ناامنۍ د کلیو سکون او ښکلا لوټلې/اېمل پیاوړی

0 1,065

زموږ کلي چې یو مهال د ښکلا، ارام، هوسا او سوکاله ژوند سمبولونه وو، هر سړی په خپل روزګار بوخت وو کس په کس غرض نه وو، شپه او ورځ خلکو له کومې وېرې او تهدید پرته تګ راتګ کاوه، خو طالب وسله والو نن سبا نه یوازې د کلیو ښکلاګانې مروړلي، بلکې له خلکو یې د ارام، هوسا او سوکاله ژوند سکون هم اخیستی دی.

له کومې ورځې چې د افغانستان په کلیو کې د وسله والو طالبانو په نوم د جهالت د تورو لښکرو بدمرغه پښه لګېدلې، نو له همغې ورځې له کلیو څخه ښکلا کډه کړې، سکون او امن هم ورسره تللی. په کلیو کې اوس ژوند پیکه دی. ژوند خپل رنګونه او خوندونه بایللي او د دوی له لاسه د خلکو ژوند په ضرور تېرېږي.

سوله الهي امر دی، خو طالب وسله والې ډلې چې په ښکاره د اسلام نارې وهي، مګر په عمل کې نه اسلام مني او نه یې احکام مني، ځکه دوی د هېواد د بربادۍ او د خپلو خلکو د تباهۍ لپاره د پاکستان په لمسون او اشاره خپل بې ګناه هېوادوال شهیدانوي.

همدارنګه طالبان په کلیو او لیرې پرتو سیمو کې خلک په خپل ژوند پورې پکو کړي دي، ځکه په خلکو سخت ظلمونه کوي، هم ډوډۍ په زور ورڅخه خوري، هم خپل بېګارونه په خلکو په زور کوي او هم د عشر او زکات په نوم د دوی حاصلات، غلې، دانې او مېوې او مالونه ورڅخه اخلي.

دوی په کلیو کې خلک تهدیدوي، چاته یې چې څنګه خوښه وي، نو همغومره باج ورباندې ږدي، اول خو څوک د دوی د وحشت او دهشت له وېرې له باج ورکولو انکار نشي کولی، ځکه که یې انکار وکړ، نو هم یې وهي، هم یې بې عزته کوي، هم ظلم ورباندې کوي او حتی د مرګ وېره یې هم شته ممکن وې وژني.

په کلیو کې پخوا هم امن حکومتونو نه وو راوستلی، بلکې د کلیو دودونو او ارزښتونو چې یو بل ته په درناوي، صمیمت، باور او خواخوږۍ ولاړ وو ټینګ کړی وو. له ظالم څخه به هغه مهال خلکو کرکه لرله، د غصب نوم چا نه پېژانده، یو پر بل نظرتېری او ظلم نه وو، خو طالب وسلوالو د کلیو ارزښتونه کم رنګه کړل، هغه یې تر پښو لاندې کړل. مشران یې بې عزته کړل، وې وهل، بندیان یې کړل او وې وژل.

حتی په ډېرو کلیو کې یې نفاق او شقاق رامنځته کړل، کلیوال یې په خپلو منځونو کې سره بدبینه کړل. کشران یې د خپلو مشرانو په ضد ودرول او په دې ډول یې په کلیو کې خپلو ورانکاریو ته لاره هواره کړه، د کلیو بې لارې او بې بندوباره ځوانان یې د ځان ملګري کړل، هغوی ته یې وسلې ورکړې، خلک یې ورباندې ووهل، بې عزته او خونپوره کړل.

موږ د خپلو کلیو په  سکون او ښکلاګانو پسې خپه یوو. موږ غواړو چې کلیو نه تللې ښادۍ او خوښۍ مو بېرته رنګونه راوړي. د دې لپاره باید د وسله وال طالب کمپله ورټوله شي، ځکه تر څو چې دغه د وحشت او جهالت لښکرې زموږ په کلیو کې وي، نو تر هغو به کلی او کلیوال ښادي، خوښي او سکون ونه ویني. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply