افغانستان یوبل ګام واخیست/محمد روښان ښاد

0 756

سره له دې چې وروستۍ دوه اونۍ د افغانستان لپاره خونړۍ اونۍ وې او ترهګرو د خپلو وحشتونو او جنایتونو پرمهال زموږ ګڼ هېوادوال شهیدان او ټپیان کړل او د دوی درنې کورنۍ یې د ویر په ټغر کېنولې، خو بل لورته په همدغه غمجن حالت کې افغانستان د پرمختګ په لور یو بل مهم ګام واخیست. پلازمېنه کابل نن په غمجن او ویرجن حالت کې څو لسیزې وروسته د خپل ځانګړي مېلمه (د اندونیزیا د ولسمشر، د هغه د مېرمن او د یاد هېواد د لوړپوړي پلاوي) کوربه توب کوي.

دا ټولو ته معلومه ده چې د وروستیو ناامنیو او خصوصاً په پلازمېنه کابل کې د ترهګریزو بریدونو او چاودنو د ترسره کولو یو عمده لامل افغانستان ته د اندونیزیا د جمهور رئیس د سفر موضوع وه، ځکه د جهالت پیروان او تروریستي ډلې نه غواړي چې افغانستان دې وغوړېږي او له نړۍ سره دې نږدې، دوستانه او ښه مناسبات ولري، ځکه دوی غواړي چې افغانستان ناامنه کړي، وروسته پاتې وي او بیا یې په اسانۍ دوی د خپلو ترهګریزو فعالیتونو د ترسره کولو لپاره د نورو پر ضد وکاروي.

افغانستان د نړۍ له ټولو هېوادونو سره دوستانه اړیکې او ښه مناسبات غواړي او د دې لپاره یې تل عملي اقدامات او هڅې کړي دي چې په دې برخه کې له اندونیزیا سره د افغانستان اړیکې زموږ د خلکو او هېواد لپاره ځانګړی ارزښت لري، ځکه اندونیزیا هم یو وخت زموږ غوندې له ستونزو سره مخ وه، د افغانستان اوسنی او د اندونیزیا پخوانی حالت او ستونزې سره ورته دي چې بیا یې خپلې ستونزې پایته ورسولې، نو په دې برخه کې د دوی ستونزې له وسله والو طالبانو سره د سولې په برخه کې ښه مرسته کولی شي.

موږ کولی شو چې د اندونیزیا هېواد د همکاریو، نظریاتو او تجربو په مرسته شته ستونزو ته د حل مناسبې لارې ولټوو او افغانستان هم د اندونیزیا په څېر هوساینې او پرمختګ ته ورسېږي. د دې ترڅنګ اندونیزیا هېواد له افغانستان سره د معارف، کرنې، سوداګرۍ، لوړو زده کړو، د احصایې د سیستمونو او مالي پالیسیو جوړولو او نورو برخو کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او دغه همکارۍ په هېواد کې د وضعیت په ښه والي کې فوق العاده مرسته کولی شي.

افغانستان نن یو ځل بیا خپلو دښمنانو ته دا پیغام ورکوي چې که څوک موږ ته د دوستۍ لاس راغځوي او د مېلمه په توګه افغانستان ته راځي، نو موږ یې مېلمه پالنه، درناوی او عزت کوو، خو هغوی چې په لنډپارۍ، نظر تېری، وحشت، تشدد او زور افغانستان ته د راتګ نېت او اراده لري، نو د تروریستي ډلو په څېر به وځپل شي او د دښمن په توګه به ورسره چلند وشي.

مېمله پالنه د افغانستان اصل دی او د اندونیزیا د جمهور رئیس درناوی او مېمله پالنه زموږ د ملت د اصیل فرهنګ ښکارندويي کوي. افغانستان په دغه سخت حساس پړاو او غمجن حالت کې هم د خپل مېلمه د درناوي اصل نه هېروي. د افغانستان دښمنان دې پوه شي، د افغانستان دغه لوی پیغام دې واخلي او په خپلو ناوړه کړنو دې له سره غور وکړي او د هغو پایلې دې د خپل ځان لپاره وسنجوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply