وایي «زدهکړه به مو د سیالانو سیال کړي!»
پوهنه هغه رڼا ده چې هر څوک ورته د لیدلو یو شان حق لري. الله «ج» د نوعيت په لحاظ نر او ښځه یو ډول پیدا کړي دي؛ نو د ښځینه پوهنې په اړه به کوم ښکاره د نظر اختلاف موجود نه وي، په همدې خاطر پوهنه باید عمومي وي.
یوه ښه مور یو ښه وطنوال راته روزلای شي؛ نو که غواړو چې ښه او روزل شوي وطنوال ولرو؛ نو ښځینه پوهنه لا اړینه اېسي. ښځینه پوهنه زموږ په هېواد کې یو نوی شی نه دی، حکومت باید اولس تعلیم کولو ته وهڅوي او ښځینه کهول ته داسې تربیه ورکړي چې په ټولنه کې زدهکړه اجباري شي، لکه څنګه چې ناپلیون ویلي دي «یوه تربیه شوې مور راکړه او یو تربیه شوی وطنوال رانه واخله» له تربیه شوې موره هدف په څرګند ډول یوه زدهکړې مور ده، يانې پر دغه لومړيتوب داسې ټينګار نه دی په کار له متنازع موضوع چې وي.
نن سبا په یوه ټولنه کې د ښځو اهمیت د نارینهوو په شان دی په دې چې دوی زموږ د ټولنې نیمايي نفوس جوړوي؛ نو پر دې حقیقت باید سترګې پټې نهشي چې هغه حقوق او کارونه چې نارینه یې تر سره کوي ښځينه هم ونډه پکې لري. که زمینه ورته مساعده شي د هغوی وړتیا، طاقت او ظرفیت به پوره وغوړېږي او هغه ملت به له هره پلوه په ځان سنبال ملت شي.
هیڅ ملت تر هغو ترقي او پرمختګ نهشي کولای چې د خپل نفوس نیمایي ټوله برخه یې په تیارو کې ژوند کوي، یو ځل بیا وایم چې بې له زدهکړې، ښځینه طبقه په معنوي او اخلاقي ډول نهشي پورته کېدای؛ نو په دې خاطر باید د ټول ولس ښځینه طبقې ته د تعلیم حق ورکړل شي او دا زمینه ورته مساعده شي.
که له یوه اړخه د یو ماشوم په کرکټر او اینده جوړونه کې د مور رښتینی تمرین او تاثیر اهم رول لري له بله پلوه د هغه د غوره سرنوشت جوړونې ضمانت هم کوي. هغه څه چې یو ماشوم یې په کور کې زده کوي، د کارځای په نسبت ډېر اغېزناک دي، که کوم ماشوم په کوم ډګر کې کامیابېږي او یا ترقي کوي، ټول امتیازات یې مور ته ورکول کېږي، ځکه خو دغه اړتيا لا برملا کېږي چې د هوښيار نسل را منځ ته کېدل، لوستې ميندې غواړي.
دغه ډول ښځې کورونه د خوشالي او سولې په مینهناکه فضا بدلولای شي، نه یوازې میندې بلکې ټولې ښځې باید د کورونو په ښېګڼه او بدګڼه کې بېشانه تاثیر لرونکی رول ښکاره کړي. که ښځې سمې د تعلیم په ګاڼه سمبال شوې وي، کولای شي کورنۍ چارې په په ډېر اغېزناک شکل اداره کړي. یوه هوښياره مېرمن د ټولې کورنې لهپاره یوه سرمایه وي چې کولای شي د کور مالي چارې او د کور کنترول هم په ډېره ښه توګه وکړي. په ځینو کورنیو مسایلو کې ابتکارات وکړي، د دې تر څنک د کور ډسپلین ته هم خاصه توجه وکړي.
د ښځو په عمومي زدهکړو کې باید ټول اړین قدمونه واخیستل شي، دا زموږ لهپاره د خوشالي ځای دی چې حکومت مو د زدهکړو په برخه کې له موږ هیڅ ډول مالي امتیازات نه غواړي، بلکې په ټول هېواد کې ټول هېوادوال په دولتي ښوونځیو وړيا پوهنتونونو کې زدهکړې کولای شي.
یو هېواد تر هغو نهشي نېکمرغه کېدای چې څو يې ښځینه کهول ته زدهکړې نه وي ورکړې او همداسې جاهل ساتل شوی وي. موږ د یو لوی او غوره ملت د جوړېدو لهپاره غوره او تربیه شويو ښځو او میندو ته ضرورت لرو چې دا هيله تر هغو پورې خوب دی چې د ښځينهوو لهپاره غوره ښوونيز سيسټم نه وي جوړ شوی.
د یو باتعلیمه افغان ملت په هیله!
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320