د نيمې خودمختاري اعلان؛ ارګ د “واجا” او “جي‌ايچ‌کيو” پر پلو روان دی

0 1,001

“ما ته څوکۍ نه حکومت راکړې، نه مې په دې حکومت کې څوک د ګوښه کولو زور لري.”
“دا حکومت چې يې د واک جزېرې بولي، دا په اصل کې د افغانستان د ساتنې قوي مورچې دي.”
له سرخط ورځپاڼې او تبسم راډيو سره د کندهار د امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق ځانګړې مرکه.

د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق له سرخط ورځپاڼې او تبسم راډيو سره په يوه ځانګړې مرکه کې پر ارګ توندې نيوکې کړې او د حکومت لوړ پوړي چارواکي يې د ناامنيو په ډېرولو، د اقتصاد پر ګړوبولو او د نفاق پر زياتولو تورن کړي دي.

موده وشوه چې جنرال رازق له حکومت څخه مرور ښکاري، کله کله خو له رسنيو سره د خبرو پر مهال پر حکومت نيوکې کوي او کله يې له هغو کسانو سره لار يوه وي چې د حکومت د سياسي مخالفت نغاره ډنګوي، د مرکې لومړۍ پوښتنه همدا شوې ده چې څه شي يې له اوسني حکومت او د حکومت د سر له کسانو زړه تور کړی دی.

جنرال وايي، په هر حالت د نظام ملاتړ کوي، ځکه نظام د دې ولس په وينو په پښو درېدلی، خو له حکومت څخه يې د حکومت پر ځينو نيمګړتياوو، دسيسو، تېروتنو او خپل‌سريو زړه سوړ شوی دی.
رازق وايي، حکومت د ولايت له ولايت او د ولسوالي له ولسوالي سره په جنګ اچولو ته کار ويلی. يوه ته وايي، ستا حق پلاني خوړلی، بل ته وايي، پر برخه دې پلاني خان تېری کړی دی. نفاق ته لمن وهي، د خلکو تر منځ کرکه خپروي، اوبه خړوي او د سر کسان بيا په خړو اوبو کې کبان نيسي، په همدې يې له حکومت مخ اړولی دی.

دی وايي، د حکومت د سر کسان، د خپلو ګټو له‌پاره د ولس ژوند په قمار وهلی او اوس يې ګټې ته ناست دي.
د تېرو ټاکنيزو سياليو پر مهال چې ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې او د جمهور رييس محمد اشرف غني او اوسني اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله تر منځ کشالې پيدا شوې، د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق د ولسمشر غني طرف ونيو او د هغه ملاتړ يې اعلان کړ، خو اوس جنرال پر خپل پخواني اخلاص پښېمانه دی.
دی وايي، له مجبوري يې د ولسمشر غني ملاتړ اعلان کړ، ځکه دوی فکر کاوه چې که غني ولسمشر شي، د افغانستان امنيت که تر پخوا ښه نه‌شي، خراب به هم نه‌شي او په دې سربېره به افغانستان د اقتصاد له پلوه پرمختګ وکړي، خو وايي، پايله سرچپه وخته.

په دغه مرکه کې جنرال رازق وايي چې په دوه زره ديارلسم کال کې د افغانستان يوازې درې ولسوالۍ سقوط وې، خو اوس د سقوط شويو ولسواليو شمېر تر دېرشو اوړي.
د ده په خبره، پانګه‌وال اوس په افغانستان کې خوندي نه دي، سرمايې فرار کړی او د هېواد اقتصاد تر پخوا ډېر خراب شوی دی.
جنرال وړاندې وايي، څلور ځله يې له ولسمشر غني او اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله سره خبرې کړې دي چې حکومت د خلکو د هيلو پر مخالف سمت روان دی، خو تر ولسمشر او اجراييه رييس راتاو شوې کړۍ په لوی لاس پر دوی دواړو داسې پرېکړې کوي چې پايلې يې نه د وطن په ګټه دي، نه يې ولس ته خير رسېږي.

ولسمشر غني د ټاکنيزو سياليو پر مهال اعلان کړی و چې که واک ته ورسېږي، خو په افغانستان کې به د قدرت ټولې جزيرې له مخې لېرې کوي او واک ته تر رسېدو وروسته يې هم څو ځله د قدرت جزيرو ته اشارې وکړې چې تر ډېرې اندازې پورې د هېواد په زونونو کې د ځينو جهادي زورورو او ځينو حکومتي لوپوړيو چارواکيو اشاره وه، خو اوس رازق وايي، حکومت چې څوک د قدرت جزيرې بولي، په حقيقت کې د افغانستان ساتنې قوي سنګرونه دي چې نه پرېږدي ځينې خاين حکومتي چارواکي دا وطن د بربادۍ کندې ته ټېل وهي.

ټول پوهېږي چې د حکومت د يوه قوي جنرال دغسې څرګندونې به د حکومت د سر کسان غوسه کړي او ښايي د جنرال په تاوان پرېکړې وکړي، خو جنرال رازق يو ګام وړاندې اخلي او وايي چې نه دغه څوکۍ اوسني حکومت ورکړې ده او نه يې هم په حکومت کې څوک د ګوښه کولو واک لري.
دی وايي، خلکو غوښتی، خلک يې غواړي او تر څو چې د خلکو په کار وي، پر خپل ځای به پاتې وي.

په کورنيو او نړيوالو رسنيو کې تر يوې اندازې پورې پر جنرال رازق دا نيوکې کېږي چې پر دښمن رحم نه کوي او له مخې سره يې وژني، خو جنرال وايي، په جنګ کې حلوا نه وېشل کېږي او نه هم سرتېري کولای شي چې محاکمه ورسره په شا کړي او په غره کې له په لاس ورغلي دښمن سره يو وار ملامت او سلامت مالوم کړي.

پر ده ځينې کړۍ داسې تورونه هم پورې کوي چې ګواکې شخصي زندانونه لري، خو جنرال رازق وايي، نه په خامه پلمه خلک وژني او نه زندانونه لري.
“زه په جنګ کې يم او په جنګ کې حلوا نه وېشل کېږي. خامخا به خلک مري، خو شخصي زندانونه نه لرم. دا اوس د کندهار په دولتي زندانونو کې دوه نيم زره کسه بنديان دي. دوولس سوه يې سياسي دي. تر زرو زيات کابل ته لېږدول شوي او پنځلس سوه تنه خوشې شوي دي، که مې خلک بې‌پوښتنې وژلای؛ نو دا ټول بايد اوس مړه وای.”

جنرال رازق په دغه مرکه کې وړاندې وايي چې څو ځله ورته د حکومت له خوا وړانديزونه شوي چې ده ته به لويې څوکۍ ورکړي، خو دی دې خپل غږ نه پورته کوي، اما ده ته د حکومت تر هر څومره سترې څوکۍ، د کندهار د يوې پوستې قومانداني غوره ښکاري.
جنرال ادعا کوي چې حکومت د وطن په تاوان هغه چارې کوي چې ايران او پاکستان يې کول غواړي.

د ده په خبره، لوړ پوړي حکومتي چارواکي کرۍ ورځ يو بل ته په دسيسو جوړولو تېروي، خو که د ده مني؛ نو دغه دسيسې دې د ترهګرو او د وطن د نورو دښمنانو پر ضد جوړې کړي او هغه لګښتونه چې د يو بل له پښو څخه د خاورو په ايستلو يې کوي، هغه دې د هغو هېوادونو او حکومتونو په راپرځولو، کمزوري کولو او مټ نيولو وکړي، چې ترهګر روزي او بيا يې افغانستان ته رالېږي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply