ګل اندامه ……. افسانه

0 1,616

 

ګل اندامه ……. افسانه

ګل اندامه لا وړه وه …چې خاپوړې به یې کولې نو د پلار لور ته به ېي اوکتل…. هغې د وړکوټې ذهن کښې د پلار مينه فطرې وه او د پلار په ذهن کښې د هغې د مينې د پاره پښتو او رواياتو تور جالې جوړې کړې وو …هغه ته د ګل اندامې د پېداش سره سم خپلې اوږې درنې او ټېټې محسوسيدې ….د احمد په پېداش خو ټول کلې د خوشحالې نه پړق چاودو …..د کلي د يو سر نه تر بل سره پورې د پېندزو او غونګين ټوپکو دزې وې چې د ختمېدو نوم ېي نه اغستو ….حجره د ميلمنو نه نه خالي کېده څو څو شپې د حجرې مجلسونه او صحبتونه ښه په درز کښې راوان وو ….کلې محلت هلکان به سم د ماښامه د *صحبت غوښتو د پاره د شاه دوران خان دکور دروازې سره راغوند شو
او په غبرګ اواز به ېي د صحبت غوښتو هغه لرغونې سندره زمزمه کول پېل کړل ….
خدايا ! که ته ېي لوې کړی
خدايا ! که ته ېي پاتې کړې
د ټوپک د ګرزولو ېي کړې
د مرغو د وېشتو ېي کړې
کور ته ېي راوړو ېي کړې

شاه دوران خان پخپل جلالي او غضباناک صورت له کوره راووتو د خوشحالې نه په جامو کښې نه زايدو ‘زر زر جېب ته لاس کړو د لسو لسو روپو لوټونه ېي راوغستل د کلي ماشومانو له ېي صحبت ورکړو ….
ماشومانو په ېو اواز بيا د صحبت هغه سندره زمزمه کړه …..

خدايا !!!! که ته ېي لوې کړې
خدايا !!!! که ته ېي پاتې کړې

او په دغه خوشحالو کښې کورونو ته راوان شو ……

حجره د امبارکي د پاره د راغلي مېلمنو نه دکېده او تشېده ‘
په حجره د خاندان د وراث په راتګ مجلسونه ښه ګرم وو
عن تر دې د ښار نه هم سندرغاړي راغوښتل شوي وو …
ورپسې ېيا د ا حمد عقېقه (سر کله کول) …..
څومره ښادۍ وې د شاه دوران خان په کور او محلت د خوشحالو باران وو

بيا چې احمد د اتو مياشتو شو د خاپوړو د پېل کېدو هم درون خېرات اوشو …..مور ېي منلې خپلې ټولې جامې د کور مذدورۍ زرېنې پاپو له ورکړې …..
په اولنې قدم اغستو خو شاه دوران خان د خپل شان سره سم
لوې درستوره اوکړه …..
په دغه وخت شاندانه ايله د څلورو کالو وه ….د مور سره کېناسته وې مورې ما چې پل اغستو نو هم بابا داسې خېراتونه کړي وو …مورې غلې شوه لکه د هغې سره چې هېڅ جواب نه وي ….په دوېم زل چې هغې پوښتنه اوکړه نو مور ېي په قهر جنو سترګو هغې ته اوکتل او بيا ېي ورته وې نه نه نه نه
د جينکو سره دا خبرې نه وي …..
ګل اندامه ژړه غونې شوه او د کور په دالان کښې د خوبانۍ ونې خوا ته به راغله په هټکو هټکو به ېي اوژړل ….دوه درې زله خان هم د دغه خوانه تېر شو خو هغه لکه چې ړوند وي او په رښتيا چې هغه ړوند وو ….د جينکو په هر خواهش د هغه زړه ذهن دماغ هر څه ړانده وو …….

د احمد د سکول د داخلېدو وخت هم راغې ….ګل اندامې به د زان سره سوچ کوو ‘چې هغه سحر وختې پاڅېدلې ده ‘د سکول ښاسته شين قميس او سپېن پرتوګ کښې سکول ته راوانه؟ده .د پولو پټو په دغه لاره په منده منده سکول ته رسي ..استاذ سره په زوره زروره واې …الف باندې انار …..بې باندې باز …..
ت باندې تختې …..ج باندې جهنده …….
خو د خوږو خېالونو دغه تسلسل ورله مور بيا په دې جواب مات کړې ….جينکې د کور او خاندان حيا وي هغوي باندې څو ک سبق نه وې ……
او هغه د خپلې ملګرې د خوبانې د ونې سره کيني اوژړاي
هغې ته داسې محسوس کېږي لکه چې دا ونه هم د هغې سره ژاړي لکه چې دا ونه هم جينۍ وي ……
تېرېدل ….ګل اندامه چې د اتلس کالو شوه نو د ښاستونو سپرلو ېي ښکلا يو په دوه کړه ‘د هغې په وجود خور د جمال رنګونه ….دنګه ونه لکه د کور هغه خوبانې ونه …لوړه پوزه لکه د عرافات دېرۍ …..
او بيا چې د ګاوندې شکر دين کاکا زوي ستار سره د هغې د

د هغې مينه د هغې د ژوند په تورو تېرو کښې د رنا زېرې وو ..
د ستار بې لوثه مينه وه او هغې په تېرو اتلسو کلونو کښې چرته مينه ليدلې نه وه ……لوظونه اوشو …وعدې اوشوې …..
خو د هغوې ېو کېدل لکه اور او اوبه وو ….لکه د سين دوه غاړې
او بيا د څوارلسمې سپوږمۍ په يوه شپه په چت د ګنګوسې په اواز د شاه دوران ټول غېرت د غوګين ټوپک په دوو دذو ګل اندامه او ستار د مرګ په خوب اوده کړل او د شاه دوران شمله نوره جېګه شوه ……شکر دين کاکا د خپل زوي تپوس نه شو کوې خو خپل سر ېي د څلوښت کالو په نمک حلالي او منتونو اوبخل شو ………

درې کاله د ګل اندامې په مور په اور کښې تور شو …د پښمانې او د ګناه احساس هغه زرې زرې کړې وه ….هغه به هر سحر هم د هغې خوبانې د ونې لاندې کېناسته د خپلې لور وېر به کاوه ….شاه دوران غېرت لا نور دېر شوې وو ….

د خوبانې د ونې سره د ګل اندامې هغه مينه هغې ته ياده وه او هم پرې خان خبر وو …
هغه به چې وزګاره شوه نو زر به تر خوبانې ونې ورسېده او سلګو به اونيوه ….خپله ګل اندامه به ورته راياده شوه …د هغې د عمرونو بې بسې به ورته مخې ته شوې خو هغې به هم لکه د ګل اندامې غوندي د خوبانې د ونې سره سکون بياموندو ….
او هغه بل پرون خان چې په قهر او غضب کور ته راننوتو نو غږ ېي کړو د احمد مور پرده اوکړي دا سړې راغلې چې دغه کار اوکړي ‘هغه حېران تر پردې شاته شوه …
سړې د تېره تبر سره د خوبانې په وجود ګوزارونه پېل کړل …
خوبانې په وجود هر ګزار د ګل اندامې مور په زان محسوسه وو
خداې خبر چې خوبانې ونه به کله پرېوتې وي خو د ګل اندامې مور د ژوند د غمونو نه خلاصه شوي د جنت په لور تلي وه
او نن په رښتيا چې هغه د احمد مور نه د ګل اندامی مور وه

داکټر همدرد ېوسفزې …..ايبټ اباد

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply