افغانستان او اندونیزیا دوه پخواني ملګري/محمد روښان ښاد

0 749

افغانستان د خپلې فعالې ډیپلوماسۍ پرمټ ورځ تر بلې غوړېږي، غښتلی کېږي او د سیمې او نړۍ هېوادونو سره خپلې پرې شوې او سړې شوې اړیکې او مناسبات بیا له سره رغاوي، چې یو ښه مثال یې اندونیزیا سره د سړو شویو او پرې شویو اړیکو بیا ټینګول دي.

د سږکال په پسرلي کې ولسمشر غني اندونیزیا ته رسمي سفر وکړ او یاد هېواد ته د خپل سفر پرمهال یې د اندونیزیا جمهور رئیس، لومړي وزیر، تاجرانو، پانګوالو، علما او د اسلامي مرکزونو سره جلا جلا کتنو کې د افغانستان او اندونیزیا د اړیکو د پراختیا، د ملګرتیا د ارزښت او هر اړخیزو همکاریو په پراخوالي ټینګار وکړ.

جمهور رئیس غني په یادو کتنو کې د افغانستان او اندونیزیا د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ او همدارنګه یې د افغانستان او اندونیزیا پلاویو سره په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د سندونو د لاسلیک کولو تر څنګ په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه هغوی ته تشریح کړل او دا یې هم ورته وویل چې افغانستان د اندونیزیا ملګرتیا، همکارۍ، مشورو او پانګونې ته اړتیا لري.

همدارنګه څه موده وړاندې د اندونیزیا د حکومت په بلنه د افغانستان د سولې عالي شورا پلاوي اندونیزیا ته سفر وکړ او هلته یې په افغانستان کې د سولې په برخه کې د هر ډول مرستې او هلو ځلو ډاډ ورکړ.

اندونیزیا او افغانستان د جنګونو له کلونو دمخه هم د دوستۍ اړیکې او ښه مناسبات سره لرل، ځکه چې نږدې څه کم شپږ لسیزې وړاندې د اندونیزیا ولسمشر مرحوم سوکارنو افغانستان ته راغلی وو، خو د ثور له کودتا وروسته د افغانستان او اندونیزیا اړیکې پرې او سړې شوې، په وروستیو کې ولسمشر غني بیا د دغو پرې شویو او سړو شویو اړیکو د بیا تینګېدو هلې ځلې وکړې او د همدغو هلو ځلو له برکته د اندونیزیا جمهور رئیس جوکو ودیدو، د هغه مېرمن او د یاد هېواد مقاماتو پلاوی پلازمېنې کابل ته رسمي سفر وکړ.

له اندونیزیا سره د اړیکو او ښو مناسباتو لرل له دې اړخه هم ارزښت لري چې یوه لورته اندونیزیا د سیمه ییزې همکارۍ غوره بېلګه او بل لورته  افغانستان د سیمې ییزې همکارۍ مرکز دی، نو له دې امله د افغانستان او اندونیزیا ښه مناسبات او اړیکې نه یوازې د دې دواړو هېوادونو د ملتونو، بلکې د سیمې د هېوادونو او ولسونو لپاره هم ګټور دي.

اندونیزیا د خپلو ګڼو ادیانو او ژبو تر منځ وحدت او عدالت رامنځته کړی دی، ځکه دوی بېلابېلو لیدلورو ته د خطر نه، بلکې د فرصت په توګه ګوري. له همدې امله په یوویشتمه پېړۍ کې اندونیزیا د تعادل ژوندی سمبول دی.  په دې برخه کې د اندونیزیا بریالۍ تجربې د افغانستان لپاره هم ګټورې تمامېدلی شي.

اندونیزیا نن په سیمه، اسیا او اسلامي نړۍ کې رسا غږ دی، ځکه اندونیزیا د همدغو ځانګړنو او ښېګڼو په لرلو سره د فساد ضد، محرومیت له منځه وړلو او د عدالت د تامین په مبارزه کې بریالۍ ده او لا هم په بریالیتوب سره د فساد، تفرقې او افراطیت پر ضد جدي مبارزه کوي.

افغانستان چې دا مهال له فساد، تفرقې او افراطیت څخه ځورېږي او د دغو شومو پدیدو قرباني دی، نو اندونیزیا په دې برخه کې ورته د لا جدي او قاطع مبارزې لپاره انګېزه او جهت ورکولی شي، خپلې هڅې او تجربې ورسره شریکولی شي او هغه ورځ لیرې نه ده چې د اندونیزیا په څېر افغانستان هم د افراطیت، فساد او تفرقې ضد مبارزه کې بریالی شي او خپلو خلکو ته د ارام، هوسا او سوکاله ژوند اسانتیاوې برابرې کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply