مورال او انګېزه نه د حامد کرزي ډرامې دي، نه د اشرف غني چيغې، نه د خليلي او محقق پرپړې. په شپاړسو کالو کې د دوی يوه خبره، يوه چيغه، يوه ناره داسې را وښياست چې د ملي پوځ د سرتېريو لهپاره د هېوادنۍ جګړې انګېزه، روحيه او مورال ګرځېدلی وي.
هغه وينا چې له صداقته بېبرخې وي، پر زړونو نهشي کښېناستلای. روحيه، انګېزه او مورال نهشي را پورته کولای.
د ملي اردو پر ليکو، سنګرونو، پوستو، شوبلو او ټانکونو اوس هم د «سر ورکوو، سنګر نه ورکوو» د روحيې او مورال څپې را پورته کوي، ځکه خو اوس هم سرتېريو پر خپلو مټو او تنديو «وطن يا کفن» د هېوادنۍ جګړې شعار ګرځولی دی.
د ډاکټر نجيب الله پر شهادت تر دوو لسيزو زيات وخت اوړي، خو د ده فکري او ملي ليدلوری اوس هم د ملي اردو، روحيه غښتلې او ځواکمنه ساتي. په حقيقت کې اوس هم د پوځ سراعلی قوماندان ډاکټر نجيب الله دی.
ملي پوځ اوس هم د ده د «وطن يا کفن» په بولۍ جنګېږي، د سر ورکوو، سنګر نه ورکوو په قومانده سرښندنو ته چمتو دی. ډاکټر د تمثیل او اکټينګ اړ نه و، د ده وينا له زړه او ضميره را پورته کېده، د زړه او ضمير غږ د زړونو له قلمروه څوک نهشي پورته کولای.
د ډاکټر نجيب الله تر سرقومانداني لاندې په پوځ کې د سرتېريو حقونه په بډه نهشوای وهل کېدای، د خيالي عسکرو کرکجن بدعت نه و را منځ ته شوی.
فساد تر ټولو زيات د سرتېريو پر روحيه، مورال، انګېزه او وړتياوو ناوړه اغېزه پرېباسي، هغه وخت چې په تنظيمي ليکو او غونډونو کې د جنګياليو او هغوی د سرګروپانو او قوماندانانو معاش د ملي پوځ له سرتېريو او منصبدراو درې، ان څلور برابره زيات و، «وطن يا کفن» ته ژمنتيا او او د «سر ورکوو، سنګر نه ورکوو» تعهد د تنظيمي جګړهمارو، عربو، پنجابيانو، سېایاې، ایايسای، موساد او نورو استخباراتي شبکو له بړېڅو هېوادنۍ جګړه ګټلې وه.
افغان ملي پوځ د جلالاباد په سنګرونو کې د دوښمن له سترګو د جګړې په ډګر کې د برلاسي خوب تښتولی و، تر دې چې حکمتيار هم اوس د جلالاباد د جګړې پر غندنه، ناکامي او رسوايي له اعترافه مخ و نهشوای ګرځولای.
له همدې ځايه نړيوالو استخباراتي شبکو د ملي اردو «سر ورکوو، سنګر نه ورکوو» ژمنتيا نهشوای زمولولای، ځکه خو د «وطن يا کفن» تعهد هم چا و نهشوای ننګولای.
همدا اوس که د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ملي اردو پوستې، قرارګاوې، د څار او پلټنې چيک پوسټونه وګورئ «وطن يا کفن» ته د ژمنتيا شعار پرې لګېدلی.
«سر ورکوو، سنګر نه ورکوو» په راتلونکي کې د بشپړ بري د ډاډ او باور هنګامه ژوندۍ ساتلې ده.
«وطن يا کفن» سرتېريو په خپلو ګوتو د خپل زړه او ايمان پر تخته کښلی.
«سر ورکوو، سنګر نه ورکوو» ملي اردو وطن او خلکو ته د خپلې وفا اثبات ګرځولی.
دغه شعار د رښتينتوب په روحيه او ملي جذبه له زړونو را لټېدلی او د ضمير او ايمان په ملتيا يې د دوښمن په مقابل کې هېوادنۍ جګړه توده ساتلې، د چا د ژوند او سياست مصنوعي او تمثيلي پارټ نه دی.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320