عطا نور ټول ملت وشرموه! / ډاکټر ګل مرجان منګل

0 1,038

بدون له شکه چې د کابل حکومت ته له الوتکو یې رانيولی تر  ګوړې او چای مصرف ټول  د غرب  چې په سر کې یې  امریکا قرار لري پر غاړه دي، دا چې افغانستان ته ولې تر چای او ګوړې پورې دا ټول مصارف امریکا ورکوی پدې نه غږیږو، راځو دې ته چې ولي موږ دا وړتيا نه شو تر لاسه کولای او یا مو نه شوای کړه تر لاسه تر څو د خپل دولت مصارف په خپله پوره کړلای شو، د بهرنيانو له احتیاج څخه هيواد او ولس خلاص کړو؟
ددغه پوښتني ځواب ساده دی، هغه دا چې موږ افغانان باید دا ومنو چې موږ بی کفایته، بې اطفاقه، د ملی ګټو پر ځای خپلو شخصی ګټو ته لومړیتوب ورکوو، همدارنګه اکثریت څه چې ټول غله یو که همداسې خبره نه وای نو د کرزي په وخت کې د امریکایانو په وینا تر ۱۳۳ میلیارده ډالر افغانستان ته راغلل موږ دومره هم ونه شوای کولای چې یو څو بنيادي پروژې  مو ورباندې جوړې کړي وای چې  حد اقل  اوس خو زموږ دولت  دومره کولای شوای چې د خپل سرتیری او ښونکی معاش خو يې پخپله ورکولای شوای، ځکه خو باید ومنو چې بې کفایته یو.
دوهم دا چې موږ بې اطفاقه یو، که موږ بې اطفاقه نه وای نو بل چا به  ولی  موږ ته حکومت جوړولای او یا به یې ولې موږ ته لاره ښودلای، همدارنګه که موږ بې اطفاقه نه وای نو پاکستان او ایران به دومره په سپین سترګۍ سره زموږ په کورنیو چارو کې ولي داسې  براعلی لاسوهنه کولای.
زموږ تر ټولو ستره بدبختي دا ده چې د ملی ګټو پر ځای خپلو شخصی ګټو ته ترجيح ورکوو، کله چې زموږ شخصی ګټو ته زیان رسیږی، ولو که ټول هیواد اور هم اخلی ټول ورانيږي او یا زموږ د ټول ملت حیثیت او ابرو  د خاورو سره  برابریږي، بیا هم له خپلو شخصی ګټو او عقدو نه تيريږو.
زموږ په هیواد کې ورستیو جنجالونو چې د عطا نور د استعفا په اړه رامنځ ته شول موږ ولیدل چې هیڅ چا د خدای لپاره، د هیواد او ولس په ځانګړي توګه د هیواد ملی ګټو  لپاره خبره ونه کړه بلکی اکثرو پکشې شخصی ګټي غرض کړي، همدغه شخصی عقدې او د شخصي ګټو غرض وو چې عطا نور هم ځان وشرموه هم یې د افغانستان حیثیت د دوه توتانو کړ.
عطا نور ځکه ځان او ملت  وشرموه او ځکه یې د افغانستان حیثیت پر ځمکه ګذار کړ چې د خپلي سرمایې، قدرت او پر سیمه د نفوذ د ساتلو لپاره تر هر څه تیر شو ډؤل ډؤل تورونه يې پر نورو ولږول، رنګه رنګ غورې يې وکړی چې بلاخره يې د امریکا مسقیمې مداخلې ته لاره همواره کړه او امریکا عطا نور او حکومت ته لکه ماشومانو ته چې نصیت کوي په ډاګه د افغانستان په کورنیو چارو کې لکه د تیرو ټاکنو په شان بیا مداخله وکړه، عطا نور په ټوله کې يې جمعیت ته خبر ورکړ چې په ارام کشنئ.اوس به هم د جمعیت وزن او د عطا وزن مالوم شی چې دوی څو چاراکه دي، ایا دوی رښتیا هم دا همت او غیرت لري چې د امریکا مخې ته ودريږي؟
نو کله چې د یو شخص، یوې ډلې او یا یو هیواد خبره تر دغه سرحده ورسیږي او دومره بې ابه شي دا چوکۍ، ګټه او قدرت به نو څه خوند ولري؟

موږ وایو چې د ټولو افغانانو لپاره په ځانګړی ډول هغه چې ځان ته سیاستوال وايی پکار ده چې د تیرو څخه د عبرت درس واخلي، خپل منځي اختلافونه یو خوا ته کړی سره یو شی، ملي ګټې پر شخصی ګټو متبرې وشماري،تر څو زموږ د هیواد او ولس حیثیت او ابرو وساتل شي.
نتجه:
که موږ یو نه شو او د شخصي ګټو لپاره له حق ویلو څخه سترګي پټو، همدارنګه پریکړی د شخصي عقدو له مخې کوو ، تر شخصي ګټو ملي ګټې پورته ونه شمارو، یو او بل ونه منو، خپل هیواد اباد نه کړو موږ به تل تر تله  پردیو ته محتاج وو، موږ به کله هم  د حیثیت  او ابرو خاوندان نه شو، خو کله که موږ سره یو شو يو اوبل ته له صدق څخه لاس ورکړو کولای شو چي هم د پرديو له محتاجۍ څخه خلاص شو او هم خپل هیواد اباد کړو،  اباد او ازاد هیواد زموږ د ټولو ابرو او حیثیت دي.
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل
28/1/2018

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply