کاتب فیض محمد لنډه پیژندنه /ل:خراتیشویلی.ګ.س – ژ:همایون.دوست 

0 2,002

کاتب فیض محمد لنډه پیژندنه
لیکوال:خراتیشویلی.ګ.س 
ژباړن:همایون.دوست 

ملې نومیالې شخصیت فیض محمد هزاره کاتب، شاهې دربار کتابتون پیښلیکونو ته نیغه لاسرسې، په بڼست، معیاری طریقې په کارولو، احمدشاه بابا له امپراطورۍ تر “بچه سقاو” تیاره مزاجه داړە ماره واکدارۍ، پیښو د بهیر لوړو ژورو کره بیانولو، لومړنې افغان مؤرخ دې، چې اثار یې کورنیو او باندینیو (ختیځ ولویدیځ) مؤرخینو په تایید، باوری معتبره سرچینه او هراړخیزه معلوماتو راوړنو، ریښتینې بډایه خزانه ده.
اړینه ده یاده شی،چی څه شمیر بدنیتي متعصبین د قُم سیغه شوقو اخوندانو په دستور، لمانځغونډو په پلمه د ارواښاد روح هم په کرار نه پریږدي، دوی عموماٌ د هزاره کاتب علمي اثارو په تحریفولو او له دی ادرسه قومی او مذهبی شخړو ته په تیل شیندنۍ، خپل د کینی پړسیدلي زړونه تش وی؛ وړه بیلګه یې مصنوعی پیژندلیک ته د «علمې څیړنۍ!» نوم:«درجنگ خونين ميان شيعه و سني در در جبهه «اندر» لباس جنگجويي به تن کرد… رهسپار نجف مي‌گردد و در آنجا به تحصيل پرداخته…»
(ژباړن) ***
فیض محمد په (۱۸۶۲) کال غزنې ولایت په قرەباغ کی سترګي غړولې،پلار یې سید محمد نومیده، محمدخواجه قبیلی هزاره توکمې ګروندګر ؤ، ده دودیزه جومات زدەکړه پاې ته رسولې،چی افغان-انګلیس جګړی په ترڅ کی (۱۸۸۰) د ناامنی له ګواښه کورنۍ «ناهور» سیمی ته بیځایه کیږی او دی کندهارته ځی، د مودی وروسته، د هندوستان لاهور بیا پیښور ښار کې استوګن کیږې، چی د فقهې علوم برسیره اردو او انګلیسې ژبي زدە کوې، په (۱۸۸۷) په ژمې کی بیرته امیرعبدالرحمان خان د امارت ساړو موسمې پلازمینه جلال آباد ښار ته ځې،همدلته د سرورخان اسحاکزی(چی د سردار نصرالله خان مستوفې او لیکوال ؤ) له خوا سردار حبیب الله خان ته د خطاط په نامه ورپیژندل کیږی، د سردار په سپارښتنه یو لړ درباری اسنادو او اثارو وراستي شوي خطي نخسي روغاولو سره، دی د کاتب په دنده پاتی کوی،چی له همدی وجی په هزاره کاتب شهرت مومې.
امیر حبیب الله خان چی خپله لوستې واکدار ؤ د هزاره کاتب ځیرکتیا په قدر ښه پوهیده، ځکه یې په خپل پیر کې (۱۹۰۱-۱۹۱۹) رسمې د دربار دارالأنشا غړی او( محدود زمان په ترڅ کی) «افغانستان د تاریخ» لیکلنه وسپارله.
په لومړې ګام کی فیض محمد د خپلی ټاکلی نیټه پوری په ژمنتیا دوه ټوکه کی د «تحفه السراج» په نامه خپل تالیف امیر ته وړاندی کوی، چی د وخت لږوالی په وجه لیکنه لنډه او ډیر مطالب په کی نه ؤځایه شوی، نو ځکه هزاره کاتب ته د ژوند ځینی اسانتیاو برابرولو تر څنګ د تاریخ لیکنی په موخه بی قید او شرطه ازاد اختیاری وخت ورکوی، دی هم په فرصت او په ډیر زیار ارزښتناک ګڼشمیر ټوکیز اثر«تاج التؤاریخ» لیکنی او پلټنی ته خپل ژوند ځانګړی کوی.
(امیر حبیب الله خان په خپل پیر کی په یو لړ ټولنیزو بدلونونو لاس پوری کړ، چی په بهیر کی لومړني روښانفکره قشر وټوکید؛هغوی د «مشروطه خواهانو» په نامه غورځنګ کی سره ټول او د پراخه مدني سمونونو غوښتونکي شول، چی د وخت حکومت ته د منلو نه ؤ، بالاخره یی په ۱۹۰۹ کال د دوی په ځپلو ودانګل، چی یو شمیر په پړي له غاړی ځوړند او نور یی زندان د تمبو شا ته واچول، په دی تړاو د هزاره کاتب نوم د نیول شوو بندیانو په لیست کی ؤ،خو کله چی امیر په خبریږی، دی له بنده ژر ازاده وی، چی «تاج التواریخ» پلټني په بشپړه سرته ورسوی ).
هزاره کاتب د «تاج التواریخ» لیکنی تر څنګ د «سراج الاخبار» اخبار چی د محمود طرزې په مدیریت خپریده، نژدې قلمې مرستیال ؤ.
د غازې امان الله خان په پیر کی فیض محمد هزاره په افغانستان کی (هغه مهال د معاصروعلومو د تدریس یواځینی ښوونځې)«حبیبه لیسی»کی د استادی دندی سره موازی د درسي کتابونو په تالیفاتو او چاپ کی لویه ونډه درلوده.
په ۱۹۲۹ کال د بچه سقاو په حاکمیت کی، دی د یوه ډله مرکه چیانو په مشرتابه مؤظف کیږی چی په هزاره جات کی د جرګې له لاری هزاره قوم وهڅوی چی امانې ملاتړ له دریځه د ده په ګټه واړوی، خو په ټاکلی دنده کی پاتی ګڼل کیږی، نو د سقاوی وحشي لنډغرو په لاس عمرخوړلۍ ۷۰ کلن علم پالی ډیوه روښانه ساتولو دروند مشر په دُورو بیرحمه وهل کیږی،چی په پښو د اودریدا رمټیا بایلی او د ۱۹۳۱ کال د فبروری په ۴ځان حق ته سپاری. کابل د خواجه صفا غره لمن، د میرزا محمد ناصر په هدیره کی خاورو ته وسپارل شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply