د رياض تسنیم مرګ او د پښتنو بدقسمتي!!! / هلمند پردیس

0 1,717

د رياض تسنیم مرګ او د پښتنو بدقسمتي!!!

څه بې ځایه، څه ارزان ارزان مې ويشي

دا زما واړه واړه ضرورتونه

*********************************************

زه چې اوس څه ليکم، دا د خپلې پښتو ژبې او د هغوى (ليکوالانو) د بدقسمتۍ په اړه ليکم، کومې چې ما خپله ليدلى او درک کړى ده.

د پښتو خوارې ژبې يو ستره بد قسمتي دا ده، چې څومره يې ژبه خواره ده، دومره يې غمخواران هم په مادي لحاظ خوار دي،زما د دې خبرې د ثبوت لپاره د اروښاد رياض تسنیم خپل پاس شعر لوستلى او عکس يې کتلى شئ،هغه د خپلې مريضۍ د علاج پيسې هم نه درلودلې.

زما دا خبرې د پښتو ژبې يو بې جوړې شاعر، ليکوال، د پښتنو غمخوار، ټولنپوه او دحقيقت ملګري ارواښاد رياض تسنیم په اړه دي.

که څه هم زه د ارواښاد سره شخصي بلد نه وم، خو د ده هغه ريښتوني پښتونوالي سړى ديته هڅوي،او د خوشال بابا هغه شعر سړى ته ور په زړه کوي ، چې وايي….

د خوشال قدر که اوس په هیچا نشته

پس له مرګه به يې ياد که ډېر عالم

زه نو ځکه د ده په اړه د خپل زړه تسلي د انترنيت له څپو خپره کوم، او په اوس دور کې د انترنيت د هم کور ودان وي، چې موږ يې د خپلې ژبې داسې خورو، ورو ليکوالانو او د پښتنو غمخوارانو سره اشنا کړو،چې سارى يې د ادب او ليک

رياض تسنیم

والۍ په ډګر کې کم او بېخي د نشت په حساب دى.

خو دا به بيا موږ خپله بد قسمتي وګڼو ، چې پر مرګ د خپلو بې جوړې استعدادونو او غمخوارنو څخه خبريږو.

پر همدې پورې زه د پښتو ژبې په اړه د درو هفتو مخکې خپله يوه خاطره درسره شريکه کړم.

درې هفتې مخکې نومبر کې کابل ته تللي وم، هلته د پښتو ژبې غني کتاب پلورنځيو (دانش مطبعه او اکسوس کتاب پلورنځي ) څخه مې ليدنه او د خپلې خوښې پښتو کتابتونه مې پکې راونيول، په ډېر ښکلى انداز يې جوړې کړى دي، کتابونه يې منظم او په ترتيب سره برابر ايښى وو،او د دوى د کتاب پلورنځيو منظم، ښکلي او په عصري سيستم سمباله سليقه مې ډېره خوښه شوه.

خو ژړا هغه وخت راغله چې ما کله د پښتو ژبې او پښتنو د پنڅه زره کلن تاريخ خبرې اوريدلى او موږ د نړۍ د نوره ژبو سره په قياس کې د نشت په حساب پښتو کتابونه لرو،او نوره نړۍ زموږ د عصري کتاب پلورنځيو په شان خلک خپلو کورنو کې دومره کتابونه لري، او هغه د انترنيتي کتابتونونو زخيرې چې دوى په انترنيت کې لري، هغه خو يې بيله خبره ده، نو دغې خبرې بلا ټکان راکړو، چې موږ څومره کم کتابونه لرو.

له دې خبرې دا معلوميږي، چې موږ څومره کم ښه لیکوالان، موږ څومره شاته پاتې ولس او زموږ ژبه څومره خواره، او زموږ ليکوالان څومره په مادي لحاظ خوار دي.

پښتون که غواړي، چې خپل ځان او خپله ژبه د نړۍ د خلکو او ژبو سره سياله کړي، خپل ګريوان ته د سر ټيټ کړي، او خپلو مشکلاتو ته د خپله اوږه ورکړي، او خپله د يې حل کړي.

زه اوس هم داسې ليکوالان پيژنم،چې چاپ شهکارونه کتابونه يې د پيسو له وجې په کتاب پلورنځيو کې بنديان پراته دي،او زه داسې پښتانه، ملکان، وکيلان، واليان، ريسان هم پيژنم، چې دپيسو بوجۍ په کور او بانکونو کې لري، خو د ليکوال د کتاب او د پښتو ژبې د بډاینې لپاره يې هيڅ مسؤلیت ته اوږه نه ده ورکړى، او نه يې ورکوي، او نه دا خپل مسؤلیت بولي.

وه پښتنو مشرانو؛ دا ستاسو مسولیت دى، چې ستاسو نه کشرانو ته د خپلې ژبې او قوم ته خدمت وکړئ، او بيا د ځوان نسل مسوليت دئ، چې راتلونکې نسلونو ته د ستاسو د وطنپرستۍ په پل قدم کيږدي، او خدمتونه وکړي، که مشران خپل مسؤلیت ادا نکړي، نو دا ځوانان به مو بيا کومو خدمتونه کوي؟

زه وايم، راځئ، چې د رياض تسنيم په شان ليکوالان سپانسر کړو، او مادي ضرورتونه يې ورپوره کړو،تر څو خپلې ژبې او ولس ته مو خدمت کړى وي.

قدرمنده مشره(رياض تسنيم صاحب )؛ ستا د مرګ په بهانه مې خپل د زړه بړاس د پښتانه پر درشل وکړو، ستر خداى د وکړي، چې موږ د خپلې ژبې او قوم تر مخ خپل مسؤلیت ادا او خدمتګاران يې وګرځو.

ستا د ستر رب العزت ښکلى جنتونه نصيب کړي،درنې کورنۍ، دوستانو، ملګرو او ستا په درد درديدلي پښتنو ته د زړه صبر غواړم، او پښتون ته د خداى د خپل مسولیت پوره کولو توان او توفیق ورکړي.

هلمند پردیس

خوست =حيدرخېل

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply