پروفیسور رشید / دښوونکي د ورځې په پلمه 

0 1,472

پروفیسور رشید

دښوونکي د ورځې په پلمه  :

سرسید احمد خان    (۱۸۱۷ – ۱۸۹۸  )

                 د اسلامي نړۍ لوی مفکر، لیکوال ، سمون وال او د ښوونې روزنې نومیالی  سرسیداحمدخان  د هندوستان له ویاړونو څخه یادیږي ، ترهغوچې په هندوستان کې یو مسلمان هم ژوندي وي ، د ده نوم به په درنښت سره یادوي ، ده دهندوستان دتاریخ په ډیرحساس پړاو کې د خپل قام د ژوند ، تاریخ ، اوعقیدې د ژغورنې په خاطر په یوه ډیرمهم کارچې دهندوستان تر آزادۍ او خپلواکۍ هم ده ته مهم وایسیده لاس واچاوه چې هغه دده د قام د نوي نسل زده کړه او روزنه وه . ده له انګریزانو سره هم سرمات نه کړ برعکس د سرماتولو پرځای یي د ښوونځي او پوهنځي جوړولو تګلاره ونیوه او ویي ویل چې د هندوستان دمسلمانانو د ژغورنې یوازنۍ لاره دنویو زده کړو ترلاسه کول دي اوبس . په همدغه لامل یې په هندوستان دنامتو پوهنتون علیګړ مسلم پوهنتون بنسټ کیښود ، هغه پوهنتون چې نن هم په ټول هندوستان کې د عصري زده کړو ترټولو لوی ښوونیز او علمي مرکزدی . سرسید خپل قام ته له نن څخه  (۱۱۴ ) کاله د مخه یوپیغام خپورکړي چې دده د ښه نیت او له پوهې سره دمینې اوخلوص څرګندوی دی . زه دغه کټ مټ را ژباړم اودخپل هیواد د ښوونکو او استادانو په استازیتوب یي زموږ  دوطن په دغه حساس پړاو کې چې  نوي نسل یې پوهې اوزده کړې ته ترهرڅه دمخه اړتیا لري ډالۍ کوم ، هیله من چې زما قام به یي هم ولولي اودخپلو بچیانو د راتلوتکې د ژغورنې په هڅه به پرهغوی باندې رحم وکړي . پیغام  دالاندې دی :

په درنښت

پیغام

           ای زما د قام خلکو ، خپل خواږه او ښکلي بچیان مه بربادوئ ،  دهغوپالنه وکړئ ، دهغوی د راتلونکې ژوند کولو ټولې آسانتیاوې برابرې کړئ.  تاسې چې ماته هرڅه وایاست ووایئ ، زما خبرې اورئ که نه ، خو دا په یاد ولرئ چې که تاسې دیوه قومي تعلیم په بڼه هغوی ته تعلیم او روزنه ورنه کړئ ، هغوی آواره اوبربادیږي ، تاسې چې دهغوی ترټولو بد او ابتر حالت ګورئ ، څرګنده ده چې پرې وبه ځوریږئ ، پرې وبه ژاړئ ، هیڅ مه ور زده کوئ ، خوپام مو باید وي کله چې مرئ اوخپل بچیانومو په بدحالت کې درڅخه پاتې کیږي ، باور دی چې ستاسې ارواوې به په قبرونوکې نارامئ اوړې را اوړي  او ستاسې له لاسه به هم هیڅ نه کیږي.  اوس هم لا وخت شته ، تراوسه هم تاسې هرڅه کولای شئ ، دا باید په یاد ولرئ اوزه دا وړاند وینه  (پیشګویی ) کولای شم چې که څو ورځې نورهم دلته همداسې غافل پاتې شئ ، نو یوه زمانه داسې راتلونکې ده چې تاسې  به په خپله غواړې او د خپلو بچیانو د زده کړې لپاره به چغې وهئ خو څه به مو له لاسه نه کیږي . ماته که هرڅوک کافر، ملحد ، نیچري  وایاست زه بیاهم له تاسې څخه د پاک الله په وړاندې شفاعت نه غواړم ، زه به له تاسې نه دخپل شفاعت هیله هم ونه کړم ، زه چې څه وایم ، ستاسې د بچیانو د ښیګړې  په خاطر یې وایم  ، تاسې پرهغوی رحم وکړئ ، او داسې یوڅه دهغوی په خاطر ترسره کړئ چې د هغوی راتلونکې وژغورئ .

سرسید احمد

لودیانه لکچر ، د  ۱۸۸۳ کال د جنوري  ۲۳

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply