که پښتو غواړې ننګرهار ته لاړ شه !

0 972
بدېع صیاد د ټاکنو کمېسیون کمېشنبر

که پښتو غواړې ننګرهار ته لاړ شه !
( بدېع صیاد د ټاکنو کمېسیون کمېشنبر)

اوس د ټاکنو کمېسیون کې خبریالانو ته یو فورم ورکول کېږي، چې خپل هویت په کې ولیکي او مرکې لپاره پوښتنې مشخصې کړي.
ماته یې فورم راکړ په دري ژبه کې لیکل شوی و.
پوښتنه مې وکړه په پښتو کې فورم نه شته؟
ویل یې نه
دري او پښتو زمونږ ملي ژبې دي.
ما ویل هو
خو باید تاسې پښتو کې هم داسې فورم ولرئ
ویل یې ته ولې تعصب کوې؟
ما ویل دا تعصب نه ده دري او پښتو زمونږ رسمي ژبې دي په اساسي قانون کې یې هم ذکر شوی.
ویل ښه چې داسې ده نو ته یې ځوابونه پښتو کې ولیکه.
فورم مې ډک کړ.
مرکې لپاره د بدیع صیاد دفتر ته ورغلم
هغه وویل ولې ته داسې ټینګار کوې
ته حق نه لرې زمونږ په کارونو کې لاس وهنه وکړې دا تاپورې اړه نه لري چې په کومه ژبه فورم جوړ کړو.
که پښتو غواړې نو ننګرهار ته لاړ شه دا کابل ده.
زما ټینګار داوه چې کابل د ټولو قومونو ګډ کور دی او دلته باید دواړو ژبو تمثیل وشي.
دا کوم غیر قانوني ټینګار نه ده.
د ویلو لپاره څه نه درلودل
صیاد صیب په تنده لهجه راته وویل چې ته څه ولسمشر یې؟
په دې وخت کې سکرتر را ننوته ویل یې تا غیر قانوني کار کړی
زه حیران پاتې شوم چې دا غیر قانوني کار به مې څه وي؟
ویل تا زمونږ اسناد کتلي دي؟
هغه اسناد نه ول یوازې تاریخ تېره اعلامیه وه چې خپله یې راکړه.
ورته مې کړل
امنیتي کامرې دې وګوره چې دا اسناد تا راکړي او که ما ستا له مېز اخیستي دي؟
پاتې راغی.
زړه نازړه مرکه مې وکړه
دا کسان پښتانه وو، نه پوهېږم په خپل ژبه شرمېدل او که ورته ویل شوي دي.

ذبيح الله خورشيدي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply