د مینې معیار / حضرت عثمان نوري

0 965

مینه او محبت د نفرت ضد کلمه ده او معنا یې یوځای والی او یو تر بله ښې اړیکې پالل دي. دا چې مینه له مینې پیدا کیږي، نو له دواړو لورې یې رضایت لومړی شرط بلل کیږي. په ټولنیز ژوند کې مینه له هرڅه سره کیدلی شي، لکه مینه له جانان سره، مینه له والدېنو ( مور او پلار) سره، مینه له قران کریم سره او مینه له حضرت محمد (ص) سره؛ ددې وروستۍ مینې مثال چې مینه د دواړو جهانو سردر حضرت محمد (ص) سره کیدلی شي، کولی شو چې په دې جمله کې یې ثابت کړو، لکه څرنګه چې د عبدالرحمان بابا صوفیانه شاعري ددې څرګندونه کوي چې ګویا بابا په هغه (ص) زړه بایللی وو.

اوس اصلي خبره دا ده، چې په اوس وخت کې مینتوب په ښایست وشي؛ که په زده کړه؟ دا هغه پوښتنه ده چې د لیکنې په لوستلو یې ځواب موندلی شئ. دا چې ښایست د زده کړې سره څه توپير لري؛ دواړه جلا موضوعګانې دي، یعنې ښایست له زده کړې سره دا توپير لري چې ښایست د وخت په تېرېدو سره له مینځه تللی شي، خو زده کړه د وخت په تېرېدو سره د مینځه نه شي تللی. یو بل ستر توپیر یې دا هم کیدلی شي، چې د ښایست ساتنه به څښتن کوي، خو زده کړه انسان خپله له هر ناوړه کار ساتلی شي.

دا چې هېواد مو له بده مرغه ډېر وروسته پاتې دی، نو لازمه ده چې موږ تر هر څه وړاندې لومړیتوب زده کړې ته ورکړو، یعنې اوس ددې وخت دی چې موږ ټول پام یواځې د علم لاسته راوړلو لپاره وټاکو او د خپل فامیل (کورنۍ) ټول غړي زده کړو ته وهڅوو.

زده کوونکی د یوې شمعې په څېر دی، که شمعې ته اورلګیت ونه وهل شي، نو نه روښانه کیږي، یعنې بې ګټې ده او له رڼا یې ګټه نه شو اخیستلی، خو که همدغې شمعې ته اورلګیت ووهو او روښانه یې کړو، نو د تګ راتګ او ډېرو نورو کارونو لپاره ترې ګټه اخیستلی شو.  دغه مثال د زده کوونکي هم دی؛ که په زده کوونکو کار وشي او د روښانه راتلونکي لپاره يې روحیه پیاوړې کړو، نو کولی شو چې له یو پڅ مغزي زده کوونکي ستر شخصیت جوړ کړو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply