ډاکټر او زموږ ټولنه / داکتر احمدمجیب احمدي

0 805

حتماً یې ولولئ ترڅو زموږ له درده هم خبر شئ!

له کلونو  راهیسې ‌‌‌‌‌‌ډاکټر یم، کله چې د وظيفې په جریان کې د خپلې ټولنې او خلګو له غوښتنو او شکایتونو سره مخامخ کیږم نو زړه ‌‌‌‌‌‌ډک ورڅخه تېر شم، اما نن په دې هکله ضرور لیکم او خپل زړه تشوم.

 د یوه انسان د ژوند سمبالول او دهغه درملنه آسانه نه ده، یو ‌‌‌‌‌‌ډاکټر باید د اوو کلونو لپاره شپه او ورځ پر ځان یوه کړي، د محصلیې او لیلیې د ټولو محبوریتونو تر څنګ سلګونه ازموینې تیرې کړي چې هره ازموینه یې د شپو شپو بی خوبی او تشویش له ځان سره لري، تر څو له طب پوهنځی فارغ او د طب لسناس شي، د نورو پوهنځیو په نسبت د دوه چنده تحصیلي دورې بوج او بار زموږ په نصیب دی.

د لسانس سند په تر لاسه کولو هیڅکله یو ‌‌‌‌‌‌ډاکټر ددې جوګه نه وي ترڅو د انساني ژوند پالنه وکړو نو ځکه له دې مرحلې  تر تېرېدو وروسته باید د بل بار پورته کولو ته تیاری ونیسو ، باید تخصص وکړو تر څو رښتیا هم ‌‌‌‌‌‌‌ډاکټر شو، بیا همغه زړه  د محصلۍ دوره تکرارېږي، بیا باید شپه او ورځ پر ځان یوه کړو تر څو د تخصص امتحان ته تیار شو، باید  د اته زره افغانیو په بدل کې شپه او ورځ وځغلو، هره میاشت بې شمېره  نوکریوالی ورکړو، د دې روغتونو په داخل کې د یوه ساعت تېرول د یوې ورځې زندان سره برابر  دی، چټل او د کلونو زوړ چپرکټ، چټل او عمرو وهلی تشناب چې خیرو یې د خښتو او سیمټو ځای نیولی وي او دهلیزونه یې چې د محبس تر خونو بدتر وي.په داسې محیط کې چې ناروغ سره له ستر مجبوریته څو ساعتونه نه شي تېرولی، ‌‌‌‌‌‌موږ کلونه تېروو، په داسې محیط کې د څلورو پینځو کلونو تېرول  د محصلیې له دوره په ځلونو سخت او با مسولیته کار دی، خطرناکې ناروغۍ کمې نه دي که دې خدای ج ورسره سر کړ نو بیا دې کورنۍ پر خدای سپاره. ددې ټولو جنجالونو سر بیره باید بیا لسګونه امتحانونه هم تر سر تېر کړي.

له تخصص څخه تر خلاصېدو وروسته بیا یوې داسې فضاء ته فیر کېږي چې هلته یې هیڅ سرنوشت نه دی معلوم ، خالي جیبونه  زاړه بوټ، نو دا اته زره افغانی معاش وخورې، کورنۍ ته یې ورکړې او که یې خپل کالی او بوټ کړې.

بیا به شل دروازی ټکوې تر څو یوه لرې یا نیږدې معاینه خونه پیدا کړې تر څو د مریضانو درملنه وکړې او په نتیجه کې یې یو څو افغانۍ تر لاسه کړې، د کلونو تر زحمت او تکلیفونو وروسته دې ځای ته رسیږو تر څو په پوره مسولیت، پوه، او جدیت  د مریضانو سره هغه هم که خدای ج درباندې برابر کړ شیبې شیبې بحث وکړې او لازمه درملنه یې وکړې او په پای کې یې دوه سوه افغانۍ جیب ته کړې، 

اصلې خبرې ته راځم او هغه دا چې د دوه سوه افغانیو په بدل کې باید مریض ته د ښه کېدو ضمانت ورکړې او په نړیوال سټن‌‌‌‌‌‌ډرد دی تداوي او درملنه کړې، 

له هره کس سره چې کښينې نو خپل شکایتونه به درته سر کړي چې دا دی او هغه دی، ‌‌‌‌‌‌ډاکټر دا کوي او هغه کوي، د ټولنې تر ټول بد کس یې همدا ‌‌‌‌‌‌ډاکټر دی. در سره وبه منم چې په ‌‌‌‌‌‌ډاکټرانو کې بد هم شته اما دا به په شمار کسان وي، خو دا ګیله هم لرم چې د ‌‌‌‌‌‌ډاکټرمشکل ولې چا ونه لید، زما د کلونو زحمت ته ولې هیڅوک متوجه نه شول،‌‌‌‌‌‌یو قاضي باید په لس ګونه زره افغانۍ معاش واخلي تر څو ضرورتونه یې پوره شی او رشوت اخیستو ته یې ضرورت پاته نه شي، قاضي خو به رشوت واخلي اما ‌‌‌‌‌‌ډاکټر به څه کوي، ‌‌‌‌‌‌ډاکټر هم انسان دی  او انسان چې کله مجبور شی نو  کله نا کله غلط کار ته هم لاس اچوي، ولې  ‌‌‌‌‌‌ډاکټر دومره مجبور شی چې غلط وکړي.

که له خپلې درملنې د نړیوال سټن‌‌‌‌‌‌ډر‌‌‌‌‌‌ډ نتیجه غواړې نو همغه سټن‌‌‌‌‌‌ډر‌‌‌‌‌‌ډ پر ځان تطبیق کړه، په نیږدې مملکتونو کې که وګورو نو یو د اپن‌‌‌‌‌‌ډکس عملیان باندې لسګونه زره ‌‌‌‌‌‌ډالر مصرفوي، خپل صحت ورته ارزښت لري اما زموږ په ملک کې په لس زره افغانیو ستا عملیات کیږی، له دغه پیسو نیمی خو شفاخانه اخلې پاتې يې د جراح، د جراح اسستانت، د انستېزی ‌‌‌‌‌‌ډاکټر او څو نرسانو تر منځ تقسیمیږی، نو ته فکر وکړه چې څه به تری جوړ شي، د هر عملیات لپاره پاکې او تعقیم شوې عملیات خانې، برق، د عملیات سټونو، متعددو پاکون شیټونو او نور  وسایلو ته ضرورت دی، دا هرڅه چې په دې پیسو تر سره کیږی زه هم ورته حیران یم.

په آخر کې  غواړم ووایم چې کلونه کیږي‌‌‌‌‌‌ ‌‌‌‌‌‌ډاکټر یم او تر اوسه د ټولنې ټيټ اقتصاد لر ونکی کس هم یم، نه بنک بلنس لرم نه خپل کور،   له نورو سره سیالې خو پریږده همدا چې خپل ابتدایی ضرورتونه پوره کړو ‌‌‌‌‌‌ډېره به وي. خو خوشال یم چې د انسان او انسانیت په خدمت کې یم. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply