چیغه – افغانې ارزښتونه د زوال په درشل کې دي!!!/ ډاکتر تاج الدین ملت مل

0 1,803

 

مقدمه:

ما څه موده دمخه اول له خپل ځان نه دا پوښتنه وکړه چې ایا افغانی ارزتونه څه شی دی، متآ سفانه دا ارښتونه ما ته هم داسی روښانه نه ول، او بیا می د یو شمیر پوهو افغانانو نه وپوښتل نو هغوی هر یو هم ونشو کولای چې دا ارزښتونه په دقیقه توګه را وښایی.  نو دی مضوع زه دی ته وهڅولم او مجبور شوم چې پدی اړه لږ څه تحقیات وکړم او حد اقل یو څه سره راجمع او دا دی له تاسو سره یی شریکوم. ممکن پدی بره کی ځنې شیان له ما پاته وی، او یا هم نیمګړتیاوي ولري، له تاسو هیله کوم چي په تکمیل او ترویج کی یی له ما سره مرسته وکړئ.

د ارزښت تعریف:

ارزښت هغه محتوا ده چې د یوی ټولنې خلک یی په مجموعې توګه د خپل ټولنې لپاره نیک، با ارزښته او ګټور ګڼي، هغه د ډیری مودی راهیسی ساتې، پالی او تری په ګډه دفاع کوي.  ارزښتونه یوه ټولنه د بلی نه تمیز کوی، او د ټولنو د بقا او یووالې سبب کیږی. کله چې د یوی ټولنې ارزښتونه ضعیف او مخ په ختمیدو شی، هغه ټولنه مخ په زوال ځې او په لږه موده کی دغه ټولنه د کلتوری یرغلونو او بلاخره د مستقیمو مداخلو او نظامی یرغلونو ډګر هم ګرځی، چې په نتیجه کی یی هغه ټولنه له منځه ځې. دارزښتونو د له منځه تللو په نتیجه کی د ټولنو مرګ د نظامې یرغلونو خلاف وینې او ژړا ګانو نه پرته په ډیره غیر مرېي او غیر محسوسې توګه ولسونه او ملتونه وژنې.  چې دا د هری ټولنې په ارزښتونو د هغې ټولنې د خلکو اګاهانه پوهاوی او څارنې ته سخت ضرورت لا جدی کوی.

د افغانانو ارزښتونه په دری برخو بیلولی شو:

الف –   ټولنیز ارزښتونه: 

دا هغه ارزښتونه دي چې د افغانستان په مختلفو سیمو کی د خلکو تر منځ په مختلفو شکلونو او بیلا بیلو کچو وجود لري، خو په مجموع کی د افغانستان د خلکو داسی ځانګړتیاوي پکی شاملي دي چې هغه د سیمی او نړۍ په نورو ملکونو کی یا نشته او یا ډیر کم لیدل کیږي. دا ارزښتونه عبارت دی له:

۱-  د وطن او خاوری سره مینه  ۲-  دازادی سره مینه  ۳-  غیرت    ۴-  ناموس داری    ۵- د سپین ګیرو او مشرانو خاص درناوی         ۶-  د ښځو او ماشومانو خاص درناوی          ۷-  کورنۍ ته ارزښت         ۸-  د نورو د مال او ابرو ته درناوې او خیال لرنه ۹-  د جنسی خواهشاتو اوجنسی کړو حلال والې او محرم والې  ۱۰-  حیا   ۱۱- اداب           ۱۲-  ابرو  ۱۳- عزت

۱۴  –  زړه ورتیا،  ۱۵-  میلمه پالنه  ۱۶- رشوت، خیانت او جاسوسی نه کول    ۱۷-  د همسایه ګانو او غریبو خلکو درناوی  ۱۸- موسیقې، شعر او ادبیات     ۱۹-  ودونو، مړو ، خوښیو او خفګانونو کی ځانګړي لباسونه، اداب، او سلوک           ۲۰-  ملې لباس

 

ب-  دینې او مذهبې ارزښتونه: 

دا هغه ارزښتونه دي چې د افغانانو د عقیدو، دینونو، مذهبونو، پوری اړونده محتواوي تشکیلوي.  دا عبارت دي له:

۱-  خدای پاک ته درناوی ۲-  دین ته درناوی      ۳-  د نورو ادیانو ته درناوی  ۴-  مذهب ته درناوی ۵-  د نورو مذهبونو ته درناوی          ۶-  پیغمبرانو، ملایکو، او نورو دینې مشرانو ته درناوی  ۷-  دینی مقدساتو ته لکه دینې کتابونه، جوماتونه او مدرسو ته درناوی     ۸-  امام او دینې عالمانو او مذهبې اشخاصو ته درناوی   ۹-  مړی ته درناوی                ۱۰- هدیری او زیارتونو ته درناوی ۱۱- نور مقدسه اماکنو ته لکه مکه مکرمه، بیت المقدس، مدینه منوره، او نورو ته درناوی.

 

ت-  ملې ارزښتونه:

دا هغه ګډ ، واحد، او خاص ملې ارزښتونه دي چې ټول ملت لپاره یوشان ارزښت لری او تری دفاع او پلوی کوي.  دا د ملت د هیڅ یوه قوم، او ګروپ پوری ځانګړی اړه نه لری،  او نه د ملت هیڅ ګروپ، ډله یا شخص د هغی د توهین، سپاکوی، او هیڅ نوعه  بدلون حق لری.  ملې ارزښتونه شامل دي په:

۱-  ملی بیرغ        ۲-  د خاوری تمامیت  ۳-  ملی نښان    ۴-  ملی سرود       ۵- ملې تاریخ  ۶-  ملي ژبه   ۷-  اساسی  قانون ۸-   نظام     ۹ –  د دولتی مقامونو او څوکيیو درناوی.

 

درناوی:  دلته د درناوې نه مطلب لاندی شیان دي:

۱-  هغه ارزشت ته به هیڅوک په هیڅ شکل (دخبرو، لاس، د بدن د بلی برخې پذریعه، اشاره، کنایه، لیکنو او نورو شکلونو سره) سپکاوی نشی کولای.

۲-  د هغه ارزښت په مناسبه توګه ساتنه، پالنه او احترام په هر فرد په خاصه توګه په دولتې مامورینو لازمې دی.

۳- هیچا ته هم د هغې ارزښت د بی احترامی اجازه نه شته، او سرغړونکې یی که هر څوک وی باید په قانونې توګه مجازات شی.

۴-  په هغه محتوا کی هیڅوک او هیڅکله په خپل سر، په خپله خوښه او بی مسؤلیته لاس وهنه او بدلون نشی راوستلای.

۵-  یوازی د هیواد لويه جرګه د دغو شیانو د بدلون صلاحیت لری.

۶-  دولت او حکومت د دغو ارزښتونو د درناوې او ساتنې مسؤلیت لری.

 

اوس که دغه ارزښتونو ته په دقت ذیر شو، متاسفانه زمونږ په ټولنه کی دغه ارزښتونه په کلکه توګه ضعیفه شوي دي.  زمونږ ۍ سپین ږیري او قومې مشران بی عزته کیږي، زمونږ ښځي د خلکو په مخ کی وهل کیږي، زمونږ نارینه ، ځوانان د پردیو په اشاره او د یو شمیر بی وجدانه او پردو پالو اسلام نمایانو په لاسونو بی عزته او سپک کیږی.  دوي ته چې هر څوک په لاس ورغې هغه په عزت نه وژنی، اول یی بی عزته او سپکوي، او بیا یی وژنې،  د دی اساسی هدف زمونږ د وطن د دښمنانو هغه توطه ده چې غواړی زمونږ په خلکو کی افغانې غرور و وژني.   زمونږ دولتی چارواکې هغه کارونه کوي چې انسانیت تری نفرت او کرکه لری.  زمونږ په خاوره تجاوزونه کیږي، زمونږ افغانی غرور هره ورځ او په هر ځای کی په مختلفو شکلونو ټکول کیږي.  زمونږ د ژبی، کلتور، لباس سپکاوی حتی د دولتی مقاماتو له خوا په شدت روان دی.  زمونږ ملې سرود، ملی بیرغ، ملې او تاریخی مشرانو ته رنګارنګ سپکاوي کیږي، متاسفانه ملت او دولت دواړو پری سترګي پټي کړي دي. پخوا به چې د دوو کسو یا دوه کورنیو یا قبیلو جنګ وه دریم ګړو به وردانګل او د پل سر په قیمت به یی هغه جنګ ختماوه، نن زمونږ د کلی مشر د ټول کلی په ړاند بی عزته ، بی ابرو کیږي، ښځي مو په درو وهل کیږي، سنګساریږي، ولی ټل کلی او ولس ور ته حیرا حیران ګوري.  د دی بیتفاوتیو ستر خطر دا دی چې زمونږ راتلونکې نسل ته هیڅ څیز د ارزښت په نوم نه پاته کیږی.  دا ځکه چې هغوي ګوري چې مونږ پدی ارزښت کومه پروا و نه کړه.  نو هغوی به څنګه بیا دا ارزښت د ارزښت په توګه ومنې.

زه د یوه با مسؤلیته افغان په توګه دا خپله دنده ګڼم او دا لازمې بولم چې د افغانستان په ملت غږ وکړم چې راځئ چې په ګډه د خپلو ملی ارزښتونو نه ځانونه او خپل ځوان نسل خبر کړو، د هغی د ساتنې او پالنې په برخه کی اخلاقی او ملې مسؤلیتونه درک او جدی وبولو او تر سره یی کړو.  راځې د افغانستان دولت او حکومت دی ته مجبور کړو چې د افغانستان د ارزښتونه د ساتنې، پالنې او د هغې نه د دفاع دنده جدی وګڼې او تر سره یی کړي، او هر هغه څوک چې دا ارزښتونه تر پخو لاندی کوی په کلکه او علنې توګه مجازات کړئ.  زه دافغانستان د پوهنې او تربې (!) په وزارت غږ کوم چې دا افغانې ارزښتونه په ښوونځیو کی تدریس کړئ.    که دا کار و نه کړو نو د ده ویره شته چې زمونږ هیواد او ملت به مو د کاربن مونو اکساید د تسمم په توګه په شنه خندا نه ډکه خوله مړ او له منځه لاړ شی.

په درناوي

داکتر تاج الدین ملت مل

ساندیاګو ، کلفورنیا، د امریکې متحده ایالتونه

د میزان ۲۵، ۱۳۹۶ ل کال

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply