د غنم او ادم تړون ډېر پخوانی دی. بشر د خپلو عضوي اړتياوو په موخه د غنمو ډوډۍ خپل عمده او محوري خوراک تعيين کړی. کابو له هر ډول خوراک سره ډوډۍ هم خورو. ځينې مدرکونه د ډوډۍ او انسان اړيکه د ډبرو زمانې ته رسوي، وايي چې هماغه مهال انسانانو د غلو دانې له اوبو سره ګډې کړې، بيا خميره لاس ته راغله او ډوډۍ يې ترې پخه کړه.
تر ټولو معمولي ډوډۍ د غنمو ده، خو موږ به يې په دغه تاريخي ـ تخنيکي اړخ ډېر نه تم کېږو، دې برخې ته به راشو چې مېرمنې په کورونو کې ډوډۍ څنګه تر ډېره پورې سمه ساتلای شي؟
د ډوډۍ خاصيت داسې دی چې که سمه و نه ساتله شي، ډېره ژر وچ کښکری شي، د خوراک نه وي او کوربانه خو يې مېلمه ته بېخي بېعذر ويلو تر مخ نهشي ايښودلای.
په دې ليکنه کې اووه داسې لارې چارې يادېږي چې که يې عملي کړئ، د ژوند ملګري به مو د ډوډۍ په خاطر هيڅکله تندی درته تريو نه کړي، نه به يې تاسې دسترخوان ته په را اخيستلو کې اندېښمنې ياست؛
لومړی
که ډوډۍ ډېره ژر وچه او ټوک ټوک کېده، يوه وجه يې دا ده چې پاستي مو ګرم ګرم يو پر بل برسېره ايښي دي.
دويم
ډوډۍ چې ډېره سړه شوې نه وي، دستي يې په نايلوني دسترخوان يا بل ساهبنده ټوکر کې مه پېچئ، ځکه چې بېرته لکه خراب خميره شوي وړه، بېخونده کېږي.
درېيم
تر اوسه د ډوډۍ ځای بل هيڅ شي نه دی نيولی، ښه دا ده چې د خپل کور اندازه درته مالومه وي او هغومره پخه کړئ چې کراستې کراستې نهشي. د ډوډۍ ډېر مصرف له همدې تاواني کېدو هم دی.
څلورم
زموږ په وطن کې ډېرې کورنۍ يخچال نه لري، خو د ډوډۍ په برخه کې ارمان مه پسئ کوئ. کله چې ډوډۍ په يخچال کې کېښودله شي داسې شي لکه خورا چې زړه وي، يانې خرابه يې وبولئ. د يخچال ډوډۍ که بېرته په فريزر ګرمه هم کړئ، پخوانۍ مزه به يې بايللې وي.
پنځم
که ډوډۍ له نانوايي اخلئ، يو کار دا وکړئ چې په نايلوني شي کې يې مه پېچئ، يو بل ټوکر درسره اخلئ او په هغه کې يې راوړئ. که يې کور پخوئ ښه دا ده چې تر لږ سړېدو وروسته يې په دسترخوان کې پټه کړئ، په دې ډول به تر ډېره د کار وړ وي.
شپږم
زموږ په وطن کې ښه ډوډۍ ان د کور د مېرمنو په محاسنو کې حسابېږي، د ډوډۍ ښهوالی له هغه ځايه پيلېږي چې تاسې په وړو کې اوبه در اچوئ، خميره کوئ يې او د وړو د کاسې يا خاورين د ګرمي او سړوالي خيال ساتئ.
اووم
که په ښار کې اوسئ، دا هم واورئ چې د ډوډۍ د ضايعاتو په لړ کې خلک ۲۰ سلنه، نانوايان ۳۰۰ او مصرفي وړه ۵۰ فيصده اغېز لري. کامياب هغوی دي چې د ډوډۍ په ضايع کولو کې د ونډې په کمېدو ډېره خواري وکاږي، ډوډۍ وساتئ.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320