د وېښتانو يوه نوې، خو ساده درملنه / ژباړه؛ عصمت الله صالح

0 994

که مو وېښتان کمزوري وي او د دغه مشکل د هواري په لټه کې ياست، مه خپه کېږئ، ستاسې د وېښتانو درملنه ستاسې په کور کې کېږي.
د دې درملن له‌پاره مو پياز د وېښتانو په وده او پیاوړتیا کې خوندوره مرسته کوي.
په لومړیو کې ممکن د دغه بدبویه څيز استعمال خوند در نه کړي، خو که وروسته یې پر ګټو پوه شئ، ممکن په خپله پرېکړه کې بدلون راولئ.

که مو فکر کړی وي، کله چې مو وېښتان تويېږي، تر لږ وخت وروسته د سر پوستکی ترې ښکاري، خو مخکې تر دې چې ډېر وېښتان مو توی شي، ژر تر ژره یې د درملنې غم وخورئ. هر څومره چې ژر اقدام وکړئ، هغومره به مو د ډېرو وېښتانو د تويېدو مخه نیولې وي.

پياز له وېښتانو سره څه مرسته کوي؟
که اوس هم له ځانه پوښتئ چې ایا پیاز به په رښتیا هم وېښتان پياوړي کوي، ځواب به مو «هـو» وي.
ځکه چې په پيازو کې سلفر زیات دي. سلفر هغه ماده ده چې بدن ورته اړ دی، ځکه چې د وینې په صفايي او چټک جریان کې لوی لاس لري او له دې سره سره فولیکلونو ته هم وده ورکوي.

په دې سربېره پیاز د مکروبونو د له منځه وړلو وړتیا هم لري، د دې څیز دغه ځانګړتیا هغه مکروبونه هم له منځه وړي چې د سر په پوستکي کې ځای لري او د وېښتانو د تویېدو لامل کېږي.
همدا راز پیاز د کاتالایز په نوم چې د وېښتانو له‌پاره ګټور دی، یو ډول انزایم هم لري.

دغه انزایم د اکسیډان په څېر عمل کوي او د وېښتانو د سپینېدا مخه نیسي.
که غواړئ چې د وېښتانو د پیاوړتیا په خاطر د پیاز له دغه ځانګړتياوو ګټه واخلئ؛ نو د دغه څیز له اوبو استفاده وکړئ.

تر ټولو اسانه طریقه یې دا ده
لومړی پیاز ټوټې کړئ، بیا یې د میده کولو په خاطر، د ګډولو په ماشین کې واچوئ، وروسته یې دومره میده کړئ چې اوبه یې ترې بېلې شي.
وروسته لاس ته راغلې ماده په اوبو کې ویښوئ او یا یې نېغ په نېغه پر سر واچوئ، کله مو چې پر ټول سر واچوله وروسته له هغې مو ټول سر کلک کلک وموښئ او څه نا څه ماساژ ورکړئ.

که په دې ډول له پيازو استفاده وکړئ؛ نو په ډېر لږ وخت کې به مو د وېښتانو بېخونه پیاوړي شي او همدا راز به مو د خپلو وېښتانو د سپینېدو او تويېدو مخه نیولې وي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply