مچکه؛ ژوند په شونډو کې / ژباړه؛ نقيب احمد عزيزي

0 2,681

کله چې سترګې د روح په دريڅو بدلې شي، شونډې هم د ذهن کړکۍ شي. په يوه مړه موسکا کېدای شي چې د خيالاتو سمندر ولېږدوو، عشق په توريو او کلمو کې ننباسو او خپلې دروني خوږلنۍ په مچکه معرفي کړو. په يوه مچکه کې دومره ژور مطالب لېږدي چې زرګونه توري يې انتقال ته سترګې نه‌شي جګولای.
د «عشق او جنسي اړيکو» د کتاب ليکوال، ډاکټر جان فري پر دې باور دی چې «ښکلول يو هنر دی، مچکه کاملاً د شخصي عشق او محبت د ښکارولو يو ډول دی.»

مچکه هله منځ ته راځي چې يوه جوړه په لومړي ځل سره نږدې شي، په دې وخت کې يو څه وارخطايي او عصبانيت طبيعي چاره ده، يانې تر دې مخکې سره جدي او رسمي وي، خو چې د مچکې پېريان پرې کښېني، سترګې يې د خمار له بڅرکو ډکې شي.

«د مچکو کتاب» ليکوال څرګند نه دی، په هغه کې يو ځای راځي چې «مچکه بالکل دوه‌طرفه عمل دی، که يې ور نه کړئ، وا به يې نه‌خلئ او برعکس.»
يو بل ځای راځي چې «که مو د مېرمنې ښکلولو ته زړه شو، ضرور نه ده چې انتظار وباسئ، دغه کار وکړئ او په دې ډول هغه لا ښه وپېژنئ.مېرمن په مچکه پېژندل کېږي. د مچکې يوه ښکلا دا ده چې په هره ژبه او مذهب کې د درک وړ شی دی.

په ټکزاس پوهنتون کې د ټولنپوهنې د څانګې رييس پروفيسور وان بيرنټ ويلي چې «لومړنۍ عاشقانه مچکه تر مېلاد ۱۵۰۰ کاله وړاندې اخيستل شوې ده. تر دې وړاندې د د عاشقانه مچکو په اړه کوم شواهد نه دي موندل شوي. دغه شواهد د خټينو لوحو، په غارونو کې د دېوالي نقاشيو او پر پوستکي له ليکل شويو مدرکونو په لاس راغلي دي.

نن سبا چې مچکې کوم ډول اخيستل کېږي، لومړی ځل په روميانو کې ګډې شوې. روميانو به په ستړې مه شه کې يو بل ښکلول، د رهبرانو په لاسونو کې پر حلقو به يې شونډې ايښودې او د خدايانو مجسمې به يې مچولې. دوی په دې کار خپله فرمان‌برداري او د درنښت احساسات اظهارول او لېږدول.

د روميانو ډېر ژر پام شو چې په بېلابېلو وختونو او شرايطو کې مچکې متفاوتې ماناوې لري، ځکه خو يې د مچکو د ډولونو په خاطر جلا جلا نومونه ورته کېښودل. مثلاً اسکيوليم د دوستۍ مچکه ده، باسيوليم عشقي او مينه‌ناکه ده او سويوليم بيا هغه مچکه ده چې نن سبا بوسه عميق يا French Kiss ورته وايي.
تر دې وروسته مختلفو اديانو د مچکې تحريم بيان کړ او يوه داسې ګناه يې معرفي کړه چې د بښلو وړ نه وه، خو له دې سره سره د مچکې قدرت پر خپل حال پاتې دی.

دغه پديده که له علمي نظره وګورو، ويلای شو چې مچکه په طبيعي شکل د دې سبب ګرځي چې ذهن په زياته پيمانه اکسي‌ټوسين ترشح کړي، دغه هورمون له موږ سره دا مرسته کوي چې د ښکلولو په وخت کې خورا خوندور احساس وکړو، پر ځان خانتما شو. پوهان پر دې باور دي چې د انسان د وجود ماهيت داسې دی چې په مچکو نه مړېږي، تر يوې وروسته يې بله پر زړه منګولې لګوي. په خوله او د شونډو په خوا کې موجودې غدې د ښکلولو په وخت کې داسې کېميايي مودا ترشح کوي چې د مچکو اخيستلو تمايل لا پسې غښتلی کوي.

په ۱۹۹۷م کال کې چې په پرينسټون پوهنتون کې څېړنه وشوه، نتېجه دا راووته چې د انسان ذهن د اعصابو داسې سلولونه لري چې کولای شي په تياره کې هم د ژوند د ملګرې/ملګري شونډې پيدا کړي، ځکه خو د حيرانتيا ځای نه دی چې يوه جوړه د يو بل له ښکلولو په تياره کې لا خوند اخيستلای شي.

ډاکټران او ارواپوهان د څېړنو په جريان کې دې نتېجې ته رسېدلي چې سهار له کوره د وتلو په وخت کې د يوې جوړې تر منځ د مچکو تبادله د ګڼو ناروغيو او خپګانونو د ورکې دوا ده. د دغسې کسانو په ژوند کې تصادف کم وي، په ګټه وټه کې له ۲۰ تر ۳۰ سلنې پورې بر ځي، د خپلو همزوليو په پرتله ۵ کاله اوږد ژوند ور په برخه کېدونکی وي.

ډاکټر ارټور سازبو په دغو تحقيقاتو کې فعال نقش لري، د ده باور دی چې د برياليتوب بام ته هغه کسان تر نورو چټک خېژي چې ورځ يې په مثبته روحيه او دلچسپي پيل کړې وي. څه فکر کوئ چې تر مچکې بل زورور شی هم شته چې په انسان کې دغه ډول روحيه په غورځنګونو کړي؟
که مو نيت وي چې خوشاله، سلامت او کامياب ياست، له ژوند سره مو د خولې خوند برابر وي، لاره يې دا ده چې سهار له کوره د وتلو پر وخت د هغوی پر مخ ياشونډو شونډې کښېږدئ چې زړه ته در تېر دي.

د مچکو څو ګټې
• د غاښونو او وريو د پاړسوب مخنيوی
په انګلستان کې د غاښونو د ډاکټرانو اتحاديې رييس په دې نظر دی چې «تر خوراک وروسته خوله له خوږو موادو ډکېږي چې د خولې نشايسته اسيډي کوي، له همدې وجهې د غاښونو پر مخ پلاک پيدا کېږي. ښکلول د غاښونو د پاکېدو طبيعي چاره ده، دغه پاکوالی غاښونه سهي سلامت ساتي، په خوله کې ترشحي مواد زياتوي او پر غاښونو د ژېړې پردې د خپرتيا مخه ډب کوي.»

• سټرس ختموي
يوه مينه‌ناکه مچکه د خوشالېدو سبب کېدای شي. ارواپوه مايکل کي مکناب وايي، کله چې شونډې په ښکلولو لګيا وي خوله تقريباً د موسکا حالت پيدا کوي، دا چې احساسات او بدني حرکات يو له بل سره نږدې اړيکې لري، دا خبره کابو ناممکنه ده چې انسان دې هم خاندي او هم دې سټرس ولري.
د ښکلولو په وخت کې طبعاً تنفس هم عميق غوندې شي، سترګې مړاوې کېږي او دا حالت يې د کراري دی. دغه مهال د سرګردانيو له نړۍ سره د مخې ښې او ارامۍ شېبې وي، انسان وسره ريلکس کېږي.

• وزن کمېږي
دغه کار کله کولای شو؟ که غواړئ چې نيمه کيلو وزن کم کړئ، بايد ۳۰۰۰۰ کالورۍ وسوځوئ او دا کار ۳۰۰۰۰ دقيقې يا ۵۰۰ ساعتونه غواړي. يوه کلکه او اوږده مچکه په بدن کې د ميټابوليزم چټکوي او دا د دې سبب کېږي چې په بدن کې قندي مواد په سرعت وسوځي. د کالوري د مصرف ميزان له مچکو سره کلکه اړيکه لري. ويل کېدای شي چې په منځنۍ کچه په هرو لسو دقيقو کې ۱۰ کالوري مصرفېږي.

• ځواني ساتي
د ښکلولو تر ټولو مهمه نتېجه همدا ګڼل کېږي. مچکې له انسان سره مرسته کوي چې عضلات يې مړاوې پاتې نه‌شي، د عضلاتو د تاندوالي او نه کيازه کېدو په خاطر انسان ځوان پاتېږي او تازه ښکاري.

• د اندامونو تناسب پيدا کوي
د ورزش پرېښودلو ته مو ښه بهانه در پيدا کړه! د ښکلولو په وخت کې زړه تېز حرکتونه کوي، په دغه وخت کې ادرنالين ډېر ازادېږي او وينه په سرعت پمپېږي. ښکلول د زړه له بهترينو تمرينونو ګڼلای شو.

• په ښکلولو کې سره پېژنئ
د ښکلولو په وسيله مقابل لوري يو بل د احساس په ژبه لولي، تاسې پوهېږئ چې ستاسې اړيکه به د ژوند تر کومه بريده ادامه پيدا کوي. ارواپوهان ان پر دې باور دي چې لومړۍ مچکه تاسې ته پر دې سر در خلاصولای شي چې يو بل ته په زړه کې څومره ځای لرئ؟ په يوه مچکه د انسان په ناخوداګاه ضمير کې يو اغېز پاتېږي، د ژوند د خورا اوږدې راتلونکې وړاندوينې ته جوړېدای شئ.

• پر نفس باور زياتوي
د ارتوډنسي په وخت کې مچکې خوندورې نه راځي، په دې ډول غاښونه زيانمنېدای شي. ارټوډنسي د غاښونو يوه تخصصي برخه ده چې د يوې سيمي اله په وسيله يې کاږه واږه غاښونه يوستوي کېږي.
د يوې جوړې تر منځ عاشقانه مچکه مثبت احساسات په څپو راوستلای شي. دغه موضوع په تيوريکي لحاظ لنډه داسې ويلای شو چې د مچکو د اخيستو په وخت کې انسان خوشاله وي او کله چې خوشاله وي د مقابل لوري د خوشالي اړيکه هم وسره ټينګېږي چې همدا پر ځان د باور کم‌سارې شېبې پنځولای شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply