ژوند زهر نه به و، خو زهرو ته نږدې هم و
کله ناکله خو قسم چې زیات تر دې هم و
هغه ملا چې په ممبر کړ بې پردې یو کس
زما په خیال خو یو نیم کار يې د پردې هم و
بې ایمانۍ ددغو خلکو لږ ضعیف ایمان
لوی کرامت د لویدیزوالو د چندې هم و
په بتکده کې چې دا کومې نخرې کېږي نن
دغه حالت همدا پرون د میکدې هم و
خندا له ټول جهان سره کړم، خو ژړا ګوښې
دغه عادت ابا مې وې چې د ادې هم و
د بېکسیار د لېونتوب له غمه ژاړي چې
خپه به وي خو څه خواهش پکې ددې هم و .
۲۰۱۷/۱۲/۱۳
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320