ښځې او هېواد او اقتصاد / حميدالله فيضي

0 1,082

یو شمېر سوداګرې ښځې په اقتصادي پرمختګ کې خپلې ونډې ته په اشاره د دولت پر مالي او تخنیکي ملاتړونو ټینګار کوي. دغه ښځينه سوداګرې چې د لاسي صنایعو په برخه کې یې پانګونه کړې، وايي چې که‎ د هغوی لهپاره د پانګونې په برخه کې اسانه لارې چارې برابرې شي او د تولیداتو په موخه بازارونه وموندل شي، په پانګه اچونه کې ورسره مالي مرستې وشي، هغوی هم د هېواد د اقتصادي ودې په موخه د پانګونې د زیاتوالي له‌پاره چمتو دي.

په افغانستان کې د ښځينه پاړګي د لاس صنایعو او نورو تولیداتو له‌پاره د بازار نشتوالی، نندارتونونو کمښت، ښځينه پاړګي پر وړتیاوو نه باور، د زده‌کړو کموالی، د ښځو د ظرفیت جوړونې لهپاره د مناسبې تګلارې نشتوالی، د اوږدمهاله پورونو نشتوالی د ښځینه سوداګرو د فعالیت پر وړاندې جدي ستونزه بلل کېږي، خو د دې ستونزو د هواري لهپاره د افغانستان دولت پروګرامونه روان کړي چې پوره نه دي، باید په دې اړه کوټلي ګامونه پورته شي.

سوداګرې ښځې پر دې باور دي چې که د افغانستان دولت د ښځینه پاړګي مالي او تخنیکي ملاتړ وکړي، د ښځو د ژوندانه کچه به لوړه او د هېواد اقتصاد به هم وده وکړي. داپه داسې حال کې ده چې د افغانستان دولت هم پرېکړه کړې چې د ښځينه پاړګي د وړتیا د لوړولو ته پاملرنه زیاته کړي، ځکه په اقتصادي وده کې د ښځینه پاړګي پر رول باور لري او په دې اړه یې بېلابېلې تګلارې په پيل کړې چې ښځینه تشویق شي او پيسې وپانګوي.

په تېره یوه نیمه لسیزه کې افغان میرمنو د ځینو نورو پرمختګونو ترڅنګ د افغانستان د اقتصاد د پیاوړتیا په برخه کې هم کار کړی او پرمختګونه یې ترلاسه کړې دي. سره له دې چې افغان میرمنې د ټولنیز ژوند په بېلابېلو برخو کې د ستونزو او ننګونو سره مخامخ دي، خو بیا هم دوی توانېدليچې په تېرو څو کلونو کې د افغانستان د اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

اوس مهال له مالدراۍ او کرنیزو چارو، غالۍ اوبدلو، سوزني غاړو جوړولو څخه نیولې، بیا تر لویو ودانیزو شرکتونو پورې ښځينه متشبیثینې خپلو کړنو ته دوام ورکوي. په افغانستان کې اتیا فیصده ښځې په غیرمسقیم ډول په اقتصادي کړنو بوختې دي، ځکه چې د افغانستان د اقتصاد بنسټ د ښځو په مرسته جوړېږي او بل دا چې ښځې نېغ په نېغه په اقتصادي فعالیتونو کې ونډه لري چې پایله یې ګټوره ده.
د مالوماتو له مخې نږدې ۱۴۰۰کوچني سوداګري بنسټونو چې د ښځو له خوا چلول کېږي د سوداګرۍ او صنایعو خونو سره ثبت دي او تر۳۰۰۰ زیاتې ښځې په بېلابېلو برخو کې د سوداګري په کارونو بوختې دي.

په همدې حال کې په هېواد کې د لاسي صنایعو د تولید وچې او تازه مېوې په راټولولو، صادراتو او وارداتو، د غالیو په اوبدلو کې د ښځو رول اغېزناک او بنسټي بلل شوی دی. په افغانستان کې دا مهال ښځې د نارینه‌وو تر څنګ په بېلابېلو سوداګریزو فعالیتونو بوختې دي چې بېلګې یې څرګندې دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د شمېرو له مخې، د افغانستان پوهنې وزارت ۲۸ سلنه کارکوونکې ښځې دي. په ملي کچه د افغانستان ولسي جرګې ۲۸ سلنه څوکۍ د ښځو په واک کې دي او د سنا مجلس ۱۷ څوکۍ هم ښځو ته ځانګړې شوې دي.
د دې هېواد د ولسيٍ جرګې له ټولو ۲۴۹ غړيو ۶۸ ښځې دي چې د دې شمېرو له مخې اوس مهال ډېری ښځې هم د افغانستان په سیاسي پرېکړو کې دخیلې دي او د افغانستان برخلیک په اړه پرېکړه کوي. دولت ژمنه کړې چې تر ۲۰۱۸ کال پورې ۳۰ سلنه دولتي پوسټونه ښځو ته ورکړل شي.

که چېرې په افغاني ټولنه کې د ښځو اقتصادي فعالیتونو پراختیا ته پاملرنه وشي او یوه ښځه د اقتصاد له اړخه پیاوړې وي، هغه خپل ماشوم د سړک په مخ کار کولو ته نه اړ باسي او نه هم خپله لور په کوچني سن کې واده ته مجبوروي.
د افغانستان له نږدې اته نیم میلیونه زده‌کوونکيو شا و خوا ۳،۳ میلیونه نجونې په ښوونځیو کې پر زده‌کړو بوختې دي، په داسې حال کې چې په ۲۰۰۲ کال کې دغه شمېره تر دوه سوه زره هم کمه وه او د هلکانو شمېر له ۵ میلیونه اوښتی دی. دغه ماشومان به د افغانستان د پرمختګ لهپاره يو ځواکمن بنسټ جوړ کړي.

خو بيا هم ډېرو فعاليتونو ته اړتيا ده چې ښځې او سړي وکړای شي خپله وړتيا ښکاره کړي، ځکه که ښځې د زده‌کړې او ګومارنې له فرصتونو بې‌برخې وي، د پرمختګ شونتيا به ډاډمنه نه وي.

د افغانستان په رهبرۍ او مشرۍ کې د ښځو د ونډې ډېرول او په اقتصادي برخه کې د دوی پر وړتیاوو باور کول د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې د ښځو او نجونو ونډه څرګندوي. د افغانستان دولت مسووليت لري داسې قوانين جوړ او پلي کړي چې ښځې په پرېکړه کولو کې ډېره ونډه ولري، لکه د ماشومانو ودونو د مخنيوي قانون، د جنسيت په بنسټ د تاوتريخوالي مخنيوی او داسې نور، دا کړنې کولای شي د ښځو د پرمختګ لهپاره لارې چارې هوارې کړي.

د افغانستان د دولت په اند افغانې ښځې خیریه مرستو ته اړتیا نه لري، ځکه مسلکي روزنې، د افغان مېرمنو لاسي تولیداتو ته بازارموندنه او د ښځو ښوونې او روزنې ته جدي پاملرنه کولای شي، د ښځینه پاړګي په ځواکمنتیا کې رغنده رول ولوبوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply