افغانستان د انرژۍ د انتقال مرکز /محمد روښان ودان

0 663

برېښنا په حقیقت کې د زیربناوو زیر بنا ده ، ځکه چې برېښنا وي، نو حتمي ده چې فابریکې ورسره جوړې شي، انټرنیټ ورسره عام او ارزانه شي او همدارنګه د زده کړې په ګډون د ژوند او اقتصاد په ټولو ساحو کې مهمو پرمختګونو ته لاره او بستر برابروي.

افغانستان د نورو برخو تر څنګ د برېښنا د تولید او انتقال له پلوه هم لوړ ظرفیت اوکافي فرصتونه لري. له دغه ظرفیت او فرصتونو څخه په ګټه اخیستنې افغانستان نه یوازې د برېښنا انرژۍ له پلوه خودکفا کېدلی شي، بلکې تر څنګ یې د برېښنا د انتقال له لارې خپل ستراتیژیک موقعیت لا ځلولی او له دغې لارې زیات عاید هم ترلاسه کولی شي.

له یوې خوا منځنۍ اسیا چې دا مهال د برېښنا او انرژۍ د تولید بډایه زېرمې لري او له بل پلوه د جنوبي اسیا هېوادونه د برېښنا انرژۍ له کمبود سره مخ دي او افغانستان چې د منځنۍ او جنوبي اسیا هېوادونو تر منځ قرار لري، نو موقعیت یې هم مرکزي او هم جنوبي اسیا ته ګټور او د ارزښت وړ دی.

د منځنۍ اسیا هېوادونو ته یې موقعیت په دې ګټور دی چې له دغې لارې خپله انرژي او نور صادرات نړیوالو بازارونو ته رسوي او جنوبي اسیا ته د افغانستان موقعیت په دې ارزښت لري چې له همدغې لارې په اسانه او ارزانه کولی شي خپلې اړتیاوې په ښه توګه پوره کړي.

په خپله افغانستان او زموږ خلکو ته یې ارزښت په دې کې دی چې افغانستان له دغې لارې څخه هم خپله د اړتیا وړ انرژي ترلاسه کولی شي، هم خپلو خلکو ته کاري زمینې برابرولی شي او هم د انرژۍ د انتقال له لارې پرېمانه عاید ترلاسه کولی او خپلو خلکو ته د خدماتو په برابرولو لګولی شي.

تر ټولو مهمه لا دا چې دغه وړ یو په بل پورې د هېوادونو د اړتیاو او ګټو تړل د سیمې د ثبات تامین او د مناسباتو په پراختیا کې پام وړ رول لرلی شي.

افغان حکومت څه وخت دمخه د کاسا زر سترې پروژې د عملي کولو لپاره درې تړونونه لاسلیک کړل. همدارنګه د ۵۲۰ مېګا واټه برېښنا لین هم د افغانستان له لارې پاکستان ته تېرېږي او ترڅنګ یې له ازبکستان څخه نوره برېښنا د افغانستان د داخلي اړتیاو د برابرولو لپاره غځېږي. لنډه دا چې هیواد په اقتصادي، سیاسي او امنیتي لحاظ ، له نېکه مرغه په مثبت لور په حرکت کې دی.

ملي یووالي حکومت د افغانستان مهم ستراتیژیک موقعیت ته په پام خپل خارجي روابط په پنځو واړو حلقو کې داسې تنظیم کړې دي چې د افغانستان خلکو ته یې مستقیمه او محسوسه ګټه ورسېږي. په دغه لړ کې ازبکستان ته د هېواد د جمهور رئیس وروستی سفر د افغانستان د اقتصاد لپاره ډېر ښه زېري لرل.

لنډه دا چې افغانستان به د خپل ستراتیژیک موقعیت له پلوه د سیمې هېوادونو د همکاریو په ځانګړي ډول د انرژۍ د لېږد په مرکز بدل شي. افغانستان به په راتلونکو کلونو کې د برق د انتقال له درکه په سلګونو میلیونه ډالره ګټه وکړي. د دې ترڅنګ به خپلو خلکو ته مطمین برق هم برابر کړي. افغانستان د سیمې د ترانزیټ اود برق د انتقال په یو مهم مرکز بدلېدونکی دی.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply