د نورمحمد تره کي د وژلو کيسه ټکي په ټکي/سردارولي پښتون زوی

0 2,169

دچارواکوخاطرې  [د نورمحمد تره کي د وژلو کيسه ټکي په ټکي…]
تره کی ۱۹۷۹۹ع کال کي هاوانا ته په یوه کنفرانس کې د ګډون په موخه ولاړ، چي د بېرته ستنېدلو پر مهال ئې په روسیه کي له برژنيف او د هغه هیواد له نورو لوړو پوړو چارواکو سره وکتل او داسي فکر کیږي، چي شوروي چارواکو هغه مهال د حفیظ الله امین د مقاومت او سخت چلند په اړه ورته خبر

ورکړی وو او له هغه نه د لري اوسېدلو ئې هم ورته ویلي وه.
حفیظ الله امین له دې خبر سوی وو، چي د نوموړي د جدیت او نوي تصمیم په اړه روسانو نورمحمد تره کي ته یادونه کړې ده، نو هماغه وو، چي له شوروي څخه له راستنېدو وروسته ئې له تره کي سره اختلافونه جدي سوه.
د شوري سفير [يوزانوف]چي اصلا ً ئې دواړي غاړي پاللې، د منځګړېتوب د پاره د تره کي په کور کي وخت وټاکه، او په سبا ارګ ماڼۍ کي د تره کي په کور کي ليدنه تر سره سوه، تره کي د امين څخه شکايتونه لرل خو د سفير د خوا دا ستونزه وړې وبلل سوې او سفير چي له امين سره ئې هم ليدلي وه د دواړو تر منځ د روغي د پاره وخت وټاکه.
امين د ارګ ساده امنيتي سيسټم ته بدلون ورکړ او ډګروال جانداد چي څه موده د ګارډ عمومي قومندان ټاکل سوي وو او هم امين ته وفادار وو د ارګ ټولي پوستې تصفيه کړې.
د تره کي د کار د ودانۍ په لومړي پوړ کي د امين د ملګري [سرياور سيد داود تړون] دفتر هم وو چي د کودتا مهم لوبغاړی وو، ددې ودانۍ پر مخامخ د [کوټۍ باغچه] وه چي تره کي هلته ژوند کاوه، دې شکمنو ورځو کي د تره کي دوه ياوران [تورن عبدالقاسم او توزن ببرک ] شپه اورځ څار کاوه او د تره کي ډاکټر [جګړن ډاکټر عظيم] به هم شپه او ورځ همدلته وو.
دا چي نن د روسي سفير په منځګړيتوب د امين او تره کي د ستونزه د هوارېدو په نيت ناسته ده نو بايد امين د تره کي کور [ارګ] ته بې وسلې راسي.
امين د تره کي د سرياور تړون په وسيله د څو صاحب منصبانو په بدرګه د ارګ دوهم نمبر قصر ته ننوت او د تره کي هستوګنځی ته له توپنچو سره ملګري ننوتل(مخکي په ټليفوني مفاهمه کي د سفير په مخ کي ويل سوي وه چي دوی بايد بې وسلې راسي) ځکه حالت دومره نازک دئ چي هره وړه سرغړونه د لوی ټکر امکانات برابروي.
همداسي وسول، د تړون درو کسانو ته د دوهم پوړ په زينو کي ډاکټر عظيم مخامخ ودرېد چي بايد بې وسلو راسئ، امين لا دباندي دئ، تړون بې له دې چي ږغ وکړي ډاکټر ئې پر اوږه وويشت او پر راوتونکي کس باندي ئې ګولۍ وه اورولې…
د تره کي د ياور [؟]لخوا پر تړون هم ټک وسو او تړون همدلته ومړ. نورو چي ټکان واورېدل د امين په ګډون په موټر کي سپاره ولاړل.
تره کي او سفير پوزانوف چي له کوټې راووتل يوه غمجنه صحنه ئې وليدل، پوزانوف د احوال پوښتنه وکړه او ووت…
څو ساعته وروسته د تړون جسد له دې ځای څخه يوړل سو او هغه وداني چي ستري هينداري او د انځورګرۍ جالبي تابلوګاني ئې لرلې او څو ورڅي د مخه پکښي د وزيرانو شوراوي کېدې يوه طوفاني تونل ته ورته ښکارېده چي اوس نو يوازي د تره کي کورنۍ او څو ياوران پکښي اوسېدل.
تره کی چي مايوسه وو کوټې ته راغلی او هڅه ئې وکړه د وسله وال فوځ د لويانو سره په اړيکه کي سي خو د ټليفون مزي پرې سوي وه او په لومړي ځل ئې زړه ته تېره سوه چي شاکرد ئې دا کار کړی دئ. مازيګر تره کي بڼ ته ووت خو خپلوانو به ئې ټوکي کولې چي د قدرت نيول خو نو دا کيسې لري او يا هم داسي چي دا ښې ډوډياني او موټران خو ځواب غواړي.
تره کي د وخت څخه په ګټه اخيستلو؛ دده د کور د لومړۍ پوستې يو ځوان صاحب منصب راوباله او ورته وويل چي قومندان صاحب جانداد ته ووايه چي ماته د سياسي بيرو ځيني غړي او امين صاحب راوغواړه.[ادعا کيږي چي تره کي پلان لاره استعفا وړاندي کړي] خو تر سبا سهار پوري هيڅوک رانه غلل.
په سهار بېله غونډه ونيول سوه او د تره کي په غيابت کي دی د مشرتابه څخه ګوښه او امين دده پر ځای کښېنست[جالبه داده چي هيچا د موضوع اړوند څه ولي ونه پوښتل]، په مازيګر چي ده سپورټ کاوه خبر سو چي نن بې له ده غونډه سوې ده، تره کي وويل:”ما د دوی لپاره خپله کورنۍ هېره کړه مګر دوی زه غونډي ته ور ونه غوښتلم”. په همدې ورځ ماښام د تره کي د استوګن ځای د نلونو اوبه هم پرې سوې او هلته اخته خدمتګارانو به اوبه په سطلونو کي له بله ځايه راوړلې. ماخستن ناوخته د ګارډ قومندان وړه پرزه خط راوړ چي پکښي ليکل سوي وه:
” تره کی صاحب!
ياوران؛ تورن ببرک او تورن قاسم دي د ګوندي سازمان غونډي ته چی په فوق العاده ډول جوړه شوې ده، حاضر شی”.
ياورانو خط تره کي ته ورووړ او هم ئې ورته وويل: “صاحب دوی غواړي تاسو موږ څخه بيل کړي”، تره کي وخندل او ورته وويل:
” ما څه کوی، که کومه غونډه وي ورسئ، کېدای سي ددې حادثې په مورد بحث وي، ماته به هم احوال راوړی خو ټينګار وسو چي تر سهاره صبر وکړئ څو وضعيت مالوم سي”.
په سهار څو صاحب منصبان او عسکر راغلل او په بله پرزه خط کي ئې په شدت د ياورانو د کښته کېدو غوښتنه کړې وه، تره کی چي پوه سو بله لار نسته امر وکړ: ” دوی بايد ورسي چي دغه کړکېچ ختم سي، ولو که په هر څو قيمت هم وي”.
دوی پوهېدل چي مرګ ته روان دي، خپلي رسمي درېشۍ ئې واغوستلې؛ د تره کي لاسونه ئې مچ کړه او د کورنۍ له غړو سره ئې مخه ښه وکړه.
له کښته کېدو سره چي له دزوازې وروتل، وه پوښتل: ” دا دئ موږ راکښته سو، ووياست څه مو په کار دي؟” خو يو مزي صاحب منصب پر عسکرو ږغ وکړ چي “ويې نيسئ!”، عسکرو سمدستي په راوړې رسۍ لاسونه وروتړل او له ځان سره ئې بوتلل.
دې ورځ پوزانوف روسي مشرتابه د کودتا په کېدولو خبر کړ، خو دولت که څه هم خبر سو په دې اړه ئې رسمي هيڅ ونه ويل، خو راډيو ټلوېزيون کي د تره کي ويناوي او نوم د پخوا په شان دروند يادېده او دده د روغتيا په اړه شعارونو ټوله خلګ په تېره د تره کي پلويان حيران کړي وه .
د روسانو دوه مخي، د دولت سقوط، د وسلوال پوځ کړکېچنه وضعه او د مجاهدينو واک ته رسېدل د باخبرو خلګو د تبصرو عنوانونه وه. تره کي خپلي ناکامۍ منلې وه او فکر ئې کاوه دا کړکېچ به د قادر-کارمل د کودتا غوندي حل سي، او دی به له سياسي صحنې ليري سي او يا ښايي کوم بهرني هيواد ته ولېږل سي چي پاته عمر هم هلته تېر کړي.
د تره کي سره چي اوس ئې زړه ته تېره سوه چي يو مخ بندي دئ يوازي د خپلي کورنۍ ښځي او څلور تنه ملګري وه چي ده به ورځ د کتابو پر ليکلو/لوستلو تېروله[ادعا کېږي چي دا د تره کي وروستی او نوی اثر وو چي وروسته د امين د پلويانو د خوا له منځه يوړل سو].
د ۱۹۷۹ع کال د سپټامبر په ۱۵نېټه ماښام کابل راډيو اعلان وکړ:
“د تره کي د صحت خرابېدو له امله استعفا غوښتنه ومنل شوه او نوموړی د دولتي او ګوندي دندو څخه ګوښه او د ملګرو په وړانديز د ثور انقلاب قومندان د انقلابي شوار رئيس د ګوند د عمومي منشي په توګه وټاکل شو”.
خو د ورځي په اوږدو کي په کوڅه او بازار کي د تره کي د روغتيا پوښتني وار په وار ډېرېدې او پر دولتي کړيو شکونه نور هم ډېر سوه. دا چي دولت ته د تره کي فيزکي شتون لوی سرخوږوی وو دا بيا بله ماجرا وه.
د همدې ورځي په ماښام[؟]د ګارډ يو صاحب منصب د تره کي استوګن ځای ته راغلی او تره کي ته ئې وويل:
” که ستاسو د کورنۍ تور سري غواړي چي په امن کي وي نو موږ پرېکړه کړې ده چي دوی د کورنۍ نورو غړو ته چي په بل کور کي دي ولېږو…زه يو ساعت وروسته راځم دوی دي تياري وي”.
تره کی پوه سو او خپلي مېرمني، ورېرو/ورېرې ګانو او اکا زوی څخه ئې وغوښتل؛ سره يو ځای سي. ساعت وروسته يو سرپټی موټر چي په مرميو سوری-سوری وو؛ له ماشومانو، ښځو او نارينوو ډګ او په يوه کړکېچنه وضعه ئې د کابل پلچرخي زندان ته ورسول. اټکل ۲۷بنديان د درېيمي پوستي له تېرېدو وروسته د لمړي بلاک په دوهم پوړ کي چي د لمړ وړانګي نه لري زندانيان سوه.
په دې ډول د تره کي وژل رانږدې او اسان سوه، د تره کي سره اوس يوازي استوګنځی کي دوه پخونکي چي له پخوا څخه به ده د دوی د لاس ښوروا خوښوول اوسېدل، اوس به ئې هم کله-کله د هغوی د لاس ښوروا په ډېر خوند خوړل.
څو ورځي وروسته تره کي د نه خوړلو اعتصاب وکړ تر څو دولت يا څارنوالي او يا پوليس نه وي راغلي اعتصاب ته به دوام ورکړي.
تره کی اوه ورځي اعتصاب وکړ خو هيچا هيڅ ډول عکس المل ونه ښود. د سپټمبر پر ۲۸۸[د کودتا ۱۵ورځي وروسته] امين د ګارډ قومندان جانداد او لوی درستيز جنرال يعقوب راوغوښتل او وويل:
“د ګوند رهبرۍ پرېکړه کړې ده چي د ثورانقلاب د لابرياليتوب لپاره بايد تره کي صاحب ووژل سي… هغوی دا ستر مسؤليت وباله خو امين به ويل په نړۍ کي د مترقي قواوو غوښتونکي داسي حکم کوي چي تره کی صاحب په شهادت ورسېږي، او مسؤليت ئې د شوروي ملګرو پر غاړه دئ او دوی له دې کار سره موافقت لري… تره کي صاحب اوس يو عادي متقاعد مامور دئ او ښايي د اعتصاب له امله پخپله ومري خو ژوند ئې موږ ته خنډ دئ”.
وپوښتل سوه چي بايد څرنګه ووژل سي، يوه وويل بايد په توپنچه ويشتل سي، وروسته دي وويل سي چي په خپل مرګ مړ سو، بل کس وويل: یو وخت به هرو مرو په دې اړه څېړنه کېږي او که په څېړنه کي دده بدن په ګولیو سوری ولیدل سی بیا؟
ټول چپ سوه، په دې وخت کي جنرال یعقوب يوه کيسه وکړه چي:
“په ۱۹۷۰۰ع کال کي د حبشې د ژغورني د غورځنګ لخوا انقلاب وسو او واک ئې ونيو، امپراتور ئې ونيو او يو کال ئې تر امنيتي څار لاندي روغتون کي تېر کړ، خو صحت ئې د خرابی پر ځای سمېده او دولت حيران وو څه وکړي چي مړ سي.
یوه ورځ د منګيستو شخصي ډاکټر د رهبري شورا د پرېکړي سره روغتون ته راغلی او د دوو نورو ډاکټرانو په مرسته ئې د امپراتور پر خوله بالښت کښېښود او هغه هم لس دقيقې کي ساه ورکړه او ومړ.
د رهبري هيأت غړی روغتون ته راغلل او د شورا پرېکړه ئې په خپلو سترګو وليده، وروسته د امپراتور مړی د يوې دولتي ماڼۍ تشناب کونج کي ښخ سو”، زما نظر دا دئ چي موږ هم لس دولس دقيقې دې سختۍ ته ځان ټينګ کړو، دا کار به هم ده او هم موږ ته ښه وي؟
ټول چوپ ناست ول او په داسي حال کي چي ډېرو ډېري پوښتني لرلې خو ټولو د لوړو څوکيو د هيلي په درلودلو سرونه وښوورول.
صاحب منصبانو ته کابل ښار کي د دوو/درو قبرونو دندنه وسپارل سوه چي په هغو کي يو د تره کي د کورنۍ هديره [قول آبچکان وو]. د احتياط د پاره توپنچه، د زهرو پيچکاري او نوري لاري هم په نظر کي ونيول سوې.
د اکتوبر اتمي ماښام وو چی د ارګ کوټۍ باغچې ته درې صاحب منصبان ننوتل او يو امبولانس ئې دروازه کی ودراوه، د تره کي کوټې ته په ننوتو دوی تره کی پر چپرکټ ناست وليد چي په فکرونو کي ډوب وو. سرته ئې د اوبو ډک جيک او ګلاس پروت او پر بله خوا ئې څو زاړه اخباره پراته وه، صاحب منصبان په احترام ودرېدل او يو بريتور صاحب منصب ور وړاندي سو چي:
“موږ د مرکزي کمېټې او امين په امر دلته راغلي يوه، هيله ده تاسو پر کټ پرېوزی!”.
تره کی چي اوس ئې د سر او ږيري وېښتان غټ او يو مخ سپين سوی وه، د اوسپنيز کټ څخه ولاړ سو او د جېب څخه ئې د ګوند غړيتوب کارډ او د لاس ساعت خلاص کړه او هيله ئې وکړه تر څو دا شيان ئې مېرمني ته ورسېږي، او بيرته پر کټ پرېوت. صاحب منصبان که څه هم ټول وارخطا وه خو امر ته ئې سترګي نيولي وې، برېتور صاحب منصب چي رتبه ئې تر نورو لوړه وه نورو ته اشاره وکړه. نورو د حبشې د تجربې پر بنسټ پر تره کي ور ورحمله کړه، يوه کس ئې لاسونه ونيول، بل ئې پر پښو کښېنست او دريم ئې څنګ ته پروت بالښت پر خوله ورکښېښود، د دوی ټولو سترګي پټي وې او شل کي دقيقې وروسته چي دوی د تره کي له جسد څخه پورته سوه، د تره کي ساه ختلې وه.
د تره کي جسم ئې د کټ په سپين ټوکر کي وپېچی او د باندي منتظر امبولانس ته ئې په نامالوم لوری يووړ. په سبا ماښام د تره کي کورنۍ په پل چرخي کي خبره سوه او د کړکيو څخه اوازونه تر ډېره پورته کېده.
د تره کي له مرګ وروسته د عني شاهدانو له خولې حفيظ الله امين د ژوند په ډېرو اړخونو کي خواشيني او ګوښه ښکارېده او د هر چا د مسمومېدو د ډاره به ئې خپله ډوډۍ له خوراکه د مخه په څو کسانو څکل.
خاورو ته د ترهکی سپارلو په اړه ما کره مالومات تر لاسه نه کړل[که تاسي ته مالوم وي کامنټ ئې کړئ]خو ویل کیږی چي هغه د کابل په قول آبچکان کي په پټه توګه خاورو ته سپارل سوی دئ او څو شپې وروسته ئې د دولت د کسانو له خوا قبر ته اور اچول سوی او د هغه جسد ئې په ایرو بدل کړی. هغه له شاه شجاع وروسته دوهم افغان مشر دئ چي د قبر نوم او نښان ئې نسته.
د تره کي د مرګ کیسه د جموري ریاست د مخابراتو ریس عبدالودود په ډاګه کړه، چي همدا اعترافات ئې د کابل په انیس کی خپره سوه، چي د ده په خبره د سیاسي ارکان له ریس [روزي] او د ګارډ د اطلاعاتو له ریس [محمد اقبال] سره ئې یوځای وژلی وو.
۱۳۵۸ل کال د تلي میاشتي پر ۱۸۸مه کابل راډیو د نور محمد تره کي مرګ داسي اعلان کړ:”د انقلابي شورا ریس نورمحمد تره کي د هغي اوږدې ناروغۍ له کبله چي ورسره لاس او ګرېوان وو، پرون سهار سترګي پټي کړې او جنازه ئې تېره ورځ په پلرنۍ هدیره کي خاورو ته وسپال شوه”
ـــــــــــــــــ
سرچينې: نورمحمد تره کی ولي ووژل شو، يار محمد تره کی: ۱۹۹۵۵ع کال، داودخان د کي جي بې په منګلو کې او زما شخصي ياددښتونه.
يادونه: څرنګه چي لا د تره کي مرګ د ادعاو پر بنسټ ويل کېږي تمه ده په دې اړه يو وخت کوم مشر مستند ليکوال اصلي کيسه وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply