د سولې په اړه سلا مشورې اېمل پياوړې

0 656

 

 

په دې کې شک نشته چې سوله د افغان ولس مهمه اړتیا او غوښتنه ده، خو خبره داده چې دغه غوښتنه څنګه او له کومو لارو په اساسي او ښه توګه پوره کېدلی شي، ځکه چې د څلوېښت کالو جنګ او بحران زموږ د خلکو زغم پایته رسولی، نور د ورانیو، ناامنیو، جنازو، کونډو او یتیمانو د لیدو او د هغوی د ساندو د اورېدو تاب نه لري.

د سولې لپاره د نظر توافق او د ګډ لیدلوري ایجاد ډېر مهم دی. تر هغو چې ټول هېوادوال او د ټولنې بېلابېل اقشار په یوه نظر او سلا نشي. د دوی سره سلا مشورې ونشي، د دوی اندېښنو او پوښتنو ته منطقي او قانع کوونکي ځواب ونه ویل شي، نو د سولې تامین ناشونی دی، ځکه چې سوله د یو کس، یوې ډلې، یو ګوند، یو قشر، یو قوم او یوې سیمې کار او اړتیا نه ده، بلکې لکه څنګه چې سوله د ټولو ګډه اړتیا ده، نو همداسې د ټولو کار او هلو ځلو ته اړتیا لري.

موږ ولیدل په تېرو دیارلس کالو کې د سولې لپاره ډېر اعلانونه په تلویزیونونو کې خپاره شول، ډېرې نارې سورې ووهل شوې، ډېر شعارونه ورکړل شول، ډېر سفرونه، سیمینارونه، غونډې او نور پروژه یي او انجیویي کارونه وشول، خو د وخت او امکاناتو له ضایع کېدو، د ولس له بې باورۍ او نهیلۍ مه واره یې نوره ګټه او نتیجه نه لرله، عمده دلیل یې دادی چې د سولې اصلي اراده نه وه، له سولې سره د پروسې نه، بلکې د پروژې په څېر چلند کېږي. خینو افرادو، ډلو او ټپلو د سولې په نوم او پلمه پیسې، مقامونه او منصبونه ترلاسه کول، په خپله به یې د سولې نارې وهلې، خو په زړه کې همدوی د سولې لومړني مخالفین وو، ځکه چې د سولې په راتګ یې پیسې، امکانات، مقامونه او منصبونه له لاسه وتل.

خو اوس سولې ته هیله مندي ځکه زیاته شوې، چې یو خو له لویه سره د سولې عالي شورا په ترکیب کې بدلون راغلی، بل د شورا په کارونو کې تحرک له ورایه محسوسېږي. تر ټولو مهمه داده د ټولنې له بېلابېلو اقشارو سره د سولې په اړه سلا مشورې شوې او دغه لړۍ لا هم جریان لري.

د دغو مشورو ګټه داده چې د سولې په پروسه او مذاکراتو د ولس باور زیاتېږي، هغوی د سولې پروسې څخه د کومې ویرې او خطر احساس نه کوي، ځکه دوی له ټولو پړاوونو څخه وخت پر وخت خبرېږي او په جریان کې دي.

بله مهمه ګټه یې داده چې سوله خلکو ته پروژه نه بلکې د پروسې په توګه ایسي، دوی په کې د مالکیت او مسوولیت احساس کوي او له همدې امله خپلې هڅې او امکانات د سولې په برخه کې نه درېغوي.

د سولې په اړه د مدني ټولنو، ځوانانو او ښځو استازو ته ولسمشر غني غني پرون په خپله وینا کې وویل، چې د هېواد بېلابېل اقشار د هېواد د سولې، ثبات او هوساینې اصلي محور دي چې د دوی له فعالې ونډې مه واره سوله نه راځي او هغوی ته په خطاب کې یې په ټینګار وویل چې مدني ټولنه، ځوانان او ښځې باید خپل کلیدي رول درک کړي.

له دې څخه معلومېږي چې حکومت له زړه څخه سوله غواړي او دا سوله د بهرنیو د سلا مشورو او همکارۍ پرځای د خپلو هېوادوالو په هڅو راولي او د دوی رول ته په کې فوق العاده ارزښت ورکول کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply