په افغانستان کې د صنعت د ودې بهیر/ حمیدالله فیضي

0 993

د صنعتي ودې په موخه ډيرۍ افغانان د تېر ۱۵ کلن بهیر له لاسته راوړنو څخه خوښ بریښي او وایې چې اوس مهال ډیرۍ د اړتیا وړ توکي په افغانستان کې تولیدیږي او آن ځینې بریښنایې، ګازي او پطرولي ماشینونه هم د هېواد دننه تولیديږي چې د افغانانو اړتیاوې بشپړې کړې دي.

په ۱۳۸۰ هجری لمریز کال په هيواد کې د موقتې ادارې په رامنځته کيدو سره دصنعت په برخه کې هم ځينې پرمختګونه رامنځته شول. اوس مهال په افغانستان کې ټول ټال ۶۶۴ صنعتي موسسې د صنعتي توکو د توليد په برخه کې فعاليتونه تر سره کوي چې له  کابو ۶۶ زرو ډیر هېوادوال په کې  په کار بوخت دي او د هېواد مهم صنعتي توکي تولیدوي چې  له هغې ټولګې څخه: د کېمياوي سرې، سمنټ، مالګه، د تشناب کاغذ، اوړه، صابون،غيرې الکولي مشروبات، درمل، تعمیراتی سیخ  او ځینو نورو څیزوونو یادونه کولی شو. همدا ډول له ډېرو لرغونو زمانو راهيسې زموږ هېوادوال هم د لاسي صنايعو په جوړښت كې رول لري او ځينې لاهم  د لاسي څیزونو په جوړښت اخته دي، چې لاسي غالۍ، ليمڅي، ټغر، لاسې غاړې، جرابې، ګنجي… او نور څیزونه اوبدل كيږي .

په هېواد کې د صنعتي پارکونو له ودې سره سره اومو توکو ته نه لاسرسی، بریښنایې اسانتیاوو نشتوالی، صنعت کارانو ته کمه پاملرنه، په بهرنیو وارداتي توکو  د کمو تعرفو وضع کول، د صنعت کارانو لپاره د خوندي فضا نشتوالی او د مجهزو پارکونو نشتون هغه ستونزې دي چې د صنعتي ودې پر وړاندې لوی لوی خنډونه رامنځته کړي دي.

که څه هم د  ځینو تاریخ پوهانو د لیک دود له مخې په افغانستان کې اوسپنیز صنعت نږدې ۹ زره کاله مخکې پیل شوی او د بېلابېلو مسکوکاتو په شمول یې بېلال بېل توکي له اوسپنې جوړ کړې دي، خو بیا هم په بېلا بېلو سیاسي واکمنیو کې کله  ناکله د صنعت د ودې بهیر کړندی شوی او کله نا کله بیا په ټپه ودریدلی دی. له 1371 هـ ش کال څخه وروسته په هېواد کې د واک پر سر جګړې پيل شوې او ډیرۍ تولیدي موسسې وسوزيدې ،ماشين الات يې له منځه ولاړل او د طالبانو د رژیم په راتګ سره هم د صنعت ودې ته پاملرنه ونشوه، خو په ۱۳۸۰ کال کې د نوې دورې په راتلو سره په هرڅه کې بدلونونه رامنځته شول چې لاهم ډیر کار ته اړتیا لیدل کیږي.

په تېره یوه نیمه لسیزه کې په افغانستان کې پانګه اچونه زیاته شوې، بېلابېلې فابریکې جوړې شوي، ماشینې کړنو سرعت موندلی، ډیرۍ د اړتیا وړ توکي په افغانستان کې تولیدیږي او آن ځینې باکیفیته ماشینونه که په افغانستان کې دننه نه تولیدیږي خو ټوله بسته کاري یې د هېواد دننه ترسره کیږي.

همدا ډول اقتصادي پرمختګ نیغ په نیغه له تعلیمي بهیر سره اړیکه لري چې د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې اوسمهال له لس میلیونو څخه ډیر ماشومان ښونځیو ته ځي چې ۳۸ سلنه یې نجونې دي.

په نړۍ کې د تکتالوژۍ په پرمختګ سره د صنعت په وده کې هم پرمختګ راغلی چې افغانستان ترې بې برخې نه دی. افغانستان دولت هڅه کوي د صنعت د ودې په موخه د پانګونې وضعیت ښه‌ والي لپاره د صنعت‌کارانو څخه پوره پوره ملاتړ وکړي.

په ۱۳۹۵ هجري لمریز کال کې سرانه خالصه عاید ۴۵۰۰۰ زرو افغانیو ته  رسیږي چې د تېر کال په پرتله ۲.۱ سلنه زیاتوالی ښکاره کوي او د ۱۵ کالو مخکې په پرتله چې سرانه خالصه عاید ۱۵ زره افغانۍ ښودل شوی وو درې برابره ډیر شوی دی، چې دې  شمیرو ته په پام اقتصادي حالت کې پرمختګ راغلی دی.

د وروستیو کلونو په ترڅ کې د پانګونې په برخه کې د یادو لوړو او ژورو  سره سره د رامنځته شویو تشو ډکېدل په اقتصادی برخه کې یوې غښتلې ارادې ته اړتیا لری، ترڅو افغانستان له شته حالاتو څخه رابهر شي او د مطلوب وضعیت په لوري چې د ټولو افغانانو غوښتنه ده روان کړل شي. نو په دې حساسو شېبو کې د هېواد د اقتصادي پرمختګ پروړاندې نا امني او د پانګه اچونې تیښته یو جدی ګواښ شمېرل کیږی، حکومت مکلف دی چې دا ستونزې کمې کړي او په پیاوړو ارادو سره لاس په کار شی، چې د پانګونو په پرمختګ او د اقتصادي وضعیت په ښه کېدو سره، هېواد له دغو حالاتو څخه وباسي.

په هېواد کې  پنځه زره کاله وړاندې د ډول ډول مسکوکاتو،کلالي صنعت او ډيرو فلزي وسايل او لوښو لرونکي او وروسته بیا د ډیریو څیزونو په جوړیدا کې له اوسپنې څخه کار اخیستل کیده چې د ډيرو هلو ځلو په پايله کې پرمختګ کړی دی او په ښه ډول يې خپل صنعت ته وده ورکړې ده.

حمیدالله فیضي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply