د حامد کرزي او ملا محمد عمر تيروتنې! / هلمند پردیس

0 1,823
امریکا چې کله د افغانستان جګړه شروع کوله، پر ملا عمر يې غږ وکړو، چې اسامه بن لادن موږ ته وسپارئ، او يا يې له وطن څخه بهر کړئ،موږ ستاسو له حکومت سره هيڅ کار نلرو. ملا عمر د افغانستان په سطحه د 700 ديني عالمانو جرګه راوغوښته، د ډېرو اکثریت عالمانو نظر او پريکړه دا وه، چې اسامه بايد افغانستان پريږدي، او پر ملا عمر يې غږ وکړو، چې د جرګې پرېکړه د عملي کړي، خو ملا محمد عمر خپله سرټمبګي وکړه،د جرګې پرېکړه يې و نه منله، او افغانستان يې د پردو جګړې ميدان کړو!!! همدې ته ورته تېروتنه حامد کرزي هم وکړه، لويه جرګه يې راوغوښته، د امريکا او افغانستان د امنیتي تړون په اړه يې د جرګې پرېکړه رد او د ملا عمر په په شان خپله سرټمبګي وکړه، خو خوشبختانه چې د افغانستان نوى حکومت هغه تېروتنه جبران کړه. اوس هم همغه تيروتنه بيا تکراروي، لويه جرګه راغواړي، خو دېته نه ګوري چې افغان دولت په ډېرو ستونزو د امريکا حکومت دېته مجبور کړو چې د پاکستان څارګرې او ظالمې ادارې او ترهګرو په اړه خپله پاليسي بدله او د سولې په طرف ريښتوني ګامونه اوچت شي. خو ښاغلى حامد کرزي بيا هم د دې پالیسي په ضد دى، کوم چې ده هم د خپل حکومت په دوره کې همدا نارې وهلې. او بله جاليبه يې دا ده، چې خپله حامد کرزى د جرګې پرېکړه نه منې، نو بيا د جرګې راغوښتل څه مانا؟؟؟ ښاغلي حامد کرزي لره په کار ده، چې د کور او د لاهور ګټو تر منځ تفکیک وکړي،يا د دې افغانستان او افغان ملت سره شي، يا دې په ښکاره ووايي، چې ما ته د لاهور ګټې د کور تر ګټو مهمې دي!!!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply