د ادیانو تر مېنځ توپیر نه کوو!/ داکتر صلاح الدین سعیدی

0 729
د ادیانو تر مېنځ توپیر نه کوو!
كه دا خبر غير مسلمان وكړي چې یو مذهب پر بل مذهب برتري نه لري نو سمدلاسه یې دوه غلطې خبرې کړي. یو چې د مذهب او دین په فرق او توپير نه پوهیږي. او دوم چې تور او سپين ته سپين وايي. که مسلمان داخبر وکړي او ټول ادیان ( په غلطه مانا مذاهبو) كې تفاوت نه ویني او د خپل دین، د اسلام د دين پر برتریت متقاعد نه وي نو هغه ته د ننني مود پر بنیاد روشنفکر او دیموکرات ویل کیږي خو په واقعيت کې داسې کس کفري خبر کړې. که په خبر نه پوهیږي او ادیان ورته مساوي دي او دا تحلیل او توضیح یې ولوسته او بیا هم په خپله خبر ولاړ او کلک دی نو د اسلام نه وځي او یا پخوا وتلای. په دغه صورت کې که بیا هم ځان ته مسلمان وايي نو له سره دې د شهادت کلیمه ووایي. او حتی په هغه بل تعبیر که به د نکاح د تجدید مسأله هم مطرح شي. نو دقت په کار دی چې د کاذب دیموکرات او آزاد اندیش د لقب په تمه خپل آخرت خراب نه کړې. د نن ورځې بله ستره خطاء او د اسلام سره جفا داده چې بعضې ساده صادق مسلمانان فکر کوي چې اسلام د اسلامي حکومت د جوړولو وظيفه لري. داسې نه ده. اسلام انسان جوړوي او دا انسان او انساني ټولنه ده چې د خپلو ارزښتونو سره سم خپل حاکمیت او خپل ریاست جوړوي. نو هغوی چې د دیموکراسۍ او روشنفکرۍ تر نامه لاندې د نور ټولنو او اسلامي ټولنه کې د غیر اسلامي ارزښتونو او معیارونو تطبیقول غواړي په دیموکراسۍ خبر نه دي او هغه چې په غیر اسلامي ټولنه کې اسلامي حکومت غواړي په اسلام او دیموکراسۍ دواړو خبر نه دي. افراطيون او له اسلامه بې خبره جاهلان دي. وما علینا الا البلاغ المبین الله دې مونږ ته د نیکۍ هدایت وکړي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply