د دعوت د خپرونې او ویبپاڼې په هکله یو څو ټکي ډاکتر محمد نواب ویساند

0 2,216

د دعوت د خپرونې او ویبپاڼې  په هکله یو څو ټکي

اکتر محمد نواب ویساند  – جرمني

د دعوت د ۲۹ کلیزې په ویاړ

وروستیو نږدې څلورو لسیزو پرلپسې غمیزو او ناخوالو افغان ټولنې ته پراخه ځاني، مادي او معنوي زیانونه واړول، نیم ژوبله  تولیدي بنسټونه  یې په بشپړ ډول ویجاړ، کاري بشري ځواک یې  له  هېواده د یو زیات شمیر په کار پوه کسانوپه وتلو سره وپاشه او د ټولنیزو رسنیو (میډیا) چارې (چاپي، انځوریزې، غږیزې)، چې د دولت د درې ګونو قواوو (اجرائیه، مقننه او قضائیه)  وروسته  په سیاسي ،ټولنیزو، کولتوري او اقتصادي ډګر کې د سمې او په واقعیت ولاړ راپورونو په  ورکولو سره، چې د یوې  څلورمې قوې په توګه د  ټولنې د پرمختګ او رښتني ولسواکۍ (دموکراسۍ) په راوستلو کې   ځانګړی اغېز درلودلای شي، هم ټکنۍ کړ.

خو د خپرونې ګټورتوب او ارزښت ته په کتو، له هېواده بهر د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو کې میشتو خورو ورو او  د کلک هوډ  درلودونکوونکو افغانانو د هیوادنۍ مینې  له مخې د پردېسۍ په ستونزمن ژوند کې د خپلو غښتلو مټو په زور د چاپي، انځوریزو او غږیزو خپرونو له لارې د خپلو شونتیاوو، وخت او شرایطوته  په پام خپلو خلکو او ولسونو  ته د چوپړ لپاره ملا وتړله.

د دعوت میډیا، چې په پښتو، دري او انګلیسي ژبو خپرونې لري او اوس یې ۲۹ یمه کلیزه لمانځل کیږي،  د یو هوډمن، ځوان، تکړه، په  مسلکي پوهې  سمبال، با تجربه ژورنالیست او په خپلو  خلکو او هېواد  مین  شخصیت  ښاغلي محمد طارق بزګر له خوا  د پراخه هلوځلو او زیار وروسته  په کار پیل وکړ ، په دغه تیرو کلونو کې یې  نه یواځې د خپلو خپرونو له لارې خپلو هېوادوالو ته د پښتو ادب  په ډګر  کې بې ساري  خدمتونه وکړلای شول، بلکه د وخت  په تیریدو سره یې د یو لړ  نوښتونو په راوستلو د ویبپاڼې  بڼې او جوړښت ته  داسې  ښکلا ورو بښله، چې د خپلې ځانګړنې  له کبله  د ډېرو معتبرو ویبپاڼو په منځ  کې د پام وړ او زړه راښکوونکی  ځای لري .

د دعوت میډیا، نه یواځې په خپل وخت د هېواد او نړۍ اړوند د بېلابېلو تازه او مهمو پیښو د بشپړو او کره مالوماتو د لاسرسي یوه په زړه پورې  سرچینه  وګرځېدله، بلکه د  ټولنېز ژوند د بېلابېلو فننو پورې تړلي علمي او اکادمیکو مالوماتو خپرول، چې د وګړو د مسلکي پوهې د لوړولو او د ټولنې د پرمختګ سره مرسته کوي، ځانګړی ارزښت  لري. لوستوال په ډېره اسانۍ سره کولای شي هم خپله دعوت خپرونې او ویبپاڼه کې د خپرېدونکو مالوماتو نه  ګټه پورته کړي  اوهم یې د نورو  همفکرانو سره شریک کړي.

دعوت میډیا، د کلتوري  او فرهنګي ارزښت درلودلو ترڅنګ، په خپل وار د افغان ټولنې د واکمنانو له خوا د پټ ساتل شوو کمزوریو په راسپړلو، ناخوالو او بې عدالتیو په ګوته کولو او د پردیپالو او ملي ګټو ضد څېرو په افشا کولو او همدارنګه د نورو منفي پدیدو په وړاندې مبارزې ته د ټولنې د رښتینو بچیانو په راویښولواو هڅولو  کې رغنده رول لوبولی دی.

زمونږ له بېداره بخته، له هغې راهیسې، چې د نړۍ هېوادونه او ولسونه د انترنیټي تکنالوژۍ د نړیوال کېدو له برکته سره نژدې شوي او نښولوشوي  دي، د د عوت میډیا هم  په خپل وار د ننۍ نړۍ مهمې پېښې  په ډېره  چټکۍ سره د نږدې او لېرې پرتو سیمو اوسیدونکو ته  د خپلو خپرونو له لارې  رسولي دي.

خو له بده مرغه  زمونږ د هېواد یو زیات شمېر بې وسوه افغانان د اقتصادی او امنیتي ستونزو له امله نه شي کولای د خپرو شوو مالوماتونه، لکه د نړۍ د نورو پرمختللو هېوادو د وګړو (انترنیټ ته د نه لاس رسي له کبله) په څېر ګټه پورته کړي.

د دعوت میډیا له لارې نه یواځې د هېواد او نړۍ د روانو حالاتوپه هکله  د مالوماتو  خپرېدل  د پام وړ دي، بلکه  په هېواد کې د سرتاسرې سولې د ټینګښت، د اداري فساد دله منځه وړلو، د ورځیزو چارو د  ټیکاو او سمون او  د خلکو د پوهاوي د کچې د لوړولو  په موخه د هر ډول رغوونکو وړاندیزونو د خپرولو اغیز یې هم  له پامه نه شو غورځولای.

په پای کې د دعوت میډیا مشرتابه او  مینه والو ته  د دعوت خپرونې د کلیزي مبارکي وایم  اود لا ډیرو بریاوو په هیله یې.

وړاندیز:  که څه هم دا به اسانه  کار نه وي، خو که په ویبپاڼه کې د هر لیکوال یا څیړونکي  په نوم  یوه جلا کړکۍ، چې د تیرو خپرو شوو لیکنو د ارشیف  څخه د لیکوال د نوم په ورکولو د اړینې موضوع  د ژر پیداکولو او  لټون سره  مرسته وکړلای شي، جوړه شي  بده به نه وي.

په ډېر درنښت

په ګران افغانستان کې د سرتاسري سولې  په هیله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply