پر وطن دې مړه شو / مجيد ژړاند

0 629
هغه رنګونه چې کلونه وړاندې ای، ایس، ای موږ پرې ککړ کړي وو، زه تاجک او ته پښتون وې، زما لاره بېله او ستا لاره بېله وه ، پایله يې په هيواد کې د خپل منځي نښتو او وحشتونو د لړۍ پيل و او هر چا د ثواب په نيت په زرګونو افغانان ووژل، زموږ د پلازمېنې ښکلا له نظره شوه او د ای، ایس، ای ښاپرکو د کابل په ګل وجود زخمونه جوړ کړل، يو کابل کې يو افغان په څو رنګونو را څرګند شول، له يوې سیمې څخه بلې سیمې ته د تلو مجال نه و، د ښکلي کابل ښايسته څېره لوګيو بدرنګه کړه، د کابل حورې يې د پنجاب خيرات ته کېنولې، پاټکونه، د کدرونو بې درېغه قتلول او د هلکانو ودول خو عادي خبره وه.
کابل کنډواله شو، ځينو جهادي خپسو د جهاد په نوم ځانونو ته امتيازونه پيدا کړل، دبدبه يې تر لاسه کړه او په دې دنيا يې د جنتونو مزې وڅکلې.
ای، ایس، ای چې د افغانستان ورانونې او افغان وژنې پروژې نوم دی، هيڅ وخت يې پر افغانانو رحم کړی نه دی؛ د هغوی په تالۍ لوی شوي جنګي لېډران او ترهګر لا اوس هم ځانونه د ای، ایس، ای د احسانونو پوروړي ګڼي.
د نن ترهګر هم د پروني جنګ سالار لار نيولې ده، پرون همدې جنګي لېدرانو او جنګي مجرمينو کابل ورانول او افغانان يې په شهادت رسول او نن ترهګر هم افغانان وژني او پر هيواد رحم نه کوي، د ترهګر او جنګ سالار توپير همدومره دی، جنګ سالار يواځې افغانان په شهادت رسول او نن ترهګر پرې ځانمرګي بريدونه کوي چې د بل ځل لپاره يې له شر څخه نجات موندلی شو.
د دولت په اډانه کې د مافيا ځواک، جنګ سالارانو پياوړی حضور او جګړه د يوه امتياز په توګه منل به نوره هم د افغان وژلو لړۍ پسې اوږده او خونړۍ کړي.
جنګ سالار دې نن پېښه نه غندي، که پرون جنګ سالار پر دې ولس رحم کړی وای او افغاني غرور يې ساتلی وای، نو نن به موږ ارو مرو د ترهګرو له شر څخه خوندي و، نن به مو د وجود رابېله شوې برخه خپله کړې وه، نن به موږ هم د نورې نړۍ د وګړو په څېر د پرمختګ په لوري ځواکمن ګامونه اخیستي و، خو له بده مرغه چې زموږ ډېری لېډران لا هم ستمي فکر لري او لا اوس هم د لستوڼي پر مار د يار فکر کوي.
هسې هم وژل کېږو، مرګ د ساعتونو او سيکنډونو په اندازه فرصت راکړی دی، راځئ له همدې فرصت څخه ګټه واخلو، د ولس د يووالي لپاره هلې ځلې وکړو، د افغاني غرور او افغاني هويت د ساتنې رښتيني ممثلين و اوسو، هغه څوک له منځه لرې کړو، چې موږ يې د قوم او ژبې په نوم جنګولي وو، هغه چا په وړاندې ممانعت وکړو، چې افغاني غرور يې د پنجاب تر لنګ جار کړی و.
زموږ د خلاصون يواځينۍ لاره ملي يووالی او د نظام ملاتړ دی، که مو نظام غښتلی شو او د مافيا له شره خلاص شو، تر هدفه هم رسېدلی شو، که نظام د هغه ستمي لېډرانو له شتون څخه مبرا شي، نو په سالم لوري حرکت کولی شو، د نجات يواځينۍ وروستۍ لاره د نظام په ملاتړ کې ده، ترهګر همدا غواړي چې ولس او دولت سره لرې کړې او تر منځ يې کاڼي وټکوي، خو افغان ولس خپل راتلونکی د نظام په ملاتړ کې ويني او له ستونزو د خلاصون يواځينې لاره د نظام ملاتړ او قرباني ګڼي.
ترهګر که د ای، ایس، ای او نورو پرديو ګټوپه خونديتوب له منځه ځي، نو موږ او تاسو دې هم پر وطن مړه شوي يوو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply