خود غرضي یا ځان غوښتنه/داکتراحمدمجیب احمدي

0 965

انسان یو مادی معقول مخلوق دی، ضروري ده چې د نورو انسانانو له ټولنې سره ملګری او د هغوی په منځ کې ژوند وکړي.  یعنې کولای شم ووایم چې د اجتماع په داخل کې ژوند د انسان جدی ضرورت او مجبوریت دی، له ټولنې بیرون انسان اصلاً انسانې غوښتنې نه شې پوره کولای، د ټولنې په داخل کې ژوند د کیمیاوي معادلو په څیر د ورکړې او راکړي پروسو ته ورته دی، یعنې کوم څه چې ورکوې همغه ته د ورته اخیستنې توقوع باید ولرې، اما د مادې دنیا د یوه جز په حیث د ورته نتیجې ضمانت او د حتمیت اختیارڅوک نه شي درکولای. خو دومره ضرور ویلای شم چې د ښو نتیجه اکثراً ښه او د ورانیو ورانه وي.

د نورو انسانانو سره اړیکې، د ملګرو، د دوستانو،  مور،پلار، خویندو، وروڼو،  شتون او له هغوی څخه لاس نیوی او  دهغوی په مدار کې اوسېدل د انسان د نیکمرغې دارو مدار جوړوي.  له دوی سره خوشالي  ستره او غم سپک وي ، د علم، پوهې او مادیاتو راټولول دهمدې دایرې د ساتنې په هدف وي، اما خود غرضي او ځان غوښتنه ددې سبب کېږی چې هرڅه یواځې او یواځې پرخپل ځان را وګرځوو چې په پایله کې به یې له داسې سرنوشت سره مخامخ شو چې په کراره کراره به یو په بل پسې انساني روابط له لاسه ورکوو او بالآخره به یواځی او تنها پاتېږو. 

ځان غوښتنه حد او اندازه نه لري، ځکه د خود غرضه انسان سره په رابطه کې هیڅوک مصون نه شي پاته کېدی، که یې ملګری د غوښتنو مخالف شو نو هغه باید له لاسه ورکړې، همداسې دوستان، خپلوان او نیږدې قریبان. په پوره اطمنان ویلای شم چې له داسې کسانو سره حتی ددوی د اولادنو او د ژوند شریک ګذاره هم  پوره ترخه وي.

له انسان څخه د خپل پيدایښت د جوهر په اساس د ښو او نیکیو هیله کېږي، هرڅومره بد انسان هم له ښایست او نیکۍ څخه آرام تر لاسه کوي، یعنې په خود آګاه یا ناخوآګاه ‌‌‌‌‌‌ډول له ښه کولو، ښه لیدلو او اورېدلو آرام او خوشالي تر لاسه کوي

پیامبراعظم صلی الله علیه و آله وسلم فرمایی:

مَثَلُ الْمُؤمِنینَ فی تَوادِّهِمْ وَ تَراحُمِهِمْ وَ تَعاطُفِهِمْ مَثَلُ الْجَسَدِ: اذَا اشْتَکی مِنْهُ عُضْوٌ تَداعی لَهُ سائِرُ الْجَسَدِ بِالسَّهَر وَ الْحُمّی.

سعدي څه ښه وایی:

بنی آدم اعضای یکدیگرند

که در آفرینش ز یک گوهرند

چو عضوی به درد آورد روزگار

دگر عضوها را نماند قرار

تو کز محنت دیگران بی غمی

نشاید که نامت نهند آدمی

که له یوه لوریه زموږ د نیکبختۍ سبب عقل دی له بل پلوه زموږ د بربادۍ سبب هم همدا جوهر دی، همدا عقل دی چی غله ته لومړی د غلا چل ور ښيی او کله چې بند شي د فرار لار هم ورته واضح کوي. همدا عقل دی چې د خپل ځان د ساتنې طریقې در زده کوي او همدا عقل دی چې بدبختانو ته د نورو د کړولو لارې ورښيي. دا د انسان مسولیت دی چې له عقل څخه د بربادۍ نه بلکې د نیکمرغۍ لپاره کار واخلي.  موږ د خپل ژوند لار  ټاکلو اختیار لرو، موږ ته دا اختیار راکړل شوی. داسې فکر وکړی چې انسان د خپلو ټولو اعضاوو او سیستمونو سره یو نوي جوړ شوی موټر ته ورته دی چې ته یې ‌‌‌‌‌‌ډرایور یا چلونکی یې، دا خو ستا اختیار دی چې په لوړو یې خېژوې او که په ژورو، دا ستا اختیار دی چې په یوه ګړۍ یې  تباه کوې او که یې په پوره دقت او احتیاط له هرې ورانۍ ساتې او پالنه یې کوې

انسانان د خپل ځان او ټولنې د هستې همداسې اختیار لرې، په هرلوري یې چې وغواړي کشولا شی، دوی د خپلې بریادۍ او  ښادمانۍ مسول دی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply