د “سینا وردګ” د نقاب ترشا کیسه څه ده؟

0 2,803

یووېشتمې پېړۍ کې د انټرنت او ټولنیزو شبکو رارسېدو، د شاعرانه او تخیلي شخصیتونو جوړول، ښایسته انځورول، باتور او مېړني کول او په داسې مرګ وژل چې تلپاتې شي، خورا اسانه کړی دی.

څو ورځې وړاندې یو شمېر افغانانو پر فېسبوک داسې یو څوک له لاسه ورکړل چې “ښه جذابه او ښکلې وه” ګواکې په امریکا کې یې زدکړې کړې وې، پر هېواد مینه وه او “ښې طرحې یې درلودې”، د یو شمېر چارواکو له چارو ښه خبره وه، د ښځو پر بد حال یې زړه خوږېده او پر ایتونو او احادیثو پوهېده.

دا د فېسبوک “سینا وردګ” و/ وه چې له کلونو راهیسې یې ډېر افغان پلویان خپل کړي ول، او ظاهراً د ورپېښ سرطان له کبله د اکتوبر پر ۱۷ مړ/ مړه شوه. اوس معلومه شوې چې عکسونه به یې د یوې عربې نجلۍ له حسابه را اخیستل او کارول به یې.

څو لسیزې وړاندې، د هالیووډ سینما یو له تر ټولو مشهورو فلمونو، شاوشنک رېډمپشن کې، یو بانکدار چې د خپلې مېرمنې د وژنې په تور بندي دی د زندان د مشر د تورو پیسو لپاره د یوه نشت کس په نامه د بانک حساب پرانیزي او په زرګونو ډالر پکې اچوي. کله چې له زندانه تښتي لومړی، په خپل لاس د جوړ شوي مجازي انسان ځای ډکوي او ټولې پیسې باسي.

د جعلي خبرونو خپرول او د خلکو غولول ډېره نوې خبره نه ده، خو تېر ۲۰۱۶ زېږدیز کال کې د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړو، د ډونلډ ټرمپ او هېلاري کلنټن پرضد او ملاتړ پر ټولنیزو شبکو خپرو شویو خبرونو، د Fake News یا جعلي خبر اصطلاح تر هر بل وخت ډېره عامه کړه.

د مستعار نوم کارول هم د افغانستان په ګډون په ډېرو هېوادونو کې د لیکوالو او فعالینو ترمنځ کارېږي، خو د “جوړ شوي کس” ژوند ته په تراژیديکه بڼه پای ورکول دي چې اوسنۍ مسله یې جالبه کړې ده.

د “سینا وردګ” د اند ځینې مینه وال په تمه دي چې ګوندې” پخپله شخص راپیدا شي”.

د “سینا وردګ” ځانګړنه او مینه وال

د سینا وردګ حساب د افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو مسلو داسې لیکنې کولې چې د ډېرو په اند د قدر وړ وې.

پېژندل شوی افغان نقاش حمدالله ارباب بي بي سي ته وویل، کله چې ده د “لور تحریک” په ۲۰۱۵ کال کې پیل کړ چې له ښځو سره د انساني چال چلند او د هغوی د حقونو په اړه د پوهاوي په پار کار کوي، د سینا وردګ حساب ورسره ډېره معنوي مرسته کړې ده. ښاغلی ارباب وايي: “په دې برخه کې موږ له نالیدلو کسانو سره هم تماس درلود او د هغوی د ملاتړ او مرستې هرکلی مو کاوه. د سینا وردګ په نامه فېسبوکي حساب موږ ته ډېرې ښې لیکنې را استولې، احادیث او نور اسلامي موضوعات به یې رالېږل او موږ اوس هم له دغه اکونټه منندوی یو.”

احسان اللهد انځور حقوقFB, EHSANULLAH
Image captionد سیناوردګ حساب پر مړینې ډېرو خواخوږي څرګنده کړه.

انجنیر روح الله ویاړ چې په خبره یې له “سینا وردګ” سره یې ډېره نژدې فېسبوکي اړیکه درلوده وايي د افغانستان او په تېره بیا د وردګ ولایت لپاره یې “ډېرې جالبې طرحې درلودې” او “وړاند وینې به یې رښتیا کېدې”.

ښاغلی ویاړ وايي: “د وردګو په اړه ډېره پوهېده، مشران یې پېژندل” او د ده په وینا د ولایت په کچه د “ډېرو ناستو له جزییاتو به خبره وه.”

خو بي بي سي سره مرکه کې د وردګو د ټولنې فرهنګي مسول هیات الله حلیم یې شهرت، دغه حساب ته د غوره شوي “جذاب عکس” له امله بولي. ښاغلی حلیم وايي: “زموږ خلک د دې په څېرې مین شوي ول.”

ښاغلي حلیم زیاتوي: “دا چې داسې ښکلې عربه نجلۍ عکس یې غوره کړی و چې هم افغانانو ته ورته وه او هم یې حجاب کړی و، نو د ډېرو پام وراوښتی و.”

سینا جعلي
د انځور حقوقFB
عزت
د انځور حقوقFB, EZATULLAH
Image captionدا کاروونکی یې لاملونو ته اشاره کوي.

لوړو څوکیو کې د دندې د ترلاسه کولو تمه، د ښاغلي حلیم په وینا یو بل لامل و چې “یو شمېر مدني فعالان”یې ځان ته ورمات کړي ول. روح الله ویاړ هم وايي چې “ما ته یې وویل چې دې ته د وزارت وړاندیز شوی و.”

ښه که بد؟

سره له دې چې ډېری کسان وايي د سینا وردګ حساب د خیر ښېګڼې پر کارونو څرخېده، خو ښاغلی حلیم اندېښنه څرګندوي چې د فېسبوک دغه کاروونکي “زموږ له ځوانانو ډېر معلومات ترلاسه کړل.”

ښاغلی حلیم وايي: “کېدای شي یوه لویه شبکه وي، ځکه معلومات او طرحې یې د یوه کس له توانه پورته وې او نور اهداف به یې هم درلودل.”

خو ښاغلی ویاړ بیا وايي چې “وطن ته یې نیت ښه و” او “چا ته یې د شخصیت توهین هم نه دی کړی.”

دی زیاتوي: “ما ته یې ویل چې په کندهار کې یې پوهنتون پیل کړی او عکسونه یې هم راته راولېږل، همدارنګه یې ویل چې په مزارشریف کې د یوې شفاخانې د جوړولو هوډ هم ورسره و.”

ارباب
د انځور حقوقFB, ARBAB
Image captionحمد الله ارباب د لور په نامه تحریک جوړ کړی چې وايي، د سینا وردګ حساب ورسره مرسته کوله.

یو څه چې ډېر پرې په یوه خوله سلا دي د ښاغلي ارباب خبره ده چې “له اخلاقي پلوه د بل چا په نوم حساب جوړول ښه کار نه دی”.

دی وايي: “د یوې عربې عکسونه په بل نامه خپرول هم ډېر غلط کار دی، باید یې کړي نه وای، خو لیکنې یې د قدر وړ وې.”

نوم، عکس، غږ او مجازي شخصیت

د سیناوردګ حساب سره اشنا خلک وايي، په ۲۰۱۵ کال کې یې ځان څرګند کړ. ښاغلی ویاړ وايي پر همدې کال “ورسره ملګری شوم او ویل یې په امریکا کې ده.”

انجنیر ویاړ زیاتوي، “دا چې زموږ په ټولنه کې ښځې د بېلابېلو ستونزو له امله خپل هویت نه شي څرګندولی” یوه ستونزه ده خو “زه ورسره پر فېسبوک مسېنجر غږېدلی یم او غږ مې یې اورېدلی دی.”

ښاغلی ویاړ وايي:”د وردګو لهجه هم لري. ما ته یې ویل د وردګو د تنګي ده او لور یې نیلوفر وردګ نومېږي.”

ارباب
د انځور حقوقFB, JAMEEL
Image captionافغان انځورګر حمدالله ارباب وايي، د خواخوږۍ له مخې یې د سیناوردګ په نامه د خپاره شوي عکس نقاشي وکړه.

خو د وردګو د ټولنې مرستیال ښاغلی حلیم وايي، دوی د وردګو تنګي سیمه کې له خلکو سره تماس نیولی او “هلته یې هېڅوک نه پېژني.”

ښاغلی حلیم وايي: “په افغانستان کې په دې نامه څوک وجود نه لري” او ښاغلی ویاړ وايي، “که څوک و یا نه و اوس یې ډرامې مشکل جوړ کړی دی.”

د دې حساب د “ډرامې” اغېز تر ډېره پر دې پورې اړه لري چې څوک څنګه او څومره ورسره بوخت یا پکې ښکېل ول.

افغان انځورګر ارباب وايي، دا چې “زموږ په کورنۍ کې سینا وردګ یو پېژندل شوی نوم و، د مرګ د خبرې له خپرېدو سره یې زما ټوله کورنۍ متاثره شوه.”

“له پاک زړه، تېر اېستل شوو”

د نژدې یوه کال لپاره د سینا وردګ حساب د ډېرو نورو حسابونو په شان عادي چلېده، یو شمېر مینه وال او د ښاغلي حلیم په وینا، “په تمه ناست ځوانان”یې درلودل، خو “په ۲۰۱۶ کال کې بل فېسبوکي حساب چې ویل یې د سینا وردګ لور ده، د دې د سرطان خبره وکړه” او د ښاغلي ارباب په وینا، دې له سینا وردګ سره د ډېرو خلکو زړه خوږی پیدا کړ.

د دې “غمجن خبر” خپرېدو سره د سیناوردګ د رغېدو لپاره دعاګانو د ډېرو افغان فېسبوکیانو پاڼې وپوښتلې او احساسات راوپارېدل. د دې خبر او په ناروغۍ کې د یوې اوږدې مودې لپاره د “سینا وردک”حساب پاتې کېدل، د شهرت، غمرازۍ او د دغه مجازي شخصیت د اصلي کولو لپاره ډېر ذهنونه اماده کړل.

دعاګانې روانې او احساسات لا په جوش کې ول چې څه موده وړاندې “لور یې د مور د مړینې خبر پر فېسبوک خپور کړ.”

بومیا
د انځور حقوقFB, ZIA BUMIA
Image captionځینې له دې خوښ دي چې په دې مسله کې ښکېل شوي نه دي.

ښاغلی ارباب چې له دې پېښې ډېر متاثر شوی و وايي: “ما د دې خبرې په اورېدو د زړه سوي او انسانیت له مخې د هغې انځور جوړ کړ او نیلوفر وردګ ته مې واستوه.”

د “پاکو احساساتو” څپو تر فېسبوک ورهاخوا د رسمي چاپي رسنیو پر کارکوونکو هم اغېزم وکړ او د افغانستان یوې پېژندل شوې ورځپاڼې، هېواد یې هم پر مړینې خواشیني څرګنده کړه او عکس یې خپور کړ.

خو کله چې ځینو فېسبوک کاروونکو د سینا وردګ په نامه د خپرېدونکو عکسونو اصلي سرچینه وموندله چې عربه نجلۍ ده، ډېر یې حیران، یو شمېر یې پرېشان او ګڼ شمېر یې وخندول.

باید پام وکړو
د انځور حقوقFB, WAHEED ATIF

ډېری د دوی په وینا، “له وطن او خلکو سره مینې” وغولول.

د هېواد ورځپاڼې مسول چلوونکي زلمي شهباز بي بي سي ته وویل:”موږ په پاک زړه وغوښتل د داسې یو چا هڅې وستایو چې هېواد ته خدمت کوي.”

ښاغلی شهباز د هېواد ورځپاڼې د “ښو او مسلکي فعالیتونو” ترڅنګ دا “یوه تېروتنه” بولي او له خپلو لوستونکو بخښنه غواړي، چې رسماً به د شنبې ورځې ګڼه کې چاپه شي.

خو ښاغلي ارباب ته د سینا وردګ د مړینې خبر داسې دوه ګونی احساس پیدا کړی و چې وايي:”هم حیران شوم او هم خندا راتلله.”

“کېدای شي سینا وردګ راپیدا شي”

د سینا وردګ حساب مینه والو کې ځینې اوس هم بشپړ ناهیلي نه دي. روح الله ویاړ چې د ده په وینا سیناوردګ ورته ویلي ول چې د ۲۰۱۸ کال جون میاشت کې به افغانستان ته ځي وايي:” که دا بیا هم ژوندۍ وي خوشحالېږم، امید لرم چې ژوندۍ وي او هوډ او طرحه یې عملي شي”.

خو ښاغلی حلیم چې فکر کوي سیناوردګ فرد نه بلکې شبکه ده، د دې په اصطلاح مرګ د کار پای بولي او وايي،” کېدی شي معلومات بشپړ شوي وي.”

قرار
د انځور حقوقFB, MAJEED QARAR
Image captionځینو افغان لیکوالانو پر دې مسلې ټوکې کړي.

د سیناوردګ او نیلوفر وردګ په نامه فېسبوکي حسابونه ښکاري چې نور فعال نه دي، خو ښايي د دغو حسابونو تر شا فعال دماغ به اوس هم کار کوي او په “ډرامه” کې د ښکېلو کسانو نندارې ته به ناست وي.

موږ ته ښه سبق شو

ښاغلی ارباب چې نن سبا یې ملګري په دې تنګوي چې ولې یې د سینا وردګ په نامه د عربې نجلۍ نقاشي کړې وايي:”موږ له دې یو لوی سبق واخیست. ډېر باید دقت وکړو چې له چا سره په تماس کې یو”.

غفار
د انځور حقوقFB, GHAFAR KAAKAR
Image captionدا کاروونکی لیکي چې څنګه د رښتیا او نارښتیا کسانو پېژندنه کوي.

ښاغلی ارباب اندېښمن دی او وايي: “د دې کار منفي اغېز دا شو چې ځینې خویندې چې په رښتیا شته دي خو به مستعار نوم لیکنې کوي، اوس به څوک هغوی ته اهمیت نه ورکوي.”

په نړۍ کې د پرمختللو وسایلو، استخباراتي جګړې او هره ورځ بدلېدونکي ټکنالوژۍ په ډګر کې، ښايي دا ډېره بې اهمیته خبره وي. په تېره بیا چې په لوېدیځو او ځینو اسیايي او افریقايي هېوادونو کې د خلکو د غولولو لپاره پرمختللي چل ول ته وکتل شي.

خو د افغانانو لپاره چې پکې ګڼو کسانو، د لومړي ځل لپاره د پرمختللې ټکنالوژۍ له ډګره موبایل لمس کړی او له انټرنت او وېبپاڼو یې فېسبوک د لومړي ځل لپاره پرانیستی، دا لوی درس وي.

مجازي دنیا ته ښه راغلاست.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply