که  اشرف غني کلک ونه دریږي، بدې پيلي به ولري!/ ډاکتر ګل مرجان منګل

0 747

پداسی حال کې چې د اشرف غني دا عمل چې د بلخ والي عطا ممد یې له شپاړسو کالو ورسته چې په یاد ولایت کې والي پاتي شوی وو او ځانته یی امپراطوری جوړه کړی وه، له دندي ګوښه کړ ولس وستايه او ستایي یې خو که اشرف غني له دغه پرېکړې په شا شي او یا د عطا ممد سره بله کومه مامله تر سره کړی نو دا به د اشرف غني لپاره په لوی لاس سیاسي ځان وژنه وي، ځکه خو اشرف غني ته په کار ده چی سنګر خوشی نه کړي خپله پریکړه د قانون د  ورکړل شوی سلاحیت په سیوره کې عملي کړي.دا ځکه چی د اشرف غني همدغه پریکړه چې پورته یی یادونه وشوه نه یوازې د  ولس بلکی د هغو اشخاصو او افرادو چی د تیرو ټاکنو څخه وروسته له هغه څخه خپه شوی وو هم اعتماد حاصل  کوالي شي، هغوی ته به د اشرف غنی هغه شعار چی موازي حکومتونه ختموم په ثبوت ورسوي.
د اشرف غني همدغه پریکړه نه یوازي د اشرف غني د سیاسي راتلونکی لپاره مهمه ده بلکې د افغانستان او د افغانانو د ښې راتلونکی زیری هم د ځانه سره لري، ځکه ولس ته هیله پیدا کیږی چې رڼا راروانه ده، قانون پر زورور او کمزوري یو ډول پلی کیدونکی دی.
همدارنګه هغه وخت راروان دی چی د زورور، غلو، د دولتي او شخصي ځمکو او کورونو د غاصیبینو سره د حساب او کتاب وخت راروان دي او په دولت کی فساد مخ په ټولیدو دی بلاخره کار اهل کار ته سپارل کیدونکی دی.
خو که اشرف غني عطا لرې نه کړي او خپله پریکړه عملي نه کړي اشرف غنی به هغه محبویت چی تر اوسه ورپاتې دی هم له لاسه ورکوړي راتلونکی ټاکنو کی سوال نه پیدا کیږی چی څوک رایه ورکړي او ډیر خراب تاریخ به تر شا پریږدي، بلخوا به عطا ممد لا ډیر وپړسیږی بیا به یی ټيټول ډیر ګران وي.
بله مهمه خبره چی د عطا ممد د نه لرې کیدلو له امله به رامنځ ته شي هغه دا ده چې په مختلفو ولایاتونو کی به مختلف زورور سرونه راپورته کړي هر خوا به وړې وړې د قدرت جزيرې جوړې شي افغانستان به پر ملک الطوایفی بدل کړي، فساد به لا زور واخلي، لا ډیرې ځمکې به غصب شي، شورت به لکه د اوس په شان عامه خبره شی قانون به هیځ ځای نه تدبیق کیږی بلاخره په افغانستان په ځنګل تبدیل شي.
ځکه خو اشرف غنی ته پکار ده چی د خپلې پریکړې تر شاه کلک ودریږی عطا ممد له امپراطورۍ لرې کړی ورپسي چې د افغانستان په هر کنج  او کنار کې داسې کس یا ډلې ګوری چی په سر کی یی د بدماشۍ هوا ګرځی ټول چپه کړی، ورپسې د رشوت خورو، د ځمکو غاصیبینو او ټولو غلو ته اعلان وکړي چی رشوت، غصب،غله او فساد بند چا که سر غړونه وکړه سخته جزا ورکړل کیږي، همدارنګه کار د اهل کار ته وسپاري د قوم، سمت، ژبې په نومونو د د چوکیو د ویش ناوړه پديده له منځه یوسي.
که اشرف غنی دا کارونه تر سره کړل یو خوا به ورڅخه خدای پاک راضې شي بله خو به ولس ورته دوعاګانې کوی په راتلونکی ټاکنو کی یی د وړلو چانس سلو ته رسیږي. نو دا اوس پر اشرف غني پورې اړه لري چی څه کوی؟

ومن الله توفیق
مننه
ډاکتر ګل مرجان منګل
21/12/17

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply