څوک هسې او بېځايه له چا سره کينه او اختلاف او نه پالي، خوشې په خوشې يې پر وړاندې ستونزې او خنډونه نه پورته کوي، هرو مرو يو لامل او دليل لري، يو سبب يې بنياد ګرځېدلی وي، له همدې ځايه يې خپلې کرکې او مخالفت ته يو جواز لټولی او موندلی وي او پر همدغو کرښو يې د خپل مخالفت ان بدي تناوونه غځولي وي.
له ما سره چې چا د پړي سر نيوه يا يې راسره د مخالفت جنډه لکه کړې وه، ظاهر ته په کتو يې ما ته کوم لامل او جواز نهشوای څرګندېدای، ځکه خو ځان راته مظلوم او بېازاره مرغۍ ښکارېده، خو اوس راته څرګنده شوه چې له دوی ټولو سره د دغه مخالفت او دښمني يو لامل او جواز و، مانا بېدليله يې ځان پر دغسې مخالفتونو او بديو اړ نه باله، دا بيا بېله خبره او بحث دی چې اختلاف يې مخالفت او مخالفت يې بدي او بدي يې پټه او څرګنده دښمني ګرځولې ده.
د يو چا څوک له دې امله نه خوښېږي چې تر ده يې لوړې زدهکړې کړې، تر ده بريالی چارواکی دی، الله تعالی تر ده لوړ استعداد پرې لورولی دی، د زيار او لټون حوصله يې زياته ده، يو په بل پسې يې برياليتوبونه تر لاسه کړي، په چارو کې جدي دی، کار و باري اخلاق يې غوره دي، تر ده په چاپلوسي، غوړهمالي او د لاس په صفايي کې تکړه ختلی.
دا هر يو د نه خوښېدو او بد اېسېدو يو لامل دی. چېرې مې لوستي وو چې په ټاکنو کې ځکه د ښځينهوو د بري چانس لږ راوځي چې ښايسته هغه يې د ښځمنو نه خوښېږي، بدرنګې د نارينهوو.
دا هسې حماقت دی که څوک ووايي، د پلاني قواره ښه نه را باندې لګېږي، ځکه خو مې ورسره را اخيستې، قوار د چا پړه ځکه نهشي ګرځېدای چې يې په انتخاب کې بېوسه دی.
اسد دانش چې د چا نه خوښېږي او په اصطلاح بد يې اېسي، ګرم نه دي. ته چې په يوه سر ټول اطلاعات و فرهنګ ننګوې او پر وړاندې يې را ولاړ شوی يې، بد به يې نه اېسې؟ تا چې کوم کتابتون په يوه سر رغولی د لغمان اطلاعات و فرهنګ چې د بسته ولايت او بشپړ وزارت زور پسې دی، و نهشوای رغولای، بيا به له تا سره د پړي سر نه نيسي؟
ته چې هره مياشت ادبي ناستې او د مخکتنو غونډې جوړوې، اطلاعات و فرهنګ، جمع ولايتي اداره، جمع وزارت دغسې غونډې په خوب کې هم نهشي ليدای، له تا سره به دښمني نه غځوي؟
تا چې په کوم شان و شوکت دانش فرهنګي مرکز پرانيست، د اطلاعات و فرهنګ جمع ولايتي اداره، مساوي صفر يې سترګې خړې او ټيټې کړې نه دي؟ دا به بيا په ينه تريخی نه لري چې د دانش په مقابل کې د مخالفت او دښمني لاسونه نه سره ورکوي او په تخريب پسې به يې مټې نه بډ وهي؟
موږ دانش ته په هماغه پيل کې د احتياط سپارښتنه لرله. د پېښور په ټرکونو بسونو يې «حد رفتار نګهدار» خبرداری چټي نه دی ليکلی، که داسې ګړندی ځغلې په لغمان شريف کې به دې نه اطلاعات و کلتور وزغملای شي او نه ولايتي اداره، جنګسالاران او دا نور قومي، تنظيمي ټرت و لغت…
دانش به يا ولي وي يا به نور کرامات لري چې په يوازې سر او تش لاس د وزارت په کچه فرهنګي چارې او خدمتونه تر سره کولای شي، ده ښايي اطلاعات و کلتور رياست او په ټوله کې وزارت او ولايتي ادارې ته د پېغور خولې نه وای پرانيستې چې له کلنۍ بوديجې، معاشونو او متفرقه لګښتونو سره د دانش مرکز د مياشتې کار په کال کې نهشي تر سره کولای.
اطلاعات و کلتور يا ولايتي اداره څه ګرمه ده، دا د دانش پړه ده چې په خپل خدمت يې د هغوی ناکامي او کاواکي ډنډوره کړه.
ولايتي اداره چې د خپلو درغليو پټولو لهپاره په دانش فرهنګي مرکز ور و نه دانګي، جنګسالارانو او تنظيمي پنډتانو ته يې چېرې اوبه ځګ کېدای شي؟
د دانش فرهنګي مرکز په مخ کې دېوال لکه د ډېورنډ کرښه د فرهنګ پر ټټر تېرېږي. دانش دې شکر باسي چې دغه چاړه يې د ده پر ټټر ښخه نه کړه. جنرال ضياءالحق چې جونيجو له صدارته ګوښه کړ، يو سر دوه غوږه کراچۍ ته ولاړ، پير پګاړا د خواخوږي او غبرګون پر ځای د رسنيو پر وړاندې په دې د الله تعالی شکر وايست چې سندی صدراعظم له پنجابه ژوندی خپلې صوبې ته را ستون شو، د ده اشاره بوټو ته وه چې پنجاب غرغره کړ، خو د ده شکر بېځايه وخوت چې څو کاله وروسته په همدغه پنجاب کې يوې سندۍ صدراعظمې خپل سر وخوړ.
دانش ته چا د فرهنګي مرکز ويلي وو، په دغو پيسو به يې په کابل کې يو جانانه کور جوړ کړی وای، که يې بيا هم د فرهنګ او ادب پېريان له ځانه نهشوای لټولای او د فرهنګي خدمت له کوخکو په عذاب وای، په لنډه به له پرغجانه پر دواب پنجشېر ته اوښتی و چې هم يې د دغسې يوه مرکز په رغولو کې مرسته ورسره کړې وای، هم يې د مېشتېدنې هوسامېنه او نور لوازم او اړتياوې ور پوره کړې وای، هم يې د دغه خدمت له امله په سر ګرځولی وای.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320