زموږ اوبه زموږ ابرو

0 720

زموږ اوبه زموږ ابرو

د ټولو هغو بدمرغیو باوجود چې په تېرو څلوېښتو کالو کې پر افغانستان راغلې، دې هېواد او ولس ته خدای تعالی سرشارې طبیعي زېرمې، ښه کدرونه، ظرفیتونه او فرصتونه هم ورکړي دي، خو درېغه چې د وخت د مسوولینو د غفلت او یا هم په هېواد کې د روانو ناخوالو او بدو شرایطو له امله له دغو فرصتونو او ظرفیتونو څخه د هېواد د ابادۍ او د ولس د سوکالۍ لپاره ګټه نه ده اخیستل شوې.

د افغانستان له طبیعي زېرمو څخه چې خدای تعالی په دې هېواد او ولس لورولې دي یو هم خوږې اوبه دي. افغانستان په سیمه کې د خوږو اوبو لرلو له پلوه بډای دی، خو دغه اوبه تراوسه لکه څنګه چې ښایي هغسې زموږ په درد نه دي لګېدلي، بلکې تر موږ څخه زموږ ګاونډیانو ورڅخه زیاته او بېباکه استفاده کړې ده.

حتی زموږ د اوبو زیان موږ ګاللی، توپانونو او سېلابونو زموږ ځمکې وړي او زموږ جایدادونه یې نړولي، خو ګټه یې ګاونډیانو ته رسېدلې ده، نو له همدې امله اوس د دې وخت را رسېدلی دی چې نور زموږ اوبه چې زموږ ابرو ده په کور او هېواد دننه ورڅخه ګټه واخیستل شي او زموږ ګاونډیان نور حق نه لري چې زموږ له اوبو څخه دغسې بې حسابه او بې کتابه وړیا ګټه واخلي.

زموږ اوبه ځکه زموږ ابرو ده چې که مهارولو او ګټه اخیستنې ته یې لازم پام وشي، نو باور دی چې په هېواد دننه به زموږ هېوادوالو ته د باعزته ژوند او کاروبار پرېمانه زمینې برابرې شي، ځکه څومره چې اوبه مهار شي، نو همغومره یې د استعمال چانس زیاتېږي. شاړې ځمکې او دښتې ورسره ابادېږي، خلکو ته شغل ایجادېږي، کرنه، مالداري، باغداري او نورې برخې ورسره وده کوي.

افغانستان به د خپلو اوبو د مهارولو له برکته هم د برېښنا خاوند شي، هم به یې کرنیز حاصلات، مېوې او نور صادرات ورسره زیات شي. څومره چې زموږ صادرات زیاتېږي، نو همغومره د هېواد د ملي اقتصاد پر وده او د خلکو پر ژوند مثبت اغېز لري. یانې همغومره ورسره زموږ د خلکو او هېواد ملي ابرو او عزت پرځای کېږي، ځکه زموږ هېواد او هېوادوال د نورو د مرستو او همکارۍ له احتیاجه وځي او حتی د دې وړ ګرځي چې په سختیو کې نورو ته مرسته ورکړي او د هغوی لاسنیوی وکړي.

که څه هم په تېرو دیارلسو کالو کې د اوبو د مهارولو ډېرې اسانتیاوې او ښه فرصتونه برابر شوي ووو ځکه د نړیوالو د همکارۍ او د هغوی د مشورو په اساس افغانستان دا فرصت درلود چې خپلې اوبه په ښه توګه مهار کړي، خو د حکومت د نه پاملرنې له امله هغه فرصت ضایع شو.

ملي یووالي حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني دې برخې ته جدي پاملرنه لري او هغه غواړي چې د بندونو په جوړولو سره هم زموږ اوبه مهار کړي، هم د کروندې او زراعت د ودې زمینه برابره کړي او هم د فقر او بېکارۍ کچه راټيټه کړي.

حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني کورني او بهرني پانګوال وخت پر وخت دېته هڅولي چې د افغانستان د اوبو د مهارولو په برخه کې پانګونه وکړي او د دې لپاره یې هغوی ته د هر ډول ضمانت او اسانتیاو برابرولو ډاډ ورکړی دی.

که په هېواد کې روان ناورین او تحمیلي جنګ پایته ورسېږي او طالبان د سولې لاره اختیار کړي، نوباور دی چې حکومت به د اوبو د مهارولو او له نورو طبیعي زېرمو څخه د معقولې ګټه اخیستنې لپاره زیات فرصت ولري او له برکته به یې افغانان د باعزته ژوند او افغانستان د پرمختګ خاوند شي.

 

محمد بشیر یوسفزوی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply