د سولې په اړه ملي اجماع. محمد روښان ښاد

0 825

 

 

 

تلپاتې او باعزته سوله ملي اجماع ته اړتیا لري. تر څو چې د سولې د مذاکراتو په اړه له ولس، احزابو، علماو، متنفذینو او د ټولنې بېلابېلو اقشارو سره ملي اجماع رامنځته نشي، نو تر هغو پورې اول سولې ته رسېدل ستونزمن دي او که د سولې زمینه هم برابرېږي، نو دا سوله به مهالنۍ سوله وي چې نه یوازې د ولس په درد نه لګېږي، بلکې دغه وړ سوله د هېواد او خلکو لپاره لوی خطرونه هم لرلی شي.

د ټولنې له بېلابېلو اقشارو سره د سولې د مذاکراتو په اړه د سلا مشورو او ملي اجماع د تشکیل ګټه دا هم ده چې هر څوک هم د سولې په بهیر کې خپل ځان ویني، هم خپل نظر په ډاډه او ازادانه توګه مطرح کول شي او که د سولې د مذاکراتو په اړه کومه پوښتنه او اندېښنه ولري، نو له مسوولینو څخه د هغه ځواب ترلاسه کېدلی شي.

ممکن ځینې اقشار په ځانګړي ډول ښځې داسې وګڼي چې که له طالبانو سره سوله وشي، نو ممکن د ښځو په برخه کې قیودات سخت شي. له دوی څخه د کار، ټولنیز فعالیت ، فردي ازادۍ، زده کړو او نور حقونه واخیستل شي، مګر په حقیقت کې داسې نه ده، خو بیا هم ښځې حق لري چې خپله دغه اندېښنه په ډاګه کړي او په دې اړه پوره وضاحت او ډاډ ترلاسه کړي.

هر وخت چې ټولې ډلې په مشورو کې شریکې شوې، د هغوی نظرونه واورېدل شول، ارزښت ورکړل شو او اندېښنې او پوښتنې یې حل او فصل شوې، نو واقعي ملي اجماع په خپله تشکیلېږي. داسې ملي اجماع چې د باعزته او پایداره سولې لپاره حتي او ضروري ده.

څومره چې د ټولنې بېلابېل اقشار د سولې د مذاکراتو په بهیر کې شریک وي، نو همغومره د مخالفینو ډاډ او باور هم په دغو مذاکراتو زیاتېږي، ځکه ممکن هغوی له یوه لوري، یوې ډلې یو جوړښت او یو پلاوي څخه د معاملې، تېراېستلو او ډيپلوماسۍ وېره ولري او داسې وګڼي چې ممکن د دوی له احساساتو سره لوبه وشي، د دوی نیت معلوم کړای شي او بیا په نیمه لاره کې پرېښودل شي، خو کله چې د ټولڼې بېلابېل اقشار په سوله کې شامل شي او د سولې بین الافغاني مذاکرات د هغوی په ګډون ترسره شي، نو همغومره د هغوی باور او ډاډ زیاتېږي او له کومې وېرې او اندېښنې پرته د سولې مذاکراتو ته چمتو کېږي.

د ټولنې د بېلابېلو اقشارو د حضور او ګډون بله ګټه داده چې دوی له وسله والو سره ممکن بېلابېل تماسونه ولري، له هغوی سره نږدې ارتباطات او نفوذ ورباندې ولري چې له دې لارې وسله وال مخالفین د سولې بین الافغاني مذاکراتو سره یو ځای کېدو ته هڅولی شي.

لنډه دا چې د ټولنې د بېلابېلو اقشارو سره د سلا مشورو له لارې باید د ملي اجماع جوړېدو ته زمینه برابره شي او له نېکه مرغه چې د سولې شورا او ولسمشر غني دغه لړۍ پیل کړې او له علماو، ځوانانو، مدني ټولنو او د ښځو استازو سره دغه لړۍ په بریالیتوب ترسره شوې او باور دی چې دغه لړۍ به همداسې دوام ومومي، تر څو مطلوبې پایلې چې تلپاتې او باعزته سوله ده ترلاسه شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply