د ننې زمانې ویده ځوان ته وایم!/ وحید ګل هاشمی

0 973

ځوانه ته نه یې خبر چې ته په کومه خاوره ګرځې او ارامه ورباندی ویده یې په دی څومره ښکلو خلکو خپل سرونه له لاسه ورکړي دي، څومره به خپلې هیلې له ځانه سره وړي وي، څومره به په دې آند وو چې زما لمسي چې رالوي شي هغوي به په قراره ژوند ولري خیر که په مونږ بد عمر تیر شو.

تا دی خپل تاریخ نه دی کتلی چې زمونږ نیکونو به نورو ته د هغوي سیمې ساتلی، ته نه یې خبر چې دا افغانستان څومره وو، تاته دا ښونکي نه دي ویلي چې ډیرو مو ددې له امله خپل ژوند په خطر کې وغورځاوو چې دښمنانو ترې د هیواد سیمې غوڅول غوښتل خو هغوي د خپل بدن غړو اجازه ورکړه خو نه ددې خاورې د تقسیم کولو، ولی تا د احمد شاه بابا نوم ندی اوریدلی؟

ولی ته لدې نه یې خبر چې میرویس نیکه څوک او څه یې کول؟

ولی تاته په ښونځي او پوهنتون کې دا ندي ویل شوي چې دوي هم زمونږ په څیر انسانان وو، درد یې درلود غم یې درلود، غریبي درلوده، مور یې وه، خور یې وه او زمونږ په څیر فامیلونه یې وو. خو که په هیواد باندې د یرغل یا به یې د کوم خاین نوم واوریده بیا تر هر څه ورته خپله خاوره ګرانه وه.

تانه اوس دا هیر شوي چې ته هم همغه افغان یې، څه فکر کوي تاته به هر څه په خپله جوړیږي؟

ایا ستا ‌ذهن یې مني چې هر څه دی په خپله جوړ شي، هیواد دی امن شي مونږ دې سولییز ژوند ولرو، دښمن دې راته مړ شي.

خیر که میرویس نیکه نشته ته هم افغان یې، خیر که د احمدشاه بابا دښمن ته د ویرونکو اسونو شور نشته
خو ته شته یې ته هم افغان یې، ته هم د وخت یو ژوندی انسان یې، ته هم هر څه وینی ستا هم سترګې شته فکر شته.

ودردیږه په دی خاوره، اور شه د خاین په سترګو کې، ورک که هاغه څوک چې ستا افغانه خور ژړوي، وساته خپله د مور په څیر خاوره

پورته شه او نړی ته دا ثابته کړه چې افغانان یو دي تل دي، سیال که ځان د سیالانو سره ولوله د هیواد لپاره د ځان لپاره، ورکې کړه نورې دا تورې تیارې

وکړه له ځانه دا پوښتنه چې تا په خپل دومره تېر عمر کې دې خاورې ته څه کړي جبران کړه تیرې غلطیانې، شپه ورځ هڅه وکړه هڅه وکړه تر هغې چې بریا دی په برخه شي.

پرېږده هاغه خبرې چې تا ددې خاورې له دفاع، له ساتنې او د یوه خاین او هیواد پلورونکي شخص په وړاندې له مبارزې راګرځوي.

پورته شه او نور هم درسره پورته کړه لدې درانه خوب څخه ټولو ته وښایه چې څوک تور دی څوک سپین، وجنګیږه د هغه اشخاصو په وړاندې کوم څوک چې ددې خاورې پلورلو ته ناست وي، ددې خاورې د نوم ورکولو ته ناست وي.

ای ویده ځوانه ته خبر یې!

څه موده مخکې ستا قانون جوړونکو افغانیت نه غوښت تا څه وکړل؟ هیڅ هم نه

نو ته ووایه ته ویده نه

ایا ته اوس په رښتیا د احمد شاه بابا لمسی شوی، تا اوس په رښتیا لدې خاورې دفاع وکړه؟

ته خبر یې ستا کلتور څه شو ستا لباس څه شو، ستا شان په نړۍ کې څه شو، ته خبر یې چی ته او ستا سیمه اوس په نړی کې د څه په نوم شهرت موندلی؟

او ته بیا هم ویده یې!

ولی؟

وه ظالمه ته چې ددې خاوره غم ونه خورې څوک یې وخوري بله ملاله درته له کومه راولم، بیا که پیدا شي تاته ژوند کول بیا څه مانا

بس دی د خپلې سیمې لپاره د افغانستان لپاره نور پاڅه ویښ شه، پورته شه خلکو درنه هر څه یوړل، او وړي یې درنه

نور نو علم وکړه ټولنه روښانه کړه، وځلیږه په نړی او نړیوالو ته وښایه چې زه هم انسان یم او په بل انسان مې هغومره زړه درد کوي لکه په خپل ځان، مړه که هاغه ټول پخواني اورونو، ته دا هیواد ابادولی شی ځکه په تا کې دا وړتیا شته ځکه په تا د افغان نوم پروت دی د میړني شخص، او په تا کې د یوه افغان وینه څرخي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply