هېوادپالنه / ګل اکبر راحل ځاځی

0 1,146

هېوادپالنه یو ډېر دروند اثر دی. د يو چا له خپل هېواد سره مینه د هېوادپالنې په نامه یادېږي. هغه څوک چې له خپل هېواد سره له بل هر څه زیاته مینه لري د هیواد پال «وطن‌پال» په نامه یادېږي. هېوادپالنه انسان هڅوي چې هر څه د هېواد د هوساینې او پرمختګ له‌پاره وکړي. دا د کیفیت هغه لمسونه ده چې خپله ټوله شتمني، راحت، خوشالي او حتا خپل ژوند د خپل هېواد له‌پاره قرباني کړي.

د هېوادپالنې اړتیا
د هېوادپالنې کلمه هېواد او هېوادوالو ته د ښېګڼې د کیفیت د یوې ټولګې د ښه‌والي له‌پاره مرسته غوښتل دي چې له صداقت، مسولیت، تعهد او ښه خدمته عبارت دي. د هېوادپالنې شوق یو انسان وظیفه‌شناس، باانرژي او علاقمند کوي.
هېوادپاله خلک د هېواد قانون ته درناوی لري، مالیات ورکوي، د هېواد د پرمختګ لپاره کار کوي او هر هغه څه چې د هېواد او هېوادوالو په ګټه وي تر سره کوي یې. هیڅکله هم هغه څه نه کوي چې دملي ګټو په زیان وي، جرمي کړنې نه تر سره کوي د ټولنې پر ضد او حکومت ضد فعالیتونو کې ونډه نه اخلي، هر وخت د هېواد وقار او عزت لوړ ساتي، هېواد او هېوادالو ته درناوی کوي.

رښتیني هیوادپال د هېواد ازادي، خپلواکي او ارضي تمامیت لوړ ساتي او که یې د هېواد له‌پاره د ژوند قربانولو ته اړتیا شوه، نه یې سپموي. موږ د هېوادپالنې پرتمین او د قدر وړ هېوادپاله احساسات او قربانۍ لرو چې خپل هېواد او هېوادوالو ته یې ورکړې دي.

د مثال په توګه غازي امیر امان الله خان هغه څوک و چې د هېواد او هېوادوالو د پرمختګ او ازادۍ له‌پاره یې ناستړې هلې ځلې کړې دي، همدا هېوادپالنه وه چې نن هغه د ملیونونو افغانانو په زړونو کې ځای لري.

د هېوادپال او هېوادپلور تر منځ توپیر
په یوه ټولنه کې هېوادپاله شخص باوقاره او د احترام وړ وي، له هېوادپال سره د یوې ټولنې ټول وګړي بې له کوم شخصي هدفه مینه لري، سره له دې چې هغه به نه شتمني لري او نه هم قدرت، اما په ټولنه کې به د بل په نسبت د هغه نفوذ د لیدلو وړ وي.

شاعران د هېوادپاله شاه‌زلمو له‌پاره شعرونه وايي، هنرمندان یې زمزمه کوي او هېوادوال د هغه هېوادپالنې ته په ژوند او مرګ د احترام سلامي کوي.
رښتیني هېوادپال له مرګه وروسته هم د قدرداني له‌پاره یادېږي او د یو هېواد سرمایه ګڼل کېږي. واقعي هېوادپال هیڅکله هم نه مري، ځکه چې هغه د خلکو په زړونو کې اوسېږي.

له بله پلوه که هېواد پلورونکي د قدرت او شتمني په زور یو څو ورځې پر خلکو راج وچلوي، خو د تولنې د وګړيو په زړونو کې یو بې‌وقاره او بې‌عزته شخص پېژندل کېږي، سره له دې چې هیڅوک ورته احترام نه لري، بلکې هیڅوک یې ستاینه هم نه کوي او همدارنګه رټلی او له زړونو وتلی له دنيا هم ووځي.

د هېوادپالنې ګټورتوب
هېوادپالنه یو څوک له هېواد سره مرستې کولو ته هڅوي او په هغه کې د هېوادوالو له‌پاره د ورورولي، همکاري او رحم احساس را ژوندی کوي. که څه هم هېوادپالنه موږ ته له هېواد سره مینه را زده کوي؛ نو رښتیني هیوادپال نه باید له نورو ملکونو کرکه وکړي، بلکې نورو ملکونو ته احترام ولري او مینه ورسره وکړي. هېوادپال هر وخت پر خپل هېواد او هېوادوالو افتخار کوي.

د تعصبي هېوادپالنې زیانونه
متعصبه هېوادپال چې (Chauvinismm) په نوم هم بلل کېږي، د یوې ټولنې د افرادو له‌پاره خطرناک ګڼل کېږي. متعصبه هېوادپال معمولاً د نورو د متضرر کولو له‌پاره رهنمایي کېږي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply