زنجبيل د وزن له ژر کمېدو سره مرسته کوي! /حمیدالله حمیدي

0 1,823

 

نن سبا ډېر خلک د وزن له زیاتوالي سره مخ دي او له مختلفو لارو هڅه کوي چې وزن کم او يا کنټرول کړي.

د وزن زیاتوالی د وخت په تېرېدو سره انسان له ګڼو ناروغیو سره مخ کولی شي. کېدای شي د وزن د کمولو لپاره ډېرې لارې چارې شتون ولري او خلکو ترې ګټه هم اخیستې وي؛ خو بیا هم د وزن کمول ډېر وخت، سخت تمرین او رژیم ته اړتیا لري چې دغه چاره د هر چا د وس او حوصلې خبره نه ده.

وروستیو څېړنو ثابته کړې ده چې له زنجبیل څخه ګټه اخیستل کولی شي په اسانۍ سره ستاسو وزن کم کړي. زنجبیل د غذا له هضم او جذب سره مرسته کوي.

څېړونکي وایي زنجبیل خپله په معده کې یو ډول مواد ترشح کوي، چې هضم او جذب ګړندی کړي. دوی وایي زنجبیل چربي سوځونکی خاصیت لري که له خوړو سره یو ځای وکارول شي د وزن له کمولو سره مرسته کوي. ډاکټران وایي که غواړی وزن مو کنټرول کړی خپل غذایي رژیم ته زنجبیل ور زیات کړئ، ځکه زنجبیل په خوړو کې غوړین مواد او په بدن کې شته چربي له منځه وړي او د وزن د کمولو سبب کيږي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply