د نوم لیکنې وخت کې باید څه وکړو؟/اصف خان وزیري

0 696
 دا لیکنه لږ په دقت ولولئ؛ ورځ تر بلې کارونه ډیجیټل کېږي، د ګوتو او په قلم د لیک زمانه تلونکې ده، کمپیوټر انسان نه دی چې ستاسو اندک غلطي وبخښي. کله چې تاسو نوي اسناد اخلئ نو د نوم لیکلو پر مهال لیکونکي مامور ته پاملرنه وکړئ چې ستاسو نوم سم ولیکي، ښه دا ده چې خپل نوم په یو کوچني کاغذ لیکلی ورکړئ او مامور متوجه کړئ چې دغسې یې ولیکه. کله چې تاسو خپلو ماشومانو ته تذکره اخلئ، د نوم لیکنې پر وخت دقیق و اوسئ تر څو ستاسو د بچي نوم سم ولیکل شي.
 اوس د بریښنایي تذکرو وخت را نږدې دی، تاسو د کمپیوټري تذکرې اخستلو پر مهال زیات دقیق و اوسئ چې مسؤل مامور ستاسې نوم د زړې تذکرې مطابق ولیکي، که خدای مه کړه یو ټکی غلط شو نو ستاسو ټولو اسنادو (پاسپورټ، د موتر چلولو لایسنس، تحصیلي اسناد او ….) کې به د یو لوی سر خوږي سره مخ شئ، تاسو بیا مجبور یاست له سره نوې تذکره واخلئ هلته به ستاسو ډیټابیس کې بایومیټریک شوی وي، مسؤل مامور به در سره د نوې تذکرې اخستل په اسانه ونه مني، او دا خو درته معلومه ده چې دلته د داسې لانجمنو اسنادو سمول څومره ستړې، څومره واسطه او یا هم څومره پیسې غواړي!
 بله دا چې کله هم تاسو تذکره انګلیسي ته ژباړئ نو دغه وخت مو انګلیسي نوم د هغو اسنادو مطابق ولیکل شي چې ستاسو نوم پکې په انګلیسي لېکل شوی. مثلاً: زما انګلیسي دیپلوم کې نوم Atiqurrehman لیکل شوی که د تذکرې د ژباړې پر مهال یې Atiqurrahman ولیکي(د e په ځای a) نو زما اسنادو کې خلل راغي.
زمونږ یو تولګېوال وو د شبیر په ځای بشیر لیکل شوی وو، تر څو یې دغه د ب ټکی مخکې وروسته کولو مونږ دوهم ټولګي ته لاړو او دی یو کال وروسته شو.
 دا اوس تاسو هره ورځ  فیسبوکونو کې د سعودي د مسافرو فریادونه ګورئ چې څومره مشکل سره اخته دي، زما په فکر د دوی د مشکل اصلي علت همدا د نومو په لیکلو کې دقت نه کول دي. مطلب کمپیوټرایز زمانه را روانه ده، دغو ټکو ته باید ښه ځیر شئ. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply