د جدی تور ماښام دافغانستان د بربادۍاو دسرې امپراتورۍ د نړېدو پېلامه وه

0 931

محمد انور ولید

د مرغومي ۶ مه

ماته ښه یاد دي چې په دې اړه ډاکټرنجیب له مجاهدینو سره په جلال آباد ، کابل ، عراق اواروپا کې هم څوځلې کتلي چې آخرټول د مؤقتې ادارې په را منځته کېدو سره سلا شول ، ولې متأ سفانه چې د ګورباچوف او ریګن او نړیوالې ټولنې د پټو زدو بندونوله امله د مجاهدینواوډاکټرنجیب ترمنځ هغه خپلمنځي لفظي هوکړه او باور په لوی لاس پراوبو لاهو شول اوهغه یې و نه شوای زغملای . دا ځکه چې روسانو ، امریکایانو ، اروپایي ټولنې او د افغانستان ګاونډیانو لکه پاکستان ، ایران او روسیې په ګډه په افغانستان کې د جګړې اوږدول غوښتل او د کابل د حکومت او مجاهدینو ترمنځ ټولې هوکړې او ډیالوګ یې له منځه یووړل .

تزاري روسانود ماکیاول د زامنوترقوماندې لاندې له پخوا را هیسې د برتانوي توراستعمارسره په سیمه کې سیالي لرله . انګرېزانو په خپل استعماري پلان کې د آسیا جنوبې سیمې پرله پسې را ونغاړلې او پوره (۲۰۰ ) کاله د برصغیر پرسینه باندې د توراستعمارخپسه د سیمې د هېوادونودخبېښاک په خاطرورناسته وه ، خوتزاري روسانوبیا د منځنۍ آسیا سیمې پرله پسې ترخپله قطبي الحادي سینه لاندې کړې اود سره اوتوراستعمارترمنځ ( افغانستان ) د عائقې سیمې په نوم سره کرښه پاتې شو.

که څه هم انګرېزانودری ځلې پرافغانستان باندې خپلې لښکرې د هېواد له جنوب لوېدیځې اوجنوب ختیځې خوا د افغاني وطن پلورونکوشاهزاد ګانو په ملاتړرا وخېژولې ، خود تاریخ په درېیوپړاوونوکې یې د افغانانو له خوا دری ځلې سختې ماتې هم خوړلې دي چې په درېیم ځل افغانانوخپله بشپړه آزادي له انګرېزانوڅخه په وچ زورترلاسه ، د انګلیسانونړیوال استعماري طلسم یې ورمات او په ټوله نړۍ کې ددوی په سلګونومستعمېرې یوپربل پسې آزادې اوبرتانوي توراستعمار نړۍ هرګوټ کې دړې وړې شو.

همدغه ډول تزاري روسانوهم د منځنۍ آسیا اسلامي هېوادونه یو پربل پسې ونیول ، د هغوی فرهنګ یې د مارکسېزم اولینېنېزم په معماډوله مفکوره باندې ورمسخ اودین اومذهب ته یې د ( افیون ملتها ) نوم ورکړ. دیني مقدساتو ته یې په سپکه سترګه وکتل او آن چې د امام بخاري په جومات اومدرسه او نورو مقدسه اماکنو کې یې د سرې اردو د آسانوطویلې اوتیاترونه جوړکړل.

د ازبېکستان ، تا جیکستان، ترکمنستان ، قرغېزستان ، قزاقستان ، آذربایجان اوقفقازسیمې یې ټولې لاندې ، مشران لکه ابراهیم بېک ، امام قُلي ، امام شامل ، منصوراو نوریې پرله پسې ورشهیدان کړل ، هغوی له څوارلس کلونودرواخله بیا آن تر (۳۵) کالو پورې د تزاري استعماري روسانوپه وړاندې وجنګېدل خودملي یووالي کړۍ یې پرله پسې سره وشلولې اوپه خپلومبارزوکې پاتې راغلل . د دوی ترټولووروستی یې د چیچینیا جنرال جوهردودایوف ؤچې په افقازیه سیمه کې د روسانو په وړاندې په جګړه کې په شهادت ورسېد . روسانود قومونود سره تیت پرک کولوله پاره د کیف خلک باکو، د باکوخلک یې تاجیکستان ، دلینېنګراد خلک یې ازبېکستان ،اودازبېکستان خلک یې سپینې روسیې اومسکوته یووړل اود هغوی خلک یې دوړل شویوخلکو په ځایونوکې ځای پرځای کړل ترڅود سیمواصلي خلک یې په دسته جمعي توګه پروړاندې بغاوت ونه کړي او اصل او نسل یې بدل شي ، خو بیا هم د روسانو دې کار نتیجه ور نه کړّ ، ځکه کله چې پخوانی شوروي اتحاد ړنګ شو ، نو د منځنۍ آسیا هېوادونو بېرته خپل پخواني حالت او دین ته مخ ور واړاوه اوله سره یې د خپلوهېوادو پرجوړولوباندې پیل وکړ.

خودنیواک پر مهال یې کورپه کور د (کې جې بې ) جاسوسان داسې په کې ځای پرځای کړل چې مېړه به له خپلې ځښې څخه اوښځه به له خپل مېړه څخه په وېره کې وه چې حکومت ته یې جاسوسي ونه کړي . همدلته سره امپراتوري له والادي واستک څخه د شرقي اروپا ترپولو پورې ، اوله شمالي منجمد بحرڅخه د ایران ، افغانستان ، عراق ، سوریې اوترکیې ترپولوپورې وغځېدله .

روسانوتردوهمې نړیوالې جګړې را وروسته د غرب په وړاندې سړه جګړه پیل کړه ، خو په دې جګړه کې یې له ګاونډیوهېوادوسره خپلې دیپلوماتیکې ، فرهنګې ، اقتصادي ، نظامې اوتعلیمې اړیکې هم وغځولې چې افغانستان یې آن د امیرشېرعلي خان له واکمنۍ څخه په سرکې ؤ، ځکه روسانو له امیرشېرعلي خان را په ایسته خپلې اړکې له افغانستان سره په رسمي ډول پاللې دي ، خود نظامي یرغل له پاره یې پلمه نه جوړېدله ، روسانوترشمالي ویتنام را وروسته افغانستان په بېخپوره ډول د خپل سترا تېژيک عمق له مخې خپل شپاړسم ایالت بللی ؤ، نوځکه یې په افغانستان کې لومړی د کمونېزم ترماشین لاندې خپلوهګیوته په کارګري اوتعلیمې سیموکې حرارت ورکړ، ماشیني کمونېستان یې پرې را وایستل ، بیا یې هغوی ته وده اوزده کړه ورکړه ، د هغوی پرمټ یې د افغانستان له نظام څخه د بیان د آزادۍ چانس ترلاسه کړ، اوددیموکراسۍ په یوه لسیزه کې یې د شاهي کورنۍ په منځ کې ځاله جوړه کړه ، داؤد خان یې مخته اود کمونېزم پلویان د مور یانې په شکل ورپسې وو چې (۴۰) کلن شاهي تخت یې د یوې سپینې کودتا په نوم د لومړي ځل له پاره پرې را پرځاوه اود شاهي کورنې پرتابوت باندې یې د جمهوریت مېخ ورټک واهه .

نیمه لسیزه وروسته دکمونېزم تلوسه خورا زیاته شوه چې د (۱۳۵۷) لمریزکال دغوایي په (۷ مه) یې بله سره کودتا ورباندې وکړه اود یحیی د کورنۍ د نیمې پېړۍ واکمنۍ ته یې د پای ټکی پرې کېښود ، خومتأ سفانه چې د سروقطبي خرسانوغاښ پردې باندې هم تاوده نه شول . د (۱۳۵۸ لمریزکال د جدی په (شپږم ) تورماښام یې د دوشنبې اوتوغنډۍ له خواووڅخه د ځمکې اوهوا له لورې نا څاپه د (۱۲۰۰۰۰) سره پوځ پرمټ چې په (۴۵۰۰) زغره والو ټانکونواو (۲۵۰۰)جنګي جیټ الوتکواو چورلکو سمبال ؤ ، زموږ د مظلوم او بې دفاع هېواد پرحریم باندې یې د ټولو نړیوالو قوانینواو نورمونو پرخلاف یرغل وکړ، زموږ هېواد یې اشغال کړاوموږ پر مظلوموهېواد والوباندې یې له یوې مخې داسې لوګد کړچې د اېل اویاغي دواړو نوم په کې مرګ ؤ. بس دمرګ ملائیکه (ملک الموت)همدلته په افغانستان کې ځکه مأموره شوې وه چې هره ګړۍ د افغانستان ټوله خاوره د افغانانوقتل ګاه جوړه وه . هرحکومتي تعمیراوهره اردوګاه پولیګون ؤ. دافغان نوم مرک ، کالي یې کفن ، کوریې د ځمکې تېټه ، اوډوډۍ یې خپلې وینې اواوښکې وې .

روسانوپه خپلوپلویانوباندې هم رحم ونه کړ، ځکه نورمحمد تره کی اوحفیظ الله امین یې پرله پسې ووژل .افغانانوته خپل ټاټوبی پوره څوارلس کاله روسانوداسې جهنم جوړکړی ؤ چې د کېمیاوي ، بیولوژیکي ، ذروي اواتومي وسلو کارولو په زوریوازې افغانان په کې سوځېدل ، خود ببرک کارمل مړی اود ډاکټرنجیب برخلیک یې له غرب سره په توافق د طالبانوساختګي پروژې ته پرېښود ، ځکه د پخواني شوروي اتحاد وروستی واکمن ګوباچوف د خپلوعسکروله وتلومخکې د امریکې له جمهوررئیس ریګن سره پرې غږېدلی ؤ.

په داسې حال کې چې نړیوالې ټولنې د افغانانو دغه زارحالت ته په خپلوسترګوکتل ، خود افغانانود لا ضعیفولواوکاواکه کېدوله پاره یې د خپل اوږد مهاله پلا ن او سترا تیژۍ له مخې یرغلګرو روسانوته ترهغوپورې هېڅ هم نه ویل چې ترڅویې دوی د ملي یووالي په له منځه وړلوسره د قومي ، سمتي ، ژبني او مذهبي توپیر په را منځته کېدو سره په خپل منځي جګړو کې سره ښکېل اوپه لاس ورغلې وسلې اومهمات یې ټول پرې تباه اوبرباد کړل .

دا سمه اوپرځای خبره ده چې ډاکټرنجیب مجاهدینو ته دیوه ایتلافي حکومت د جوړېدو وړاندیزکړی ؤ، خومجاهدینوددې وړاندیزپایلې پایدارې نه بللې اودمؤقتې ادارې پرجوړېدواوله هغې وروسته یې دعبوري حکومت پرجوړېدواوورپسې یې په آزادواوعادلانه انتخاباتوباندې ټینګارکاوه .

ماته ښه یاد دي چې په دې اړه ډاکټرنجیب له مجاهدینو سره په جلال آباد ، کابل ، عراق اواروپا کې هم څوځلې کتلي چې آخرټول د مؤقتې ادارې په را منځته کېدو سره سلا شول ، ولې متأ سفانه چې د ګورباچوف او ریګن او نړیوالې ټولنې د پټو زدو بندونوله امله د مجاهدینواوډاکټرنجیب ترمنځ هغه خپلمنځي لفظي هوکړه اوباورپه لوی لاس پراوبولاهو شول اوهغه یې و نه شوای زغملای . دا ځکه چې روسانو ، امریکایانو ، اروپایي ټولنې او د افغانستان ګاونډیانو لکه پاکستان ، ایران او روسیې په ګډه په افغانستان کې د جګړې اوږدول غوښتل او د کابل د حکومت او مجاهدینو ترمنځ ټولې هوکړې او ډیالوګ یې له منځه یووړل .

روسانوپه افغانستان کې د خپل حضورپرمهال افغانان په شهادت ورسول ، ژوبل یې کړل ، کورونه اوتأسیسات یې ورونړول ، په کښټ اوکروندوکې یې ماینونه ورته وکرل چې ترنن ورځې پورې ورسره جنګېږي ، ځمکې یې په دښتواوشاړوورته بد لې کړې ، د زندانونوپه توروسلولونواوډله ئیزوقبرونوکې یې واچول اوهلته وراسته شول ، له خپلوکورونویې کډه کېدوته اړکړل ، خود افغاني غرور،غیرت ، ایماندارۍ ،خود ارادیت اوقربانۍ د حس لرلوله امله یې تابع اواېل نه کړل .

روسان له افغانستان څخه د خپلو(۱۵۰۰۰) پوځیانود وژل کېدو، دروسیې په لورد تابوتونود بهیر، په زرګونو نورو د معیوبېدواود مجاهدینو د سخت مقاومت له امله وتلو ته اړشول . ځکه مجاهدینو ته ددوی د خپلو وسلواومهماتو د لاسته لوېدو له امله افغانستان نورد روسانواو روسي پوځیانو په قبرستان باندې بدل شوی ؤ. له بل لورې د پخواني شوروي واکمنو چې کوم درواغ روسي ملت ته ویلي وو ، هغه ټول ریښتیا شول اوروسي ملت خپل هغه زامن او وروڼه له خپل حکومت څخه غوښتل چې له حکومت سره یې وجود نه درلود ، ځکه ټول په افغانستان کې د سره ښکېلاک د پوچې مفکورې او بې منطقه نیواک او ښکېلاک قرباني شول .

روسي ښکېلاک د افغانستان د اشغال اوددې هېواد د بربادولو ، الحاق او ټولو طبیعي زېرمو د ایستلوپه نیت را غلی ؤ ، دوی د خپل ښکارتر نعمت خوړلو مخکې خپله خوله د کمونېزم په مفکوره باندې خلاصه کړه . خو ښکاریې له خولې ولوېد اود افغان ښکاري په لاس یې په خوله کې داسې وار په خوله ولګېد چې له درده یې د کمونېزم ټول سبق په ټوله نړۍ کې پرې هېرکړ.

روسي ښکېلاک د افغانستان د ړنګولواولوټلو له پاره افغانستان ته راغلی ؤ ، په داسې حال کې چې که روسانو افغانستان ته د راتلو خیال لرلی ، نو باید د مرګ ژوبلو پرځای یې افغانستان له ځمکې څخه را پورته کړی او رغولی وای ، له توکم پالنې اودین اومذهب سره یې باید کارنه وی لرلی ، اوس به هم پخوانی شوروي اتحاد شتون درلود اوهم به یو پیاوړی او پرخپلو پښو ولاړافغانستان ددوی په ګاونډ کې لکه غرپروت ؤ، هرکس اوناکس به ګوتې نه په کې وهلې .

اوس خو د استعماري ځواکونو د لاسوهنو او پوځي او سیاسي بوختیاوواوپرله پسې مداخلوپایله دا شوه چې افغانستان یې هضم هم نه شوکړای ، بلکې خپله ورباندې پنځلس ټوټي شو، اقتصاد ، مفکوره ، یووالی اواعتباریې ټول په ټوله نړۍ کې په صفرکې ضرب شول ، افغانستان اوخپل ځان یې خپله یو قطبي ناټوته ورتسلیم کړل . لنډه دا چې د جدی (شپږم) تورماښام د افغانستان د ړنګېدواو د سرې امپراتورۍ د نړېدو سبب شوچې باید نړیواله ټولنه هم په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد له دې تاریخي شرمېدلې ماتې څخه پندونه عبرتونه اودرسونه واخلي ، د پخواني شوروي اتحاد پرپله دې پل نه ږدي ، افغانستان دې ورغوي ، د افغانستان ځمکني اوهوایي حریم ، خود ارادیت ، د خاورې تمامیت ، افغاني نظام ، قانون اوخلکو ته دې درناوی ولري اود هغوی پرملي یووالي باندې دې نورد تل ابیب اوانګرېزد رُبابونود ټنګ ټکورمېلې اوشوګیرې نه جوړوي . د افغانستان نُخبه کسان دې د خپلوملي ارمانونوپوره کېدو په هیله خپل افغاني مدیریت ته په قلاره پرېږدي اوهرلوده ، بې علمه ، مافیایي غړی اوجاسوس دې د هغوی پښو ته نه ورغور ځوي .

ځکه افغانان پردې باندې پوه دي چې ترڅو پورې افغانان خپله خپل هېواد له دې وژونکې کندې څخه ونه باسي ، خپله خپل هېواد ودان نه کړي ، اوخپلې چارې په خپله بین الافغاني صبغه سره سمبال او مدیریت نه کړي ، هېکله هم بهرنیان نه شي کولی چې د افغانانو دا خوب په ريښتیا وو باندې ورتعبیرکړي .

خوشرط په کې دادئ چې که په ریښتیا سره بهرنیان د افغانستان غمیزې اوناورین ته د پای ټکی اېښودل غواړي ، نود ډاکټرنجیب او مجاهدینو په څېردې د افغانستان په سوله کې ګوتې نه وروهي ، داسې کسان دې د سولې سرمشریزې ته نه وروړاندې کوي چې هغوی په عین وخت کې هم دښمن وي اوهم حکم ، ځکه تراوسه پورې چې د افغانستان د سولې پروسه پرمخ وړل شوې ، هغوی خپله د سیکې دوه مخونه وو، اودي .

ښه داده چې نړیواله ټولنه دې د افغانستان سوله لومړی بین الافغاني کړي اود هغوی ترشا دې په صدا قت ملا تړلي ورسره ودرېږي ، بیا دې د افغانستان برخلیک ترخپل نظارت لاندې د افغانانو په لاس په خپلواکه توګه وټاکي ، ترڅود یوه خپلواک ملي مدیریت په منځته راتلوسره د پردیومداخلولاسونه اوخولې وتړل شي اوافغانان د یوه خپلواک هېواد په توګه د نړیوالو ترڅنګ ودرېږي .

هو ! د افغانستان د غمیزې د حل یوازنۍ لاره همدغه ده چې ټول افغانان پرته له تبعیضه په یوه ملي افغان شموله محوسره را ټول اوهرافغان د بل هرافغان سره په ټولومدونه اوشرعي حقوقوکې مساوي ثابته ونډه او وزن ولري ، ترڅوملت له خپل دولت سره په ګډه سره غاړه غړۍ شي اودرنوملي مسؤولیتونوته په ګډه اوږه ورکړي او خپل هېواد له سره را پورته اود سیمې او نړۍ د سیالانو په کتار کې یې ودروي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply