶ نېټه تر سره شوې سروې دا وښود ده، چې د امريكې په سلو كې ۴۳ وګړي پدې اند وو، چې اسراييل د نړۍ لپاره ستر ګواښ دى.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply