پاکستان اسلام د وسیلي په توګه کاروي / سپين سهار

0 702

په تیرو ۱۰ ورځو کې دپاکستان پلازمینه اسلام اباد د زرګونو پښتنو د پراخ لاریون شاهد وو او د دوۍ اصلي غوښتنه دا وه چې پنجابي حکومت په زور او د مختلفو لارو څخه پښتانه ویښ ځوانان په نوم او بل نوم سره وژني او بیا ورته وایې چې ګواکې تاسو ترهګر یاست، دوۍ ویل چې پاکستان په تیرو څو لسیزو کې په پاکستان کې شته نورو قومونو لکه بلوڅو، سندیانو او پښتنو ته په هیڅ نوعه حقوقو قایل نه دي بلکې په یو نوم او بل نوم د دوۍ شتمنۍ لوټې او ترڅنګ یې هغه سیمې ړنګوي چیرته چې پښتانه یا نور قومونه میشت دي.

لاریون کوونکو دا هم ویلې چې پنجاب اسلامپالي د خپلو ګټو لپاره کاروي او په دي باندي نور قومونه ټکوي چې ښه بیلګه یې په خیبر پښتونخوا کې د طالبانو پيدا کول او بیا په قبایلو کې د پاکستاني فوځ لخوا په دي نوم عملیات کول چې ګواکي دوۍ ترهګر وژني او دا ترهګر د سیمې او پاکستان دامن لپاره ګواښ دی خو په اصل کې دوی ترهګر روزي او یوازي هغه پښتانه او بلوچ چې د ازادۍ فکر لري هغه له منځه وړي ځکه دپاکستان بقا په دي کې ده چې پښتانه او بلوچ باید د بیدارۍ غږ اوچت نه کړي ځکه که دوۍ غږ اوچت کړي نو ښکاره خبره ده چې د پاکستان شتون له سوال سره مخ کېږي ځکه پاکستان بیا نشي کیدلي یوازي دپنجاب دصوبي په شتون سره ورته پاکستان وویل شي او یا هغه لوبي چې اوس یې دوۍ کوي هغه بیا په داسي زړوړتیا سره پلي کړي.

خو پاکستان ددي لوبو لپاره او د ځان دبقا لپاره په افغانستان د شوروي اتحاد دیرغل وروسته داسي وسیله پیدا کړه ترڅو له یوې خوا ورباندي پنډ ټول کړي او له بل پلوه وکولي شي چې خپلي ټولې ګټې پري تضمین کړي.

پاکستان په لومړیو کې دافغان مجاهدینو ملاتړ ته ودانګل او له دي ملاتړ څخه یې دنړۍ او اسلامي هېوادونو څخه پراخې پیسي پیدا کړي او هغه څه یې وکړل کوم چې دوۍ غوښتل خپل فوځ یې قوي کړ او ترڅنګ یې په ورته وخت کې په یو بل پلان هم کار وکړ ترڅو وکولي شي په راتلونکې کې هغه دخپلو صادارتو په څیر خرڅ او ترڅنګ یې خپل ملي امنیت پري خوندي کړي او ټولي هغه لانجي ددي ګروپونو په واسطه مهار کړي او ددي ترڅنګ ددي ګروپونو په واسطه خپل بهرني سیاست عمق هم تر ګوتو کړي چې په همدي موخه یې په پاکستان کې په زرګونو مدرسي رامنځ ته کړي.

پاکستان د دي مدرسو په واسطه سره له یوې خوا څخه پښتانه په داسي حالت کې وساتل ترڅو د پاکستان پلوي ملایانو په منتر کې ګیر وي او دنړۍ دهیڅ راز پرمختګ نه خبر نشي ترڅو دخپلي ازادۍ خوب او خیال هم ونه ګوري او ترڅنګ یې دا ځواک باید هر وخت داسلام په نوم باندي په کشمیر او افغانستان کې وجنګوي او ټولو ګاونډیانو ته باید له دي لاري څخه دوۍ یو سر خوږی وی، همدارنګه دا ګروپونه باید وخت ناوخت دنړیوالو دګټو لپاره هم وکارول شي او کله چې پاکستان تر فشار لاندي راځي نو پاکستان خو په کور دننه داسي کوم تولید نلري ترڅو وکولي شي چې له دي فشارونو ځان پري وباسي بس یوازینۍ لار به یې دا ترهګري وي ځکه یا به وایې چې مونږ دترهګرو پرضد مبارزه کوو اویا که مبارزه ونشي ترهګر به دسیمې او نړۍ امنیت له ګواښ سره مخ کړي نو باید پاکستان سره په دي برخه کې زیاته مرسته وشي ترڅو وکولي شي چې دا مسله حل کړې خو په اصل کې پاکستان دا ترهګر یوازي ددي لپاره روزلي دي ترڅو له دي لاري خپل امنیت او ترڅنګ یې نړیوالې مرستې تر لاسه کړي.

خو تر تولو مهمه مسله هغه داده چې پاکستان طالبیزم او دا فکر یوازي په هغو سیمو کې پياوړي کړی دی چې هلته دوۍ په اسانۍ سره خلک جذبولي شي او ترڅنګ یې هلته کولي شي په همدي فکر باندي خپله بقا تضمین کړي چې هغه دپښتنو سیمه ده ځکه په عقیدوۍ لحاظ دپښتنو احساسات په ټوله اسلامې نړۍ کې تیز دي نو پاکستان دهمدي لپاره هلته داسي ځالي جوړي کړي چې یوازي ترهګر وروزي او هغه بیا په افغانستان او پاکستان کې وجنګوي کنه دوۍ دي وښایې چې له دي مدرسو داسي یو مفتي فارغ شوی اوسي چې تراوسه یې په نړیواله کچه داسلام دخپرولو لپاره کومه هڅه کړي وي ؟ نه هیڅکله نه د دوۍ ټول فارغ شوي یا په کشمیر کې جنګیږي او یا هم په افغانستان کې ځانمرګې بریدونه کوي او دوۍ بیا ورته نوم داسلامې جهاد ورکوي او بیا وایې چې پاکستان کا نام کیا هیا لاالاه الله هی چې دا شعار ددوۍ دعمل سره په پورته توګه باندي په ټکر کې دی، ځکه هلته په پنجاب کې نه څوک روژه پیژنی او نه هم اسلامي اصول هغه قسم ازادي ده چې په اروپا کې نشته دی.

نو اوس ټولې اسلامې نړۍ ته په کار دي ترڅو دپاکستان پرضد را ولاړ شي او نور پاکستان ته اجازه ورنکړې چې اسلام دخپلو ګټو لپاره وکاروي ځکه دا بیا په ټوله نړۍ کې داسلام دنوم او حیثت سپکاوي کوي او په دي سره دوۍ کوشش کوي چې خلک داسلام څخه ناراضه کړي نو دا زمونږ دټولي اسلامې نړۍ مسولیت دی چې باید دخپل دین ساتنې ترڅنګ چاته اجازه ورنکړو چې په دي سوداګري وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply