د خلکود فعال ګډون ارزښت

0 616

 

د خلکود فعال ګډون ارزښت

تر نورو ایزمونو او رژیمونو د ولسواکۍ یوه عمده ښېګڼه داده چې په ټولنه او د حکومت په چارو کې د خلکو فعال حضور او ګډون باوري کوي. په بله وینا د خلکو له فعال ګډون پرته ولسواکي نشي رامنځته کېدلی.

ولسواکي باید یوازې په دې مانا هم وا نخیستل شي چې خلک دې هر پنځه کاله وروسته په ولسمشریزو ټاکنو کې فعال او پراخ ګډون وکړي او کله یې چې ولسمشر انتخاب کړ، نو بیا دې پنځه کاله ارام او غیر فعال ناست وي.

د ولسواکۍ حکم دادی چې د حکومت او ولسمشر له انتخاب نیولې د حکومتتولۍ په بېلابېلو کچو کې باید خلک د چارو د ترسره کولو، څارنې او نقد کولو دوامدار او فعال ګډون ولري، ځکه همدا خلک او ولسونه دي چې په خپلو رغنده نیوکو، وړاندیزونو، لارښوونو او سپارښتونو حکومتونو ته مثبت لوری او جهت ورکوي او دخپلو مسوولیتونو ترسره کولو ته یې متوجه کوي.

ولسواک حکومتونه د پروګرامونو او پروژو په طرحه او تطبیق کې د خلکو پر پوهه اتکا کوي، ځکه د دغه وړ نظامونو یوه اساسي موخه د خلکو رضایت ترلاسه کول دي او دغه رضایت هغه مهال ترلاسه کېدلی شي چې هم خلکو ته پام وشي او هم د دوی رول او غوښتنو ته ارزښت ورکړل شي.

همدارنګه نړۍ والې تجربې ښیي چې د خلکو پوهه له امکاناتو او فرصتونو څخه په ښه ګټه اخیستنه کې عمده رول لري او په دې برخه کې یوازې په تخنیکي پوهه اتکا کول کافي او مناسب نه دي، نو له همدې امله حتمي او ضرور ده چې په هر ډول پرمختیایي پروګرامونو کې ولسي پوهه د یو اساسي اصل په توګه په پام کې ونیول شي، نه د خرافات او وچو عقایدو په توګه چې د ټولنې د ودې او پرمختګ مخه ونیسي.

د دې لپاره اړتیا ده چې تخنیکي پوهه، ولسي پېژندنه او سیاسي اړتیا په خپلو کې مشترک او سره پخلا شي، ځکه زېربنایي پروژې له سمې تخنیکي پوهې پرته نشي ترسره کېدلی. له بل لوري، د پروژو ساتنه او څارنه له سیاسي پوهې او ولسي ونډې او همکارۍ مه واره امکان نه لري.

حکومت او مسوولو ادارو ته ښایي چې د ولس او تطبیقونکو ادارو تر منځ ګډه همغږي او همکاري رامنځته کړي چې د هغه په ترکیب کې هم تخنیکي کادر وجود ولري ، هم هغه خلک چې له ملي او اسلامي فرهنګ سره بلد وي او هم هغه کسان چې سیاسي اړتیاوې درک کړي. د پروژې سیاسي او ټولنیزواثراتو ته له پام مه واره په تخنیکي پوهه ټینګار د ټولنې له بدنې څخه د دولتي کادرونو د جلاوالي لامل کېږي.

د نظام مشروعیت د تخنیکي معیارونو پر بنسټ نه شي ترلاسه کېدلی. د دې لپاره چې دولت جوړونه او ملت جوړونه پر بنسټ استوار وي، اړینه ده چې د نظام مشروعیت ورځ په ورځ زیات شي. پر دې بنسټ تخنیکي پوهه باید تل د خلکو له پېژندنې او سیاسي پوهې سره همغږې وي، څو د نظام په اړه د خلکو اعتماد د هغه د مشروعیت ستنې د خلکو په ذهنونو کې پیاوړې کړي.

خلک د حکومتولي د شکل او منځپانګې په برخه کې مهم نظریات لري. لکه دا خبره د خلکو په منځ کې په سادګي د درک وړ ده چې په حکومتولي کې باید ضوابط پر روابطو حاکم وي. پر دې بنسټ باید خلک په ټولو اړوندو چارو کې له خپل شهروندي ژوند سره شریک وي، څو وکولی شي خپلې غوښتنې د سیاسي نظام له لارې په عمل کې پلې کړي.

 

محمد بشیر یوسفزوی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply