د کابل پر کانتينينتل هوتل د بريد ريښه چيرته ده؟ /عبدالهادي هادی

0 1,428
د مضمون لیکونکی : عبدالهادي هادی

د کانتينينتل هوټل امنيتي چارې فقط څوهفتې دمخه له پوليسو نه د کابل-بلخ سيکورټي سرويس په نوم امنيتي شخصي کمپنۍ ته ورليږدول شويدي. د يادې کمپنۍ مشر سعيد رحيمي د پنجشير اوسېدونکی او د نظار شورا + جمعيت اسلامي غړی دی چې په دوه زره او څلورم کال کې يې خپله کمپنۍ له آيسا سره راجستر کړې او د افغانستان د دولت، امريکايي قواوو او اروپايي اتحاديې نه د کار جواز لري. افغانستان کې شخصي سيکوريټۍ کمپنۍ د لومړي ځل له پاره د امريکايانو تر راتګ وروسته راپيدا شوې. دغو کمپنيو به د امريکايانو او خارجي قواوو د لوژ ستيکي کتارونو د ليږد راليږد امنيت تاميناوه، په دې ډول نه چې له دښمن نه يې دغه کتارونه ساتل، بلکه دا کمپنۍ د هوښيارو معامله ګرو لاس کې وې چې هر چيرته يې د تاليب د بريد خطر احساساوه، هلته به يې له تاليب محلي قومندانانو سره معامله کوله، حق او نغدي يا تسليحاتي اکمالات يې ورته کول او کتارونه يې سلامت رسول، تر اوسه د افغانستان په هيڅ نقطه کې څوک د دې شاهد نه دي چې دې کمپنيو دې له تاليب بريدګرو سره نښته کړې وي او د خپلو بادارانو کتار ته دې يې لاره پرانيستې وي، بس له باد راوړيو ډالرو يې څه طالبانو ته ورکول څه يې خپله اخيستل چې دولتي امنيتي ارګانونو يې هم نه په کار کې کار درلود، نه يې پر دوی زور بر وو او نه يې د څارلو صلاحيت درلوده، حتی ويل کيږي چې د يو شمير شخصي امنيتي کمپنيو اصلي مالکان هم تالبان دي چې خپله په کويټه او کراچېۍ کې چکر وهي خو پنجشيري ذري يې کمپنۍ په خپلو نومونو چلوي. په ډيرو مواردو کې ويل کيږي چې د تاليب بريدګرو ليږد راليږد او ان د وسلو اکمالات هم همدا کمپنۍ ترسره کوي . افغانستان کې د تنظيمونو تر منځ د جګړو او تربګنيو ، همدا شان د جنګ د شرايطو سابقې ته په کتو ډير داسې مثالونه شته چې جنګيالي، حرفوي قاتلان، جنګي وسايل او وسايط لکه نور توکي خرڅيږي او اخيستل کيږي ، همدا اوس هم ډير خلک په دې پوهيږي چې ځانمرګي لکه د بازار نور توکي خرڅيږي او زورور يې د خپلو موخو له پاره کاروي، په پيښور کې د قاري احمد ازبک مدرسه د انتحاري بلهاريانو د پيرو پلور له پاره مشهوره ده. اوس چې د کانتينينتل د پيښې پل پسې واخلو نو د دې احتمال شته چې د امريکا د سفير له وروستيو څرګندونو، د ښاغلي عطا له عزل او دجمهور ريس غني له اصلاحاتو سره يې اړيکې پيدا کړو. د پيښې په ورځ هوټل کې د امريکا سفير يوه مهمه غونډه درلوده او له پيښې فقط څو دقيقې دمخه له هوتل نه وتلی وو، نو و دې شي چې د بريد سازمان ورکونکو غوښتل هغه ته د نوموړي د وروستيوڅرګندونو سزا ورکړي کومې چې استادعطا هغه د هيواد له قوانينو سره په تضاد کې وبللې، ځکه د لړم بچي چې غټ شي اول خپله مور خوري. غني ته د مافيا يي کړيو له خوا د خپل زور نمايش هم د دې پيښې تر شا د ليدلو وړ دی. په هر حال، وروستۍ خبره دا چې طالب به د پيښې مسوليت منلي وي خو دا ممکنه نه ده چې دا بريد دې تاليب په تنهايي کړی وي، بلکه عقل حکم کوي چې بريد ګر د کي بي ايس ايس کمپنۍ په مرسته، د حکومت دننه د ناراضي مافيايي سياسي کړيو په هماهنګي د ولسمشرغني د اصلاحاتو د چلينجولوله پاره ترسره شوی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply