د ژوند د ملګري/ملګرې د انتخاب معنیٰ څه ده/دی؟/سرور ستانکزی

0 754

کله چې ښځه/نر د ژوند د ملګري انتخاب کوي هدف تنها د جنسي غریضې د پوره کولو نه وي، که په حقیقت پوه شو، په واده کولو کې ډېرې ګټې نغښتې دي، تاسو ته څو ګټې په سلسله وار ډول بیانوم:
اول: انسان په ټولنې پورې تړلی دی، له ټولنې لیرې والی یا ځانځاني پخپله رواني ناروغي ده، خو د هر انسان ټولنه کې غوښتنه او هیله وي، چې توجه ورته وشي، خپل احساسات ډاګه ورسره کوم شخص سره شریک کړي، د دې لپاره مناسب شخص د ژوند ملګری/ملګرې ده/دی.
دوهم: دا ټولو ته معلومه ده چې مینه، توجه او هڅونه انسان ته ډاډ او مثبته انرژي وربښي، انسان د پرمختګ پر لور میلانوي، دا ډاډ، هڅونه او مثبتې انرژیکي خبرې تر ټولو ډېر د ښځې او نر پر یو بل ډېر اغیز لري. د نړۍ مشهور مذهبي عالمان هر یو ذاکر نائیک او شیخ دیدات وایي؛ زمونږ د ژوند د پرمختګ پنځوس فیصده راز زمونږ ښځې دي. د نړۍ مشهور فزیک پوه سټیفن هاوکینګ وایي، که ما د مینې واده کړی نه وای، پرمختګ خو لا لیرې خبر ده، شاید پخوا له خپلې مریضۍ مړ شوی وای. بل طرف د نړۍ مشهوره ښځه هیلري کلینټن وایي؛ په سیاست کې زما د پرمختګ ستر راز زما د ژوند ملګری دی (د هغې میړه د امریکا رئیس جمهور هم تیر شوی). جاکولین کینډي اوناسیس په ۱۹۶۰ میلادي کال کې د امریکا مشهوره ښه کلتوري تصویر جوړولو نقاشه وه، دا محترمه هم وایي، چې زما د هنر د پرمختګ راز تنها زما د ژوند ملګری دی.
دریم: احترام او ارزښت د هر انسان غوښتنه وي چې باید ورته وشي او ډېر احترام او ارزښت درلودل انسان روحاً خوښ او تازه ساتي. دا احترام او ارزښت هیڅوک بغیر د ژوند له ملګري ډېر نکوي، ښه نر یا ښه ښځه همیش هڅه کوي، چې د ژوند د ملګري احترام او لا د ډېر ارزښت ورکولو هیله ورکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply