د کابل وروستئ خونړۍ پېښې او د مخنیوي لارې چارې

0 1,410

لیکوال:الحاج ګل عباس
داسې معلومیږي چې د افغانستان د دولت مخالفين د جبهه یي جګړې په پرتله ښاري جنګ او ترور ته ترجيح ورکړي ده، دوي داسې اهداف په نښه کوي چې پر دولت ډير رواني فشار وارد کړي، په هوټلونو، شفاخانو، جوماتونو او تکيه خانو برید په ټوله نړۍ کې جنګي جنايت بلل کېږي مخالفين د بين المللې قوانینو او ميثاقونو احترام څه چې حتا له سره ترې منکر دي. دولت او حکومت هم په هره پيښه يوه اعلاميه خپروي او په سختو ټکو پيښه او عاملين وغندي. خلکو ته وايي چې د دې پيښې عاميلن به ژر د قانون منګولو ته وسپارل شي، يو هيئت تعين شي، خو د هيڅ پيښې د عاميليونو قانوني پلټنه ونشوه.
د مسلحو قواوو مسولين پارلمان ته وغوښتل شي او هلته يوه بې محتوا بيانيه ورکړي چې په پوچو دلايلو صرف ځانونه تبريه کړي.
دفاع وزارت وايي چې په ښار کې امنيت او د تروريستي پيښو مخنيوئ زموږ دنده نه ده، د کورنیو چارو وزارت وايي چې موږ له پيښې او انتحار وروسته تروريستان زر کنټرول کړل.
د ملي امنیت رئیس صرف د جګړې خارجي عوامل ياد کړي لکه چې ولس په دې عواملو نه دئ خبر، دوي خلکو ته صرف عوامل ور په ګوته کوي خو چاره نه لري او خپلې نيمګړتياوې نشي په ګوته کولائ.
خلک څه وايي؟
وايي چې دولت په دې پيښو کې لاس لري، او يو سلسله دلایل هم وړاندې کوي چې دلايل يې که ټول حقيقت و نه لري مګر يو څه منطق خو لري.
زه ددولت هر اورګان او مشر تابه ته يې په احترام لومړۍ يو څو پوښتنې طرحه او بيا خپل نظر وړاندې کوم.
1_ ددې سره چې موږ د کميت په لحاظ کافي اوردو، پولیس او دې ملي امنیت کارمندان لرو ايا دوى خپل وظايف پيژني؟
که دوى وظایف پيژني نو ولې يې نه اجرا کوي. کوم خنډونه چې ددندو د اجرا مخه نیسي؟
2_ زموږ امنيتي اورګانونه په تاکتیکي لحاظ ددې جګړې ارزونه کولائ شي او کنه؟
زما په اند په دې جګړه کې د ملي اردو نه مخکې د ملي امنیت او ملي پولیسو دندې تر هر څه مهمې دي.
ولس نه پوهېږي چې ملي امنیت ولې دولتي امنیت نشي ساتلئ.
لازم پرسونل نلري او که لازمه پوهه، تر کومه ځایه چې ماته معلومه ده ملي امنیت په کافي اندازه کارمندان لري مګر مسلکي پوهه يې تر پوښتنې لاندې ده.
زه د هر افغان په وطن پرستۍ باور لرم او زموږ د امنیتي اورګانونو په پرسونل هم باور لرم خو خبره دا ده چې دوي خپل وظایف نشي درک کولائ. موږ د استخباراتي جګړې سره مخ يو، نو څه کول په کار دي؟
د ښارونو امنیت باید وساتل شي زه د مقديمې نه نور تيريږم او نيغ په نيغه د هغه اجراتو وړانديز کوم چې باید امنیتي اورګانونه يې اجرا کړي.
1_ د امنیتي اورګانونو پرسونل په خاصه توګه سربازانو ته د دوښمن ماهيت او هويت ور وپيژندل شي، ددوي د مسلکي مهارت درجه لوړه کړاى شي.
2_ د کورنیو چارو وزارت چې دومره پولیس لري دوي په ښارونو کې څه دنده لري؟
ايا چا په دې باره کې فکر کړئ دئ؟ که يوازې ناست دي د دوښمن انتظار کوي چې څه وخت پر دوي حمله کوي. ښه دا ده چې د تلاشۍ ګروپونه د ښار په هره برخه کې ګزمه وکړي د دې ګروپونو وظیفه دا ده چې : په ښارونو کې د هر مشکوک کس د اسنادو پوښتنه او تلاشي وکړي. په ټوله با امنه اروپا کې پولیس د خلکو څخه د پاسپورټ پوښتنه کوي د مشکوکو اشخاصو تلاشي کيږي، ددې سره چې هلته امن دئ.
دا څلويښت کاله کېږي چې زموږ پر ولس جګړه تحمیل ده زموږ ښارونه او مملکت دروازه نلري، د هيڅ چا څخه پوښتنه نه کيږي چې ته څوک يې؟
د شهيد ډاکټر نجیب الله د حکومت پر مهال کابل کې د هر چا د تذکرې پوښتنه کيده، او د هر چا سره به تاييد شوي تذکره موجوده وه. ايا دا دې کورنیو چارو وزارت دنده نه ده؟
که ته له دښمن پوښتنه نه کوې، او په پوسته کې ناست يې، نو همداسې به وژل کيږې. هغه پولیس چې ځان نشي ساتلئ ولس به څنګه وساتي؟
ټول چيک پوستونه يوازې عام وګړي په لويو لارو کې پوښتي او تلاشي کوي يې. په هر هېواد کې د خارجي اتباعو د پاسپورټ او ويزې غوښتنه او پوښتنه کيږي، اما زموږ په ښارونو کې د داخل يانو او خارجيانو فرق نه کيږي. زموږ اتباع حتا خيبر پښتونخوا ته بې ويزې نشي تللى، او که لاړ شي، هلته باید سپيشل برينج ته مراجعه وکړي،د سفر موخه، شروع، ختم او د اوسيدو ځاى يې بايد معلوم وي، ولې زموږ پولیس او امنيتي اورګانونه دا کار نه کوي.
د نړۍ په کوم مملکت کې به بې نمبره موټر، بې ليسنسه ډرايور او بې جوازه سيره واسطه د تګ راتګ اجازه ولري؟
په هيڅ مملکت کې نشته.
ايا زموږ مملکت ندئ؟
ايا موږ قانون نلرو او که ترافيک نلرو؟
که دې ټولو پوښتنو ځواب مثبت وي نو ولې نه تطبیق کيږي. که نشو کولائ؟ عوامل يې څه دي؟
زه د ملي امنیت د چارو ماهر نه يم. خو دومره پوهيږم چې ملي امنیت د يوه دولت ځيرکې سترګې دي. دوي بايد ددولت ضد عناصر هر چيرې تر نظر لاندې ونيسي، ځکه چې دولت بې حسابه روپۍ په دې اورګان مصرفوي. تاسو فکر وکړئ چې ددولت مخالفين په لږو امکاناتو موږ ته څومره زيان اړوي، موږ چې قانوني ملي امنیت لرو نشو کولائ دوي په نښه او له منځه يوسو.

ما ته ښکاري چې:اراده،پوهه،او عمل نه شته.

پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply