ډیر څه مې له دعوته زده کړه، او ډیر څه نه پکې خبر شوم/ نجم شینواری

0 1,345

د  دعوت خپرونې د ۲۹ کلیزې په ویاړ

بزګر صیب ! زه به درته ووایم، په ۲۰۰۲ کال چې زه مصر ته د تحصیل لپاره لاړم، نو په عربي هم سم نه پوهیدم، اخبار، تلویزیون هرڅه عربي، یو څه موده و روسته چي مصر کي د پخوانیو افغان محصلینو سره لږ بلد شو، او د هغو کوټو ته تګ راتګ پيل شو، یوه ورځ مي د یو افغان محصل ګلاب سید په کوټه کي د دعوت خپرونه ولیده، ښه په غور غور مې ولوستله، ډیر مطالب پکي وو چی ماته نوي وو، ما فکر کاوه دعوت خپرونه کوم ملګري چی نوي راغلي هغو ځان سره د پيښور نه یا افغانستان نه راوړې ده، ملګري نه مې وپوښتل دا مو پاکستان نه راوړي..؟ هغه وویل نه. دا له اروپا نه راځي..؟ ما ویل نو څنګه راځي؟ وايي دا په اروپا کي ځیني افغانان چاپوي، او بیا يي پر افغانانو مفته ویشي، وايي تر ما د مخه دا په بنډلونو راتلله، چی چاته راتله هغه محصلین تللی خو خپرونه اوس هم په دي ادرس راځي….. بیا به نو زه هم ورته انتظار وم ، چي رابه غله نو هغه به ولوستله وروسته به زما وار وو.. ډیر څه مي پکي زده کړه، او ډیر څه نه پکي خبر شوم، او ډیرې دعاګانې مو درته هلته کولی.. ولو چي ما تاسي نه پيژندلی….. خو قسمت مو وو..او د پېژندګلوۍهم یو جالبه کیسه ده… که تاسې ته یاده وي..ماته خو یاده ده……………. خوښ او اباد، سوکاله او د هیواد او ملت خدمت ته تل تاند اوسې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply