افغانستان د سیمه ییزې همکارۍ د مرکز په توګه

0 510

ایمل پیاوړی؛

له هغې ورځې چې امریکا پر پاکستان د ترهګرۍ د ملاتړ له امله فشار زیات کړی، نوپاکستان ځانته د برائت ورکولو په موخه ترهګر د افغانستان په مرکز او ښارونو کې د ترهګریزو بریدونو ترسره کولو ته زیات لمسولي دي. تروریستي ډلې کوښښ کوي چې افغانستان ناامنه وساتي، دلته خپل مرکزونه جوړ کړي بیا له دې ځایه څخه د سیمې او نړۍ په هېوادونو تروریستي بریدونه او ورانکاري فعالیتونه ترسره کړي.

د افغانستان ولس او زموږ مېړني امنیتي او دفاعي ځواکونه به د ترهګرو ډلو او ګروپونو په ګډون هیچاته د دې اجازه ورنه کړي چې زموږ پاکه خاوره د خپلو ناوله فعالیتونو او د نورو پر ضد د ورانکاریو لپاره وکاروي.

افغانستان د اسیا د څلور لارې په توګه دا ظرفیت لري چې د سیمې هېوادونه سره وصل او سوداګریزه راکړه ورکړه او اقتصادي همکارۍ زیاتې کړي. د بېلګې په توګه مرکزي اسیا د افغانستان له لارې په اسانۍ سره کولای شي چې خپله انرژۍ، ګاز او نور توکي د جنوبي اسیا هېوادونو ته ولېږدوي.

له همدې امله د ملي یووالي حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني کوښښ کوي چې د ترانزیتي دهلېزونو، لویو لارو او اورګاډي کرښې په جوړولو سره د افغانستان او سیمې د هېوادونو تاجرانو ته زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي، تر څو دوی وتوانېږي چې خپل مالونه په اسانه د افغانستان له لارې ولېږدوي.

د اورګاډي کرښې په جوړولو سره به چین او ایران د افغانستان له لارې سره ونښلول شي. د دغې لارې ګټه داده چې تاجران کولی شي د افغانستان له لارې له ۵-۷ ورځو پورې خپل مالونه اروپا او نورو هېوادونو ته اسانه، ارزانه او بې جنجاله انتقال کړي.

د دې ترڅنګ افغانستان د کرنیز سکتور، اوبو او انرژۍ، د کانونورااېستلو، د ځمکو د مدیریت، کور جوړولو سکتور او نورو برخو کې د پانګونې ګڼ فرصتونه لري. په دې برخه کې مهمه خبره داده چې حکومت کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د هر ډول اسانتیاو برابرولو او همدارنګه د دوی د پانګونو د خوندیتوب لپاره د نړیوالو تضمینونو برابرولو هلې ځلې کوي.

ملي یووالي حکومت دېته ژمن دی چې داخلي او بهرنیو پانګوالو او تاجرانو ته د اقتصادي ودې، پانګونې او سوداګرۍ لپاره مهمې اسانتیاوې برابرې کړي، ځکه د هېوادونو تر منځ سوداګریزه راکړه ورکړه او د یو له بل سره د ولسونو او دولتونو د ګټو تړل د ولسونو تر منځ د اړیکو د ټينګښت او د دوی د ژوند د وضعیت د ښه والي لپاره مهم رول لري. څومره چې د هېوادونو تر منځ سوداګریزه راکړه ورکړه زیاتېږي، نو همغومره د هېوادونو او ملتونو تر منځ اړیکې غښتلې او د سیمې او هېوادونو امنیت او ثبات هم ورسره تړل کېږي.

دا یوازې د حکومت نه، بلکې د ټولو دنده ده چې د اقتصادي همکاریو او د سوداګرۍ د ودې له لارې د خلکو او نړیوالو پام د افغانستان د ناامنۍ او جنګ تصویر څخه د فرصتونو او ظرفیتونو لور ته ور واړوي، تر څو داخلي او بهرني پانګوال او تاجران دې ته وهڅېږي چې د منظم پلان او برنامې له مخې د افغانستان له فرصتونو او ظرفیتونو څخه د سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ د ودې لپاره ګټه واخلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply