له واده مخکې د جینۍ او هلک لیدل / سرور ستانکزی

0 1,836
لیکونکی: سرور ستانکزی
زمونږ په ټولنه کې ډېر افغانان شته چې له واده مخکې د جینۍ او د هلک ترمینځ د خبرو او لیدلو مخالف دي، تر ټولو ډېر د خفګان ځای دا دی چې دا قاعده د اسلام له قوانینو ګڼي، خو په حقیقت کې اسلامي دین هلک او جینۍ ته د خپل قانون (قرآن او حدیث)  په ډېرو ځایونو کې د هلک او جینۍ له واده ځنې مخکې خبرې او لیدل روا ګڼي.
د الله ج له کلام او د رسول الله ص ډېر حدیثونه شتون لري چې باید لغوي معنیٰ نشي، بلکې الهام ځنې واخیستل شي. د رسول الله ص حدیث شریف دی چې د ښځې انتخاب باید څلورو څیزونو (شتمني، نسب، ښایست، تقویٰ) ته په کتلو باید وشي. ” بخاري او مسلم “
له ذکر شوي حدیث څرګنده معلومیږي چې مونږ د جینۍ د لیدلو اجازه مخکې له واده لرو، دا ځکه چې حدیث شریف کې ذکر شوي چې د جینۍ ښایست نظر کې باید ونیسو، که چیرې مونږ جینۍ ونه وینو، نو د ښایست معلومات یې څرنګه کولی شو؟ معنیٰ دا څرګنده ده چې لمړی باید جینۍ ووینئ وروسته یې په هکله قضاوت وکړئ.
بل حدیث د رسول الله ص دی؛ ”که چیرې تاسو د کومې ښځې وړاندینه د واده وکړئ، که پوهیږئ چې د ښځې په لیدلو سړی واده لپاره تشویقیږي تر څو له هغې ښځې سره واده وکړي، بیا دواړو ته اجازه ورکړئ چې یو بل وویني.“ صحیح ابي داؤد حدیث نمبر ۱۸۳۲

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply