د افغانستان دوه تصویره/محمد روښان ښاد

0 569

افغانستان نن سبا دوه تصویره لري چې یو د جنګ او بل د برابرو شویو فرصتونو تصویر دی، خو تراوسه یوازې د افغانستان د جنګ او ناامنۍ تصویر نورو ته ورښودل شوی دی. مګر موږ باید کوښښ وکړو چې د نړیوالو پام د افغانستان د فرصتونو او ظرفیتونو رول ته ور واړو او د هغوی له ذهنونو څخه د افغانستان د جنګ او ناامنۍ تصویر پاک کړو.

ترهګر کوښښ کوي چې یوازې د افغانستان د جنګ تصویر نورو ته ور وښیي، خو زموږ ټولو ګډ کار او هڅې باید دا وي چې افغانستان د ترهګرۍ، د نشه یي توکو او مافیا له موقعیت څخه د ثبات، د هند دروازې، د اسیا د زړه، څلور لارې او د سیمه ییزه همکاریو په مرکز بدل کړو. افغانستان دا ظرفیت، امکانات او فرصت لري چې د سیمې د همکارۍ په مرکز بدل شي، خو د دې لپاره زموږ ټولو ګد کار او ژمنتیا ته اړتیا ده.

ملي یووالي حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني پر افغانستان او زموږ په خلکو د تحمیل شوي جنګ د ختمولو ترڅنګ په یو وخت کې د افغانستان د ودانۍ، سوکالۍ او پرمختګ په اړه هم فکر او کار کوي. د دې لپاره یې ملي پروژې او ګټور پلانونه ترتیب کړي دي چې د نړیوالې او سیمه ییزې همکارۍ له لارې یې وخت پر وخت تطبیق او بشپړولو ته لارې او زمینې برابروي، ټاپي، کاسا زر، چابهار او نورې لویې اقتصادي پروژې یې مهمې بېلګې دي.

سره له دې چې د ولسمشر غني زیاته وخت د جنګ په مدیریت او د ترهګرۍ د تهدیدونو په دفعه کولو او ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د روحیې، انګېزې او مورال په ورکولولګېږي، مګر د افغانستان د ثبات او پرمختګ په موخه یې انکشافي کارونو او ملي برنامو ته هم زیات وخت ورکړی دی او وخت پر وخت یې بهرنیو هېوادونو ته د سفرونو پرمهال د افغانستان د جنګ تصویر د کم رنګه کولو او د افغانستان د فرصتونو تصویر د ځلولو په موخه عملي هلې ځلې کړې دي او د خپل پیاوړي استدلال پر مټ یې د نړیوالو پام د افغانستان فرصتونو ته را اړولی دی.

حکومت ، ولسمشر غني او زموږ مېړني امنیتي او دفاعي ځواکونه شپه او ورځ کوښښ کوي چې خلکو ته خوندي ژوند او ثبات رامنځته کړي، ځکه د افغانستان خلک د امنیت تر څنګ د ثبات غوښتونکي دي. هغوی هڅه کوي چې د خلکو د ژوند د وضعیت ښه والي او د فقر له منځه وړلو په برخه کې پام وړ او اساسي اقدامات وکړي، ځکه تروریستان او ورانکارې ډلې د هغوی له فقر او بې وزلۍ څخه په ګټه اخیستنې خلک د ناوړه کارونو ترسره کولوته اړباسي.

حکومت په همدې موخه تل کورني او بهرني پانګوال په هېواد او سیمه کې د ثبات، پرمختګ، اقتصادي همکاریو او سوداګریزې ودې په موخه په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته هڅولي دي. د افغانستان حکومت د دې لپاره لنډ مهاله، منځمهاله او اوږدمهاله پلانونه او برنامې لري چې په عملي کولو سره به یې په سیمه کې اقتصاد او سوداګري وده وکړي او هم به په ډې ډول د افغانستان د فرصتونو تصویر د نړیوالو سترګې وبرېښوي او لا به یې د افغانستان لورته پام راواوړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply